د پاکستان او د طالبانو حکومت ځواکونو ترمنځ په انګور اډه کې تازه نښته شوې

طالب ټوپک ته ناست دی.
د عکس تشریح، ارشیف عکس
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان او د طالبانو حکومت ځواکونو ترمنځ په انګور اډه سیمه کې د تازه نښتې خبر ورکړل شوی.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي خو ځايي سرچینو د پېښې پخلی کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان کمیسارۍ پرخپله اېکس‌پاڼه په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د طالبانو حکومت له لوري انګور اډې ته څېرمه سیمې ته توغندی ورتوغول شوی چې "یو ملکي کور" پرې لګېدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلی چې په دغه برید کې "یو عام وګړی وژل شوی، پنځه نور ژوبل دي" او ځينو ځايي "هټیو" ته هم زیان رسېدلی دی.

د طالبانو حکومت که څه هم په دې اړه تر اوسه کوم رسمي دریځ نه دی په ډاګه کړی خو ځينو ځايي سرچینو ادعا کړې چې برید د پاکستان له لوري پیل شوی و.

خو یوه پاکستاني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته بیا د طالبانو حکومت باندې تور پورې کړی چې ګواکې د شخړې پیل هغوی کړی.

پاکستانيو ځواکونو ویلي چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه شوي دغه برید ته یې "کلک ځواب" ورکړی دی.

پاکستانی امنیتي‌ کس

دا تازه تاوتریخوالی داسې مهال رامنځ‌ته کېږي چې د پاکستانیو چارواکو د تورونو په غبرګون کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي وو چې په پاکستان کې ناامنۍ ته لېواله نه دی او ترمنځ ستونزې یې د خبرو له لارې حلېدای شي.

د والي‌ واکمنۍ لاندې د خیبر پښتونخوا حکومت او د پاکستان نورو چارواکو د تېر په څېر تازه بیا خپل تورونه تکرار کړی چې ګواکې په دغه هېواد کې ناامني د افغانستان له امله ده او ادعا کوي‌ چې هلته وسله‌والې ډله له افغان خاورې په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ځلونو دغه تورونه بې بنسټه بللي، هلته د وسله‌والو شتون یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې او پاکستاني چارواکي یې ملامت کړي چې ګواکې د خپل امنیت په ساتنه کې د پاتې راتلو پړه پر دوی اچوي.

تېره اوونۍ هم د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تور پورې کړی و چې افغان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارېږي او همدې حکومت اړ کړ چې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او والي واکمني (ګورنر راج) نافذه کړي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې تورونه رد کړل ویاند یې ذبیح الله مجاهد وویل چې کله پاکستاني چارواکي د خپل هېواد د امنیت په "قابو کولو کې پاتې راشي نو افغانستان تورنوي" او د خپلو ادعاو د ثابتولو لپاره "کوم شواهد هم نه وړاندې کوي".

ښاغلي مجاهد ویلي وو چې نه په پاکستان کې د "ناامنۍ خپرولو امکانات لري" او نه هم هلته ناامني "له ستراتیژيک پلوه افغانستان ته ګټه لري" بلکې په وینا یې، بیا به یې "ضرر سیمې ته او تر ټولو ډېر موږ ته را رسېږي".