BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • پاکستاني پولیس د شپې ناوخته د افغان کډوال اسناد ګوري

    نړیوالې ادارې: پاکستان تېرو ۴ میاشتو کې له ۵۰ زرو ډېر افغانان نېولي

    د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي ار او د مهاجرت نړیواله اداره ای او اېم وايي" پاکستان کې افغان کډوال هره ورځ او هر چېرې د نېولو او توقیف له سخت حالت سره مخ دي." په رپوټ کې راغلي تر ټولو ډېر ۶۶ سلنه افغانان بلوچستان کې ۱۵ سلنه خیبر پښتونخوا، ۹ سلنه اسلام اباد او ۷ سلنه پنجاب کې نېول شوي دي. دغو ادارو پر پاکستان غږ کړی چې د کډوالو د جبري ستنولو او ناقانونه نیولو لاس واخلي.

  • Bannu

    د خیبرپښتونخوا بنو کې پر پوسته برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي

    د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ کې د پولیسو پر فتح‌خېل پوسته موټربم او وسله وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ ته لوړ شوی دی. تر دې ورمخکې د بنو د پولیسو د مشر سجاد خان له دفتره په یوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي وو چې په موټربم برید کې د فتح‌خېل پوستې د نړېدلې ودانۍ له ویجاړیو د ۱۲ پولیسو مړي او درې ټپيان را ایستل شوي دي.

  • د روسیې ولسمشر پوتین

    پوتین: د اوکرايين جګړه پای ته نږدې شوې ده

    د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال پر نازي جرمني د پخواني شوروي اتحاد د بري د کلیزې له مراسمو وروسته چې پر شنبه تر سره شول خبریالانو ته ویلي د اوکرایین ولسمشر غواړي چې له ده سره مخامخ وګوري خو دی به هله ورسره مخامخ وګوري چې پر یوې تلپاتې سولې هوکړه وشي.

  • ایران

    ژوندۍ پاڼه, ایران وایي د پاکستان له لارې یې د امریکا وړاندیز ته ځواب ورکړی

    ایران اعلان کړی چې "د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د امریکا د وروستي وړاندیز د متن" په اړه خپل ځواب نن پاکستان ته لېږلی دی. د ایران بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې د امریکا وړاندیز ته به "له هر اړخیزو څېړنو او جمع‌بندۍ وروسته" ځواب ورکړي.

  • په کابل کې د افغان او ازبک سوداګرو تر منځ د سوداګریزو تړونونو د لاسلیک کولو مراسمو

    افغانستان او د ازبکستان د «قاره‌ قلپاقستان» ایالت د ۱۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

    دا تړونونه نن په کابل کې د افغانستان او د ازبکستان د کورواکه «قاره قلپاقستان» ایالت سوداګرو ترمنځ شوې غوندې کې لاسلیلک شول. دې غونډې ته د ازبکستان د کورواکې سیمې قاره قلپاقستان د پارلمان مشر او د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر هم ورغلي وو. د دې تړونونو په رڼا کې به د اوړو، غوړیو، سېمنټو، کچالو، مڼو، انارو ، او نورو کرنیزو محصولات او غالیو راکړه ورکړه کیږي.

لنډې ویډیوګانې

  • Bannu
  • کایب
  • مراسم
  • USA Deplo
  • عراق
  • روباټ راهب
  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي
  • مولانا ادریس
  • بحیراب

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • یو ناروغ ماشوم چې وینه او اکسیجن ورته لګېدلي، مور په غېږ کې نیولی دی

    "تلاسېمیا هم درملنه لري هم وقایه"

    نن د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده. د رسمی شمېرو له مخې په افغانستان کې اوسمهال له ۵۰۰۰ ډېر کسان د دې ناروغۍ پر شدید ډول اخته دي. پخوا پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د ژوند اوسط کچه ډېره ټیټه وه، خو د طب برخه وروستیو پرمختګونو د ګڼو نورو ناروغیو په څېر د تلاسیمیا درملنه هم ممکنه کړې ده.

  • د امریکا بیرغ پر اوږه

    امریکا د اروپا کومو سیمو کې اډې لري او موخه یې څه ده؟

    امریکا په اروپا کې پراخ پوځي حضور لري. دا وچه د لسګونو امریکایي پوځي اډو کوربنه ده چې د څو څېړنیزو مرکزونو او امنیتي مطالعاتو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په هغو کې تر ۸۰ زرو ډېر امریکایي سرتېري دېره دي

  • ډېوېډ اټنبرا د ژوند بېلابېلو پړاوونو کې

    ډېوېډ اټنبرا: هغه سړی چې وحشي طبیعت یې زموږ سترګو ته راوړ

    سر ډېوېډ اټنبرا نن خپل سل کلن عمر پوره کوي او لا هم هغه ارام او د باور وړ غږ دی چې د میلیونونو خلکو په ذهنونو کې د طبیعت له نړۍ سره تړلی پاتې دی.

  • یوه ډله مسافر د کام ایېر الوتکې ته په زینو د ورختلو په حال کې دي.

    په عربي هېوادونو کې افغان مسافر د ایران جګړې څومره زیانمن کړي او ولې حال نه وايي؟

    د ایران، امریکا او اسرائیل جګړې که د منځني ختیځ هېوادونه اغېزمن او زیانمن کړي نو هلته مېشت افغان مسافر یې هم له مالي او اقتصادي پلوه ځپلي دي. تر ډېره په متحده عرب اماراتو، سعودي او قطر کې افغانان ډېر اغېزمن او تاواني شوي دي. خو دوی له دې ډاره نه پر خواله رسنیو د خپل حالت په اړه څه لیکي او نه یې له رسنیو سره شریکوي چې هسې نه د ځينو نورو هېوادونو وګړو غوندې، کوربه هېوادونه دوی هم وېره خپروونکي او د خپلو ملي ګټو په زیان وبولي او ډېپورټ یا یې وشړي. خو د بي‌بي‌سي پښتو څانګه توانېدلې چې په دغو هېوادونو کې د ځينو افغان مسافرو حال واخلي چې د ایران جګړي یې کاروبارونه څومره ځپلي دي:

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۰ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۰ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۰ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۹ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي