BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د خیبرپښتونخوا بنو کې پر پوسته برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي
د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر فتحخېل پوسته موټربم او وسله وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی. تر دې ورمخکې د بنو د پولیسو د مشر سجاد خان له دفتره په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي وو چې په موټربم برید کې د فتحخېل پوستې د نړېدلې ودانۍ له ویجاړیو د ۱۲ پولیسو مړي او درې ټپيان را ایستل شوي دي.
ژوندۍ پاڼه, پوتین: که له ایران سره شخړه ژر تر ژره پایته ونه رسېږي، ټول به ترې زيانمن شي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي، هیله لري چې له ایران سره شخړه به ژر تر ژره پایته ورسیږي، خو په عين وخت کې یې خبرداری ورکړی چې که داسې ونشي، ټولو خواو ته به یې زيان ورسېږي. ښاغلي پوتین خبریالانو ته ويلي، "دا یوه ډېره پېچلې شخړه ده او موږ په یوه ستونزمن حالت کې اچوي، ځکه، موږ له ایران او خلیجي هېوادونو سره دوستانه اړیکې لرو."
په نړۍ کې د جګړو راتلونکی: د روباټونو پر وړاندې د روباټونو جګړه
د بریتانيا او اوکرايين د وسلو جوړولو یوې کمپنۍ بي بي سي ته ويلي، ښايي يوه ورځ د اوکرايين د جګړې په ډګر کې د روباټونو شمېر د انساني ځواکونو پرتله زيات شي. دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي تېره مياشت ويلي وو چې د هېواد یوه ټوټه خاوره یې د لومړي ځل لپاره يوازې د روباټونو او بې پيلوټه الوتکو په کارولو سره له روسي ځواکونو بېرته نيولې ده.
د افغانستان کرېکټ بورډ له ازبکستان او چین سره تخنیکي همکاري کوي
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي لېږل شوی پلاوی به یې په دغه سفر کې د کرېکټ د یوې لوبې تر څنګ په ټولنه کې د کرکټ پر ښکېلتیا، مثبتې بوختیا او پرمختیا برخه کې په ځینو ورکشاپونو کې ګډون وکړي. ویل کېږي د کرکټ افغان پلاوی به په دغه سفر کې د ورزشي ټکنالوژۍ په اړه تنظیم شویو نندارتونونو کې هم ګډون وکړي.
بدخشان کې د کوکنارو پر سر نښته کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې
د افغانستان شمال ختیځ ولایت بدخشان کې ځايي سرچینو بيبيسي ته منلې ده چې د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ د "اتن جلو" کلي د اوسېدونکو او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
"تلاسېمیا هم درملنه لري هم وقایه"
نن د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده. د رسمی شمېرو له مخې په افغانستان کې اوسمهال له ۵۰۰۰ ډېر کسان د دې ناروغۍ پر شدید ډول اخته دي. پخوا پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د ژوند اوسط کچه ډېره ټیټه وه، خو د طب برخه وروستیو پرمختګونو د ګڼو نورو ناروغیو په څېر د تلاسیمیا درملنه هم ممکنه کړې ده.
امریکا د اروپا کومو سیمو کې اډې لري او موخه یې څه ده؟
امریکا په اروپا کې پراخ پوځي حضور لري. دا وچه د لسګونو امریکایي پوځي اډو کوربنه ده چې د څو څېړنیزو مرکزونو او امنیتي مطالعاتو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په هغو کې تر ۸۰ زرو ډېر امریکایي سرتېري دېره دي
ډېوېډ اټنبرا: هغه سړی چې وحشي طبیعت یې زموږ سترګو ته راوړ
سر ډېوېډ اټنبرا نن خپل سل کلن عمر پوره کوي او لا هم هغه ارام او د باور وړ غږ دی چې د میلیونونو خلکو په ذهنونو کې د طبیعت له نړۍ سره تړلی پاتې دی.
په عربي هېوادونو کې افغان مسافر د ایران جګړې څومره زیانمن کړي او ولې حال نه وايي؟
د ایران، امریکا او اسرائیل جګړې که د منځني ختیځ هېوادونه اغېزمن او زیانمن کړي نو هلته مېشت افغان مسافر یې هم له مالي او اقتصادي پلوه ځپلي دي. تر ډېره په متحده عرب اماراتو، سعودي او قطر کې افغانان ډېر اغېزمن او تاواني شوي دي. خو دوی له دې ډاره نه پر خواله رسنیو د خپل حالت په اړه څه لیکي او نه یې له رسنیو سره شریکوي چې هسې نه د ځينو نورو هېوادونو وګړو غوندې، کوربه هېوادونه دوی هم وېره خپروونکي او د خپلو ملي ګټو په زیان وبولي او ډېپورټ یا یې وشړي. خو د بيبيسي پښتو څانګه توانېدلې چې په دغو هېوادونو کې د ځينو افغان مسافرو حال واخلي چې د ایران جګړي یې کاروبارونه څومره ځپلي دي:
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۰ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
ژوندۍ خپرونه واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۰ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۹ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۹ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































