BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د طالبانو د دفاع وزير او په مسکو کې د طالبانو سفير

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزير محمد یعقوب مجاهد مسکو ته تللی

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د روسيې په کوربتوب يوه نړيوال امنيتي فورم کې د ګډون لپاره د دغه هېواد پلازمېنې مسکو ته تللی دی. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د فاع وزارت يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي، په دې کنفرانس کې به د سيمه ييز امنيت، ګډو امنيتي ننګونو او متقابلو همکاريو په اړه بحث او د نظر تبادلې وشي.

  • د امریکا جنګي الوتکې

    د امریکا پوځ وايي د ایران په جنوب کې یې نوي بريدونه کړي دي

    د امریکا پوځ وايي د ایران په جنوب کې یې نوي بریدونه کړي او د ایران د توغنديو مرکزونه او هغه کښتۍ یې په نښه کړې چې د دوی په وینا "د ماينونو اېښودلو هڅه" یې کوله. د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) د سې شنبې په شپه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې دا بریدونه د "خپلې دفاع" په چوکاټ کې ترسره شوي او موخه یې "د ایراني ځواکونو له ګواښونو د امریکايي ځواکونو ساتنه" وه.

  • A girl sits in front of a window wearing pink

    د افغان نجونو پرزده کړو بنديز: "کله چې د خپل عمرهلکان ووینم چې پوهنتونونو ته ځي - د خپل نه فراغت له امله ډېر بد احساس کوم"

    عالیه چې موږ یې د خوندیتوب لپاره نوم بدل کړی، له خپل کور او کلي‌ سلګونه کیلومتره لېرې کابل ته سفر کړی چې له جبري واده وتښتي.‌ هغې چې کله تېر کال له خپلې ترور لور سره دا استثنایي سفر کاوه نو په افغانستان کې د نافذ قوانین له مخې له سر تر پښو پورې پوښلې وه او یوازې سترګې یې ښکارېدي.

  • A worker fills a red car with fuel with a green pump labelled petrol on 23 May, 2026 in New Delhi, India.

    د امریکا او ایران ترمنځ‌ د سولې هوکړې ته د هیلو له ډېرېدو سره د تېلو بیې راټیټې شوې دي

    له امریکا او اسرائیل سره د ایران د جګړې پای ته رسېدو لپاره یوې هوکړې ته د هیلو له ډېرېدو سره د تېلو نړیوالې بیې غورځېدلې او په اسیا کې د ونډو بیې ختلې دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هند د سفر پر مهال ویلي، مرکچیان پر یوه پیاوړې طرحه بوخت دي او دا چې نن (دوشنبه) ښايي د جګړې د پای ته رسېدو هوکړه ترلاسه شي. له دې سره د دوشنبې سهار د برېنټ اومه تېلو شاخص پنځه نیم سلنه راکښته او د یوه بېرل بیه ۹۷ اعشاریه ۹۰ ډالرو ته پرېوته.

  • هر کال په نړۍ کې سلګونه میلیونه مسلمانان د لوی اختر پر مهال قربانۍ کوي

    د تصویرونو البم: کندهار کې د قربانۍ څارویو د پېر او پلور بازار

    کندهار کې خلک د لوی اختر له رارسېدو سم د قربانۍ لپاره څاروي پېري او پلوري. عیدالضحی یا لوی اختر، چې د قربانۍ اختر په نوم هم یادېږي، د اسلام له مهمو مذهبي مناسبتونو یو دی چې د حج له مراسمو سره هم‌مهاله لمانځل کېږي. د دې اختر پر مهال مسلمانان قرباني کوي او غوښه یې پر کورنۍ، دوستانو او اړمنو کسانو وېشي.

لنډې ویډیوګانې

  • حج
  • کانګو
  • Tesla
  • BBC
  • UN Human Rights Office
  • fire
  • بغلان کې سېلاب
  • غوایی
  • کوتل
  • سټوډیو کې د کلاشنیکوف زدکول
  • د یوې نجلۍ انځور چې د سرو زرو ګاڼې یې اچولې دي.

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د مونیکا وېټ هغه انځور چې د امریکا تحقیقاتو ادارې (FBI) خپور کړی

    د امریکا یوه پخوانۍ پوځۍ ایران ته پر جاسوسۍ تورنه او د نیولو لپاره یې جایزه اعلان شوې: مونیکا وېټ څوک ده؟

    د امریکا تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) د پخوانۍ امریکايۍ پوځۍ مونیکا وېټ د نیولو لپاره د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو جایزه اعلان کړې ده. د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې په واشنګټن ډي سي کې یوې فدرالۍ جرګې پرې د جاسوسۍ او د ایران حکومت سره د ملي دفاع اړوند معلوماتو سپارلو تور پورې کړی و. د جرم رسمي راپورکې ویل شوي چې مونیکا وېټ په ۲۰۱۳ کال کې ایران ته تللې وه. د مې پر ۱۴مې د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې د امریکا تحقیقاتو ادارې لا هم د هغې د موندلو هڅې روانې ساتلې دي.

  • حج په ۱۹۶۷ کال کې

    پخوا به حاجیان د نړۍ له هر ګوټه له کومو تاریخي لارو حج ته تلل؟

    د حاجیانو ټینګار پر دې چې د "حاج" لقب وساتي، له هغه ژور ارزښته سرچینه اخلي چې د مکې او مقدسو ځایونو څخه لرې مېشتو مسلمانانو لپاره لري. هغوی اوږده واټنونه وهلي، د تیږو او سختو ډبرو له امله یې پښې زخمي شوې او د بیت الله (کعبې) په لور په خپل سفر کې یې لوږه او تنده زغملې ده.

  • هبت‌الله مجاهد

    مولوي‌ هبت‌الله اخندزاده: له ټولې نړۍ سره د شریعت په اصولو کې اړیکې غواړو

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده ویلي دي د دوی حکومت "له ټولې نړۍ، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره د شریعت په اصولو کې سیاسي‌ او اقتصادي‌ اړېکې غواړي" او دا چې "په دې برخه کې یې خپل مکلفیت ادا کړی دی." هغه ویلي چې "د اسلامي امارت حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تامین او خوندي دي. نوموړي دا څرګندونې دراتلونکي لوی اختر په مناسب خپل پیغام کې کړې دي . په پیغام کې دنجونواو مېرمنو د زده کړې او کار په ګډونونورو حقونو یادونه نه ده شوې.‌

  • کابل

    ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۶۰ سلنې ډېر خلک په بې‌پلانه ښاري سیمو کې اوسي

    ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې، چې پر نړیوال کچ نږدې درې میلیارده خلک په نامناسبو استوګنځیو کې اوسي. په افغانستان کې هم چې ښارونه پکې په چټکۍ وده کوي، له شپېته سلنې ډېر وګړي په غیررسمي یا ناپلان شوو ښاري سیمو کې ژوند کوي چې د پاکو اوبو او نورو لومړنیو خدماتو په څېر بنسټیزو آسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۵ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي