BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ملګري ملتونه: د «زوجینو دجلا کېدو اصولنامه » کې د کوچنیانو ودول په ضمني ډول مجاز شمېرل شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) د "زوجینو د تفریق اصولنامې" په اړه چې تازه د طالبانو حکومت لخوا خپره شوې، "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده. یوناما د پنجشنبې پر ورځ (د می ۲۱مه) یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو حکومت ۱۸مه ګڼه فرمان چې "د زوجینو د تفریق اصول تنظیموي، د افغان ښځو او نجونو د حقونو د له منځه وړلو لپاره یو بل ګام دی او په قانون او عمل کې سیستماتیک تبعیض نور هم پیاوړی کوي، خو دطالبانو حکومت وايي"په دې اصولنامې انتقادونو ته باید ارزښت ورنه کړی شي"." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر دغې اصولنامې نیوکو ته په غبرګون کې ویلي دا راز نیوکې نوې نه دي او ارزښت باید ورنه کړل شي.
د حج د اساسي مناسکو لارښود
حج د اسلام له پنځو بناوو یوه مهمه بنا ده، چې پر هر مسلمان- چې مالي او فزیکي توان ولري- په ژوند کې یو ځل فرض دی. په دې انځوریز رپوټ کې د حج مهم مناسک په اسانه ډول تشرېح شوي دي.
یوه ورځ کې د نیپال ایورسټ غره څوکې ته ۲۷۴ غرختونکي ختلي او ریکارډ یې مات کړ
د چهارشنبې په ورځ د نیپال له لارې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې، مونټ ایورسټ ته د ختلو نوی ریکارډ جوړ شو؛ ۲۷۴ کسان وتوانېدل چې څوکې ته وخېژي. دا کار وروسته له هغې ترسره شو چې د پسرلي موسم پیل د کنګل یوې سترې ټوټې له امله ځنډېدلی و، ځکه هغې د ختلو لاره تړلې وه.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر: له ایران سره په خبرو کې پرمختګ شوی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې پر ورځ هیله څرګنده کړه چې ایران ته د پاکستان د پوځ د مشر سفر به د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماسي ته وده ورکړي، او په وینا یې پرمختګ شوی دی.
د 'ډونلډ ټرمپ' په نامه مشهور ۷۰۰ کیلوګرامه څاروی، چې د خواله رسنیو ستوری شو
هغسې چې لوی اختر نږدې کېږي، د څارویو پېر او پلور بازارونه تودېږي او د قربانۍ څارویو لپاره د پیرودونکو ګڼه ګوڼه زیاتېږي. ځینې څاروي د خپلې بیې له امله مشهور کېږي او ځینې نور بیا د خپل جسامت، حجم او فزیکي ځانګړتیاو له امله مشهور کېږي. په بنګله دیش کې بیا
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
احمد شرع ته د ټرمپ له عطرو نیولې تر موم شویو فیلانو او زمریانو؛ د نړۍ د مشرانو ترمنځ عجیبې ډالۍ
د سوریې د لنډمهالې ادارې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ هغه ډالۍ انځور خپور کړ چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرذمپ ورته ورکړې وه. دغه ډالۍ د "Trump Fragrances" د "Victory 45-47" عطرو له دوو بوتلونو جوړه وه.
د چين او روسيې ترمنځ څه شریک دي؟
په داسې حال کې چې د چين ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر سپټمبر په بېجينګ کې د تیاننمن څلورلاره کې ګرځېدل، داسې ښکارېده چې دوی د دې احتمال په اړه خبرې کوي چې د غړو پېوند به د انسان عمر اوږد کړي.
"د تایوان یونلیک" د بوکرز جایزې ګټونکی ناول
سږ کال د کتاب نړیواله بوکر جایزه "د تایوان یونلیک" ناول ته ورکړل شوه چې تایوانۍ لیکوالې یانګ شوانګ زي لیکلی دی. دا ناول په چینایي (ماندرین) ژبه لیکل شوی او د نړۍ په لسګونو ژبو ژباړل شوی دی. د بوکرز جایزې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د ماندرین ژبې ژباړل شوی اثر پکې ګټونکی اعلانېږي.
لارۍ چلوونکي: د پاکستان حکومت دې افغانستان کې بندو باروړونکو ګاډو ته د ستنېدو اجازه ورکړي
د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله په تېرو اتو مياشتو کې افغانستان کې بندو پاکستاني باروړونکو او چلوونکو د ستونزو له منځه وړلو لپاره د خيبر ولسوالۍ لنډي کوتل په تکیه سيمه کې د پاک - افغان لويې لارې پر سر احتجاج روان دی. دوی خبرداری ورکړ، که درېیو ورځو کې افغانستان کې بندو پاتې پاکستاني بار وړونکو او ګاډو ته یې پاکستان ته ستنېدو اجازه ورنه کړل شي، نو دوی به د احتجاج په توګه پاک-افغان لویه لاره وتړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۱ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۱ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































