د طالبانو حکومت خصوصي روغتونونه درجه بندي کړل

د عکس سرچینه، RTA
د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي یوه ناسته کې چې د روغتیا وزارت له لوري وربلل شوې وه وویل، خصوصي روغتونونه د هغو روغتیايي خدمتونو د کیفیت له مخې پر درېیو کټګوریو وېشل شوي او د خپلې کټګورۍ سره سم به نرخپاڼې ترلاسه کړي.
ښاغلي حنفي ویلي، دغه ګام د خلکو د هغو شکایتونو په غبرګون کې پورته شوی، چې د خصوصي روغتونونو د لوړو بیو او د روغتیايي خدمتونو د ټیټ کیفیت په اړه یې درلودل.
د طالبانو حکومت د روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویل " په خصوصي روغتیايي سکټور کې د معیارونو بنسټیز کول د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي، څو د خدمتونو کیفیت لوړ او بیې کنټرول شي"
ښاغلي جلالي وویل، د دې کار موخه په کور دننه د روغتیايي چوپړونو پیاوړي کول دي چې خلک د ډاډ وړ روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی ولري او نورو هېوادونو ته له سفرونو خلاص شي.
د روغتیا وزیر وايي، د روغتونونو درجه بندۍ به پر بیو مخامخ اغېز ولري" هغه روغتونونه چې په ای ګټګورۍ کې دي نرخونه به یې لوړ، په بي کې به ورپسې نرخونو همداسې به راټیټېږي." هغه ټینګار کاوه چې دا بهیر د روغتونونو ترمنځ "سالم رقابت" او یوې داسې سیالۍ ته لاره جوړه کړي چې پایله کې به یې کیفیت لوړ او خلکو ته ښه چوپړونه وشي.
که څه هم د دغه درجه بندۍ په غوراوي چارو او جواز ورکولو کېږي د ټګۍ برګي او " اداري فساد" له اړخه اندېښنې به وي خو له لویه سره د خصوصي روغتونونو د درجهبندۍ اعلان ډېرو ته یو مثبت ګام برېښي.
د اریانا خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي ریس ډاکټر فهیم پیغام وايي" د کیفیت لوړولو، نرخونو او خدماتو د خلکو لاس رسي په برخه کې دا یو غوره اقدام دی." هغه د دې ګام پلي کېدا لپاره د حکومت د ټینګار څار او د جواز ورکولو په برخه کې د شفافیت اړتیا ده.
په ۲۰۱۵ کال د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ارزونو له مخې رپوټ ورکړل شوی و چې "هره ورځ په اوسط ډول زر افغانان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي." اروزونه کې ویل شوي ووچې " که چېرې د هر یوه لږترلږه لګښت وسنجول شي، نو دوو زرو ډالرو ته رسېږي، په دې معنا چې هره ورځ له افغانستانه دوه میلیون ډالر بهر ته د درملنې په نوم ځي."
لګښتونه یو پلو، پاکستان سره د کړکېچ او بهرنیو هېواد ته د افغانانو پر تګ د محدودیتونو له امله اوسمهال ډېر شمېر افغانانو ته ان که له سختو ناروغیو سره مخ هم وي، اسانه نه ده چې وېزې دې ژر ترلاسه کړي او لګښتونه دې یې پوره کړای شي.