BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • بي بي سي

    پر افغانستان د‌ پاکستان بریدونه: د طالبانو حکومت پاکستانی شارژدافیر احضار کړی

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې په کندهار، پکتیا او خوست کې د پاکستان د تېرې شپې د هوایي بریدونو په تړاو یې خپل اعتراض پاکستاني شارژدافیر ته څرګند کړی دی. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغو ګوزارونو په تړاو یې خپل احتجاج لیک هم په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارلی دی.

  • ټرمپ امریکا کې د ولسمشر شي تود هرکلی وکړ.

    د چین ولسمشر امریکا ته تر رسېدو وروسته: بیجینګ او واشنګټن باید د سیالانو پر ځای د یو بل شریکان واوسي

    د چین ولسمشر شي جين پينګ واشنګټن ته د خپل رسمي او خورا مهم سفر له پیل څو ساعته وروسته په هغو څرګندونو کې چې د چین دولتي رسنیو خپرې کړې، وايي، چین او متحده ایالات باید د یو بل سیالان نه، بلکې شریکان واوسي. ښاغلي شي ویلي، د دواړو هېوادونو ګټې له یو بل سره په ژوره توګه تړلې دي او دواړه لوري باید د همکارۍ ترڅنګ ''په ټاکلو چوکاټونو کې سیالي'' هم ولري. د چین دولتي خبري اژانس شینهوا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې، د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي چې چین او متحده ایالات دواړه ''ستر هېوادونه دي او ولسونه یې ستر ولسونه دي''.

  • دجال

    مصنوعي ځیرکتیا هماغه د اخرې زمانې دجال دی چې خلک شیطان پرستۍ ته هڅوي؟

    دا خبرې د ټیکنالوژۍ د صنعت د یوې بلې پېژندل شوې څېرې له خوا د بشریت پر وړاندې د نږدې ګواښ په اړه نه دي راپورته شوې، د فیلیپ انټوني مېشل له خوا شوې دي، چې په اتلانتا کې مېشت یوه اغېزناکه مذهبي څېره ده. له «اخرالزمان» د هغه موخه د نړۍ پای دی.

  • ملګري ملتونه

    د ایران ولسمشر: مذاکراتو ته چمتو یوو خو د زور ژبه نه منو

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپلې وینا پر مهال د ډونلډ ټرمپ نوم یاد کړ، پر یې نیوکه وکړه او ویې ویل "موږ خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او مذاکراتو ته چمتو یوو، خو د زور ژبه نه منو." د ایران ولسمشر د امریکا د ولسمشر ډنلډ ټرمپ د تېرې ورځې وینا ته په اشارې سره وویل: "دا ګواښونه د ایران ملت یو موټی کوي. ایران به تېري کوونکي پښېمانۍ ته اړ کړي."

  • د طالبانو د حکومت‌ پوځ

    د طالبانو حکومت وايي پر پاکستان یې کوم تازه برید نه دی کړی

    د پاکستان دولتي رسنیو د خپل هېواد د امنیتي سرچینو له نکله راپور ورکړی چې د چهارشنبې په سهار پاکستان په خپل هوایي حریم کې له افغانستانه ورغلي "اته ډرون الوتکې نسکورې" کړې دي. امنیتي سرچینو ادعا کړې چې دا بې‌پیلوټه الوتکې د "طالبانو حکومت" پورې اړوندې وې، چې څلور یې تورخم ته نږدې سیمو کې او څلور نورې د کوهاټ پورې اړوندو غرنیو سیمو کې په نښه شوې دي.

  • د سرو زرو خښته

    ولې سودانيان په لوړ خطر منلو سره د سرو زرو کیندنو ته دوام ورکوي؟

    په څو لنډو ورځو کې، د لوېدیځ کردفان ولایت په النهود سیمه کې په یوه کان کې پنځه څاه ګانې ونړېدې، چې لږ تر لږه ۸۳ کسان په کې مړه او لسګونه نور ټپیان شول. درې ورځې وروسته، د هېواد په لیرې ختیځ کې د جبيت سیمې په یوه کان کې یوه بله څاه ونړېده چې ۱۲ کسان په کې مړه او نور ټپیان شول.

  • ټرمپ د ملګرو ملتونو په غونډه کې وینا کوي او ترڅنګ یې یوه ښځینه ساتونکې هم ولاړه ده.

    د ملګرو ملتونو سرمشریزه؛ ټرمپ د ایران د "له منځه وړلو" ګواښ کړی خو ایران څه وايي؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال ګواښ کړی چې که شخړه حل نه شي نو دی ایران "له منځه وړای شي". هغه وویل چې شخړې تهران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو راګرځولی دی او ادعا یې وکړه چې ګواکې د ده دریځ سم دی چې "د زور په کارولو سره سوله راولي".

  • امریکايي بم

    پاکستان پر کونړ بریدونو کې کوم ډول امریکايي بم کارولی؟

    وروسته له هغه چې پاکستاني الوتکو پر کونړ ولایت هوايي برید برید وکړ، د طالبانو په حکومت پورې تړلو رسنیو او د دغه حکومت اړونده کسانو په خواله رسنیو کې په چټکۍ د کارول شوي بم پاتې شوې ټوټې خپرې کړې.

  • Peshawr

    د پېښور عالي محکمې د افغان محصلینو د ایستلو بهیر وځنډاوه

    د خیبر پښتونخوا د پېښور عالي محکمې یا 'پي‌اېچ‌سي' اړوندو ادارو ته خبرتیاوې خپرې کړې او لارښوونه یې کړې چې په ۱۴ ورځو کې خپل لیکلي ځوابونه وړاندې کړي او د افغان محصلانو د ایستلو بهیر دې وځنډوي. د محکمې دوو قاضیانو قاضي وقار احمد او قاضي فرح جمشېد د محکمې د قضیې اورېدنه د اکتوبر تر ۱۲ پورې وځنډوله.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • پر افغانستان د پاکستان بریدونه
  • Keyframe #2
  • شي جېن پېنګ د امریکا سفر
  • ټرمپ
  • پر سکرین وویوفي ښکاري چې له روبوټانو سره ناڅي
  • ټرمپ به د ایران له ولسمشر سره وګوري؟
  • پر سکرین خبریال ښکاري چې کېمرې ته ګوري
  • ایران
  • کونړ کې برید
  • کونړ کې برید
  • هرات
  • kabul

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۸
      زینک څه شی دی او ولې ورته اړتیا لرو؟