BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
په درې ورځو کې امریکا پر ایران دویم ځل برید وکړ، تهران وايي امریکايي اډه یې په نښه کړې
امريکايي پوځ په ايران کې نوي بريدونه کړي دي چې پکې د بندر عباس په ساحلي ښار کې يو پوځي ځای په نښه شوی دی. د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) تائيد کړې چې ځواکونو يې څلور ایراني بريدګر ډرونونه هم غورځولي دي ''چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې یو ګواښ ګرځېدلې وې.''
د طالبانو د مشر د اختر خطبه: شعر یې ووایه او کورنیو لپاره یې د نفقې ټاکلو ژمنه وکړه
د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخندزاده د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر لمانځه پر مهال خپله وینا کې په اسلامي ټولنه کې د یووالي پر ساتنه ټینګار وکړ او پر شریعت عمل او د خپل نظام مطلق اطاعت یې د داخلي اختلافاتو او فتنو د مخنیوي یوازینۍ لار وبلله. هغه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د مشرتابه د مسؤلیت منلو ته په اشارې سره وویل چې د طالبانو اوسنی نظام قوي دی او د اختلاف هېڅ نښه پکې نه لیدل کېږي.
د نړۍ بېلابېلو مشرانو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې
له بېلابېلو هېوادونو څخه خپاره شوي انځورونه ښيي چې مسلمانانو نن چارشنبه د نړۍ په ګڼو ښارونو کې د اختر لمونځونه ادا کړي اختر نمانځلی دی. هممهاله د نړۍ مشرانو هم په جلا جلا پیغامونو کې مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ویلې ده.
غزه کې د اسرائیل په برید کې د حماس د پوځي څانګې نوی مشر وژل شوی
د حماس د پوځي څانګې قوماندان محمد عوده، د سېشنبې پر ورځ د غزې تړانګې په یوه برید کې وژل شوی دی. د سیمه ییزو روغتیايي کارکوونکو او عیني شاهدانو په وینا، په دغه برید کې د محمد عوده په ګډون لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دغه برید د غزې ښار یوه بوخت بازار ته نږدې سیمه کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ شوی دی.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د افغانستان د سیاسي څېرو اختریز پیغامونه
د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د لوی اختر په مناسبت جلا جلا خپرو کړو اختریز پیغامونو کې د افغانستان پر اوسني وضعیت نیوکې کړې او ځینو د نجونو پر لوړو زدکړو د لګېدلي بندیز پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې افغانستان "د دې لرغونې خاورې د ټولو خلکو ګډ کور" بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا هېواد ابادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري.
اشرف غني له متحده عربي اماراتو وتلی
د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ته دوو نژدې سرچینو بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی غني له متحده عربي اماراتو وتلی دی او ''اوسمهال په یوه خوندي ځای کې دی.'' ښاغلي غني لږ مخکې ولس ته پر اېکس یوه اختریز پیغام کې لیکلي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ''مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بېخبره شوی نه دی.''
ایران د امریکا وروستي بریدونه له اوربند "جدي سرغړونه" بللې ده
ایران وايي امریکا پر دغه هېواد د نويو هوايي بریدونو په ترسره کولو سره له اوربند "جدي سرغړونه" کړې ده. د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې د ایران په جنوب کې یې نوي بریدونه کړي او د ایران د توغنديو مرکزونه او هغه کښتۍ یې په نښه کړې چې د دوی په وینا "د ماينونو اېښودلو هڅه" یې کوله.
حاجیان د 'ستر رکن' د ادا کولو لپاره د عرفات میدانونو ته ورځي
حاجيانو د ذي الحجې اتمه ورځ او ورپسې شپه منی (منا) کې تېره کړه، ورپسې د سې شنبې سهار لومړیو ساعتونو کې د حج تر ټولو مهم رکن ادا کولو لپاره د عرفات میدان ته ورسېدل.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۸ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غږیز کتاب, ۱۱:۰۰, ۲۸ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۸ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۷ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































