BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د نړۍ بېلابېلو مشرانو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې
له بېلابېلو هېوادونو څخه خپاره شوي انځورونه ښيي چې مسلمانانو نن چارشنبه د نړۍ په ګڼو ښارونو کې د اختر لمونځونه ادا کړي اختر نمانځلی دی. هممهاله د نړۍ مشرانو هم په جلا جلا پیغامونو کې مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ویلې ده.
غزه کې د اسرائیل په برید کې د حماس د پوځي څانګې نوی مشر وژل شوی
د حماس د پوځي څانګې قوماندان محمد عوده، د سېشنبې پر ورځ د غزې تړانګې په یوه برید کې وژل شوی دی. د سیمه ییزو روغتیايي کارکوونکو او عیني شاهدانو په وینا، په دغه برید کې د محمد عوده په ګډون لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. دغه برید د غزې ښار یوه بوخت بازار ته نږدې سیمه کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ شوی دی.
د افغانستان د سیاسي څېرو اختریز پیغامونه
د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د لوی اختر په مناسبت جلا جلا خپرو کړو اختریز پیغامونو کې د افغانستان پر اوسني وضعیت نیوکې کړې او ځینو د نجونو پر لوړو زدکړو د لګېدلي بندیز پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې افغانستان "د دې لرغونې خاورې د ټولو خلکو ګډ کور" بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا هېواد ابادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري.
اشرف غني له متحده عربي اماراتو وتلی
د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ته دوو نژدې سرچینو بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی غني له متحده عربي اماراتو وتلی دی او ''اوسمهال په یوه خوندي ځای کې دی.'' ښاغلي غني لږ مخکې ولس ته پر اېکس یوه اختریز پیغام کې لیکلي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ''مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بېخبره شوی نه دی.''
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ایران د امریکا وروستي بریدونه له اوربند "جدي سرغړونه" بللې ده
ایران وايي امریکا پر دغه هېواد د نويو هوايي بریدونو په ترسره کولو سره له اوربند "جدي سرغړونه" کړې ده. د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې د ایران په جنوب کې یې نوي بریدونه کړي او د ایران د توغنديو مرکزونه او هغه کښتۍ یې په نښه کړې چې د دوی په وینا "د ماينونو اېښودلو هڅه" یې کوله.
حاجیان د 'ستر رکن' د ادا کولو لپاره د عرفات میدانونو ته ورځي
حاجيانو د ذي الحجې اتمه ورځ او ورپسې شپه منی (منا) کې تېره کړه، ورپسې د سې شنبې سهار لومړیو ساعتونو کې د حج تر ټولو مهم رکن ادا کولو لپاره د عرفات میدان ته ورسېدل.
له راشد خان او ابراهيم ځدراڼ پرته د هند پر وړاندې ټېسټ لوبې ته د افغان لوبغاړو نوملړ؛ څه ډول یې بولئ؟
د افغانستان کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ (۲۶ مې) د هند پر وړاندې يوې ټېسټ لوبې او دريو يو ورځنيو سياليو لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان کړل. د ټېسټ لوبې په لوبغاړو کې وتلی ورو توپ اچوونکی راشد خان او همدا راز تکړه توپ وهونکی ابراهیم ځدارڼ نشته. راشد خان اوسمهال د هند غوره لیګ کې لوبېږي او ويل کېږي ډاکترانو ورته د دمې سپارښتنه کړې ده. ابراهیم ځدراڼ هم د روغتیايي مسئلو له کبله د ټېسټ لوبې لپاره نه دی غوره شوی.
مجتبی خامنه يي: امریکا به نور په سیمه کې خپلو اډو ته هېڅ خوندي ځای و نه مومي
د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنهاي په یوه لیکلي پيغام کې ویلي چې د سیمې هېوادونه به نور امریکايي اډو ته ډال پاتې نه شي. ښاغلی خامنهاي چې په تېره مارچ میاشت کې د خپل وژل شوي پلار تر ځایناستي ټاکل کېدو وروسته په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، نننی لیکلی پیغام یې د ایران دولتی تلویزون خپور کړی دی. هغه د حج په مناسبت په دغه پیغام کې ویلي، "یقیني خبره دا ده چې د وخت د ساعت ستن شا ته نه راګرځي او نور به د سیمې ملتونه او ځمکه د امریکايي اډو لپاره ډال/سپر و نه اوسي".
د افغان نجونو پرزده کړو بنديز: "کله چې د خپل عمرهلکان ووینم چې پوهنتونونو ته ځي - د خپل نه فراغت له امله ډېر بد احساس کوم"
عالیه چې موږ یې د خوندیتوب لپاره نوم بدل کړی، له خپل کور او کلي سلګونه کیلومتره لېرې کابل ته سفر کړی چې له جبري واده وتښتي. هغې چې کله تېر کال له خپلې ترور لور سره دا استثنایي سفر کاوه نو په افغانستان کې د نافذ قوانین له مخې له سر تر پښو پورې پوښلې وه او یوازې سترګې یې ښکارېدي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۷ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۷ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۷ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۷ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































