BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټرمپ

    ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: له ۴۷ کلونو راهيسې ایران له امریکا او نړۍ سره لوبې کوي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه توند پيغام کې ایران تورن کړی چې له ۴۷ کلونو راهيسې یې له امریکا او نړۍ سره "لوبې" کړې دي. نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ تروت سوشل، پر ایران د وخت ضايع کولو تور پورې کړی او لیکلي یې دی، "ځنډ، ځنډ، ځنډ". ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې ایراني سرچينو له څو ورځو انتظار وروسته د امریکا وړانديز ته ځواب ورکړ.

  • کابل خبریالان

    کابل کې درې خبریالان نیول شوي دي

    د افغانستان د خبریالانو د مرکز په نامه ټولنې د طالبانو د حکومت لخوا د درېیو خبریالانو پر نیول کېدو خواشینې ښودلې ده. دا ټولنه وايي، د طلوع نیوز دوه خبریالان او د پیګرد خبري اژانس یو خبریال تازه نیول شوي او د برخلیک په اړه یې معلومات نشته.

  • پاکستاني پولیس د شپې ناوخته د افغان کډوال اسناد ګوري

    نړیوالې ادارې: پاکستان تېرو څلورو میاشتو کې له ۵۰ زرو ډېر افغانان نیولي

    د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي ار او د مهاجرت نړیواله اداره ای او اېم وايي" پاکستان کې افغان کډوال هره ورځ او هر چېرې د نېولو او توقیف له سخت حالت سره مخ دي." په رپوټ کې راغلي تر ټولو ډېر ۶۶ سلنه افغانان بلوچستان کې ۱۵ سلنه خیبر پښتونخوا، ۹ سلنه اسلام اباد او ۷ سلنه پنجاب کې نېول شوي دي. دغو ادارو پر پاکستان غږ کړی چې د کډوالو د جبري ستنولو او ناقانونه نیولو لاس واخلي.

  • Bannu

    د خیبرپښتونخوا بنو کې پر پوسته برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي

    د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر فتح‌خېل پوسته موټربم او وسله وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی. تر دې ورمخکې د بنو د پولیسو د مشر سجاد خان له دفتره په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي وو چې په موټربم برید کې د فتح‌خېل پوستې د نړېدلې ودانۍ له ویجاړیو د ۱۲ پولیسو مړي او درې ټپيان را ایستل شوي دي.

  • د روسیې ولسمشر پوتین

    پوتین: د اوکرايين جګړه پای ته نږدې شوې ده

    د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال پر نازي جرمني د پخواني شوروي اتحاد د بري د کلیزې له مراسمو وروسته چې پر شنبه تر سره شول خبریالانو ته ویلي د اوکرایین ولسمشر غواړي چې له ده سره مخامخ وګوري خو دی به هله ورسره مخامخ وګوري چې پر یوې تلپاتې سولې هوکړه وشي.

لنډې ویډیوګانې

  • Bannu
  • کایب
  • مراسم
  • USA Deplo
  • عراق
  • روباټ راهب
  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي
  • مولانا ادریس
  • بحیراب

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • جنگ ربات ها

    په نړۍ کې د جګړو راتلونکی: د روباټونو پر وړاندې د روباټونو جګړه

    د بریتانيا او اوکرايين د وسلو جوړولو یوې کمپنۍ بي بي سي ته ويلي، ښايي يوه ورځ د اوکرايين د جګړې په ډګر کې د روباټونو شمېر د انساني ځواکونو پرتله زيات شي. دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي تېره مياشت ويلي وو چې د هېواد یوه ټوټه خاوره یې د لومړي ځل لپاره يوازې د روباټونو او بې پيلوټه الوتکو په کارولو سره له روسي ځواکونو بېرته نيولې ده.

  • یو ناروغ ماشوم چې وینه او اکسیجن ورته لګېدلي، مور په غېږ کې نیولی دی

    "تلاسېمیا هم درملنه لري هم وقایه"

    نن د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده. د رسمی شمېرو له مخې په افغانستان کې اوسمهال له ۵۰۰۰ ډېر کسان د دې ناروغۍ پر شدید ډول اخته دي. پخوا پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د ژوند اوسط کچه ډېره ټیټه وه، خو د طب برخه وروستیو پرمختګونو د ګڼو نورو ناروغیو په څېر د تلاسیمیا درملنه هم ممکنه کړې ده.

  • د امریکا بیرغ پر اوږه

    امریکا د اروپا کومو سیمو کې اډې لري او موخه یې څه ده؟

    امریکا په اروپا کې پراخ پوځي حضور لري. دا وچه د لسګونو امریکایي پوځي اډو کوربنه ده چې د څو څېړنیزو مرکزونو او امنیتي مطالعاتو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په هغو کې تر ۸۰ زرو ډېر امریکایي سرتېري دېره دي

  • ډېوېډ اټنبرا د ژوند بېلابېلو پړاوونو کې

    ډېوېډ اټنبرا: هغه سړی چې وحشي طبیعت یې زموږ سترګو ته راوړ

    سر ډېوېډ اټنبرا نن خپل سل کلن عمر پوره کوي او لا هم هغه ارام او د باور وړ غږ دی چې د میلیونونو خلکو په ذهنونو کې د طبیعت له نړۍ سره تړلی پاتې دی.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۱ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۰ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۰ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي