د مینې د څرګندولو لارې: تاسې خپله مینه څنګه ښیئ؟

ګرافیکي انځور چې پر ګلابي شالید د سور او سپین رنګ د خبرو څو بلبُلکې ښيي، چې د زړه، لاس، شونډو، ګل او ډالۍ نښې پرې رسم شوې دي.
    • Author, آشیتا ناگش
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

زما د مینې د ښودلو لاره د تایید او ستاینې خبرې دي؛ زما د ژوند د ملګري د مینې د څرګندولو لاره هم همدا ده.

داسې ښکاري، چې دا زموږ د مینې د ښودو ګډه لاره ده.

موږ دواړه د ستاینې او ښو خبرو له اورېدو خوند اخلو.

یوه انلاین ازموینه وه، په هغه کې دا معلومېده چې یوه جوړه څنګه یو بل ته خپل عواطف ښيي.

موږ هم په دې ازموینه کې برخه واخیسته او ښکاره شوه چې موږ دواړه په یو ډول خپله مینه یو بل ته ښیوو او هغه د یو بل د خبرو تایید او د یو بل ستایل دي.

دا شخصیت‌ ارزونه د ګري چاپمن (Gary Chapman) په نوم یوه امریکایي دیني مشر طرحه او خپره کړې ده.

هغه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲ کال کې د مینې د څرګندولو او ترلاسه کولو پنځه بېلابېلې لارې وړاندې کړې.

زه په دې نظریه چندان باور نه لرم، ایا رښتیا هم امکان لري، چې دا نظریه زموږ په اړه تر هغه څه ډېر پوه شي، چې موږ د خپل لس کلن ګډ ژوند په اوږدو کې د یو بل په اړه تجربه کړي دي؟

د چاپمن له نظره د یوې جوړې ترمنځ د مینې د ښودو پنځه لارې دا دي: له یو بل سره ښه وخت تېرول، له فکر او پاملرنې سره ترسره شوي کارونه، د مینې او ستاینې خبرې، ډالۍ ورکول او فزیکي تماس.

داسې ښکاري، چې په دې وروستیو کلونو کې دا پنځه مفاهیم تر بل هر وخت ډېر عام شوي دي.

د عواطفو د ښودو د لارو د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، زه او زما د ژوند ملګری یوازې له هغو څه باندې ۱۵۰ میلیونو کسانو څخه دوه کسان یوو، چې په دې ازموینه کې یې ګډون کړی دی.

د بېلګې په توګه، زما مینه دا ده چې د خپل ژوند ملګري سره ښه وخت تېر کړم.

هغه د هغو فلمونو یو لېست جوړوي، چې موږ یې په ګډه کتلی شو، په دې کار یې زه تر هغه ډېر د مینې او پاملرنې احساس کوم، چې کله هغه زما ستاینه او صفت کوي.

خو دا مفکوره، چې د مینې د ښودلو لپاره پنځه لارې شته دي، له کومه ځایه سرچینه اخلي؟ او ایا دا وېشونه لا هم د نننۍ زمانې ګټور او د پلي کېدو وړ دي؟

یو ځوان نارینه او یوه ځوانه ښځه د یوه ګڼ مېشته سړک پر غاړه څنګ په څنګ ولاړ دي او کمرې ته ګوري.

خلک لا هم دې نظریې ته لېوالتیا لري

د انساني اړیکو په اړه د ځینو نورو نظریو، لکه د عاطفي تړاو نظریې (Attachment Theory)

پر خلاف، د مینې د ښودو د لارو مفکوره کومه علمي ریښه نه لري.

ډاکټر سارا امرسن مشورتي ارواپوهې بي‌بي‌سي ته ویلي، مراجعین یې لا هم د مشورتي غونډو پر مهال د مینې د ښودو لارو ته اشاره کوي.

هغې وویل: داسې څوک نه پیدا کېږي، چې په دې ازموینه کې یې ګډون نه وي کړی.

هغې زیاته کړه، چې جوړې ډېر ځله د ازموینې پایلې له ځان سره مشورتي غونډو ته راوړي او وايي: ښه، زما د ژوند د ملګري د مینې ښودو یوه لاره نږدوالی دی او زما د مینې د ښودو یوه طریقه له مینې او پاملرنې سره د یو بل لپاره د کارونو ترسره کول دي. نو ځکه دا اړیکه بریالۍ کېدای نه شي.

څېړنو ښودلې ده، دا نظر چندان علمي اعتبار نه لري، چې ګواکې انسانان خپله مینه یوازې په پنځو لارو څرګندوي او ټول خلک په اسانۍ سره د دغو پنځو ډلو له یوې ډلې سره تړل کېدای شي.

خو له دې سره سره، خلک لا هم دې نظریې ته لېوالتیا لري، او باید وپوښتو، چې د دې هرکلي لامل څه دی؟

د ځینو خلکو لپاره، د مینې د ښودو د لارو په اړه خبرې کول یو ګټور پیل کېدای شي، چې له خپل عاطفي ملګري سره د خپلو اړتیاوو د شریکولو څرنګوالی زده کړي.

یو سړی، چې نسواري کمیس یې اغوستی او یوه ښځه چې تاو شوي (ګاړګوتي) وېښتان لري، د کافي شاپ یوه مېز سره ناسته ده. ښځې د سړي مټ نیولی او خاندي. پر مېز یوه پیاله، د اوبو یو ګیلاس او ټیلیفون لیدل کېږي.

ارواپوهه او د رواني درملنې متخصصه جورجینا سټورمر وايي، چې دا مفکوره له خلکو سره مرسته کوي چې په دې اړه فکر وکړي، چې دوی پخپله په یوه اړیکه کې له کومو شیانو څخه رښتینی خوند اخلي او نور خلک له څه شي خوند اخلي.

خو هغې ټینګار وکړ، چې دا نظریه ډېر زیات محدودیتونه لري او ښايي موضوع تر خپل اصلي حده ډېره ساده وښيي.

یوه جوړه

له دې نظریې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې احتمال

په وروستیو کلونو کې ګڼو ارواپوهانو او د جوړو د اړیکو متخصصانو خبرداری ورکړی چې د ګري چاپمن په کتاب کې وړاندې شوي مثالونه تر اندازې زیات دیني متنونو ته مراجعه کوي او د جوړو اړیکې په نابرابر ډول انځوروي.

ګري چاپمن په خپل کتاب (د مینې ژبې) کې د انا په نوم د یوې ښځې د مشورې کیسه بیانوي.

د انا مېړه له لسو کلونو ګډ ژوند وروسته له هغې سره دښمنانه او ځوروونکی چلند کوي او په پرله پسې توګه ورته وايي، چې ترې کرکه لري.

انا ګري چاپمن ته وايي، د مېړه د مینې د ښودو لاره په ځانګړې توګه نږدیوالی دی، چې جنسي بڼه لري.

په دې کتاب کې دا مېرمنه وایي‌ چې د خپل مېړه له دې غوښتنې ستړې شوې او فکر کوي‌ چې تر فشار لاندې ده...

نو ځکه د مینې د ښودو د پنځو لارو پر مفکورې یوه نیوکه همدا هم ده چې شاید ځینې ترې داسې ناوړه ګټه واخلي یا شاید یو کس له دې پنځو لارو یو یا دوو سره یې خوښ‌ نه وي.

ارواپوهه جورجینا سټورمر وویل: دا خطر شته چې یو څوک ووایي: "ښه، زما د مینې د ښودو لاره د ډالیو ترلاسه کول دي، نو ته باید تل ماته ډالۍ واخلې. "

بي بي سي د وضاحت او نظر ترلاسه کولو لپاره د "مینې ژبې" د وېبپاڼې له مسؤلې ډلې سره اړیکه ونیوله او دا پوښتنه یې ترې وکړه:

که جوړې وغواړي، چې یو بل او همدارنګه خپل ځانونه ښه وپېژني او درک یې کړي، نو څه باید وکړي؟

د یو بل د ښه درک کولو لپاره لارې چارې

یوه ښځه چې فیروزه‌يي رنګه جامې یې اغوستې دي او یو سړی چې خړ کمیس یې اغوستی، یو بل په غېږ کې نیولي او په موسکا یو بل ته ګوري. د دوی تر شا یوه لویه کړکۍ ده چې طبیعي رڼا ترې راځي.

په دې برخه کې د متخصصانو سپارښتنې وړاندې شوې دي.

د خپل عاطفي ملګري خبرو ته غوږ ونیسئ:

ډاکټر امرسن وویل: یوازې د دې انتظار مه کوئ، چې ستاسو د خبرو وار راورسېږي؛ هڅه وکړئ په رښتینې توګه د مقابل لوري خبرو ته غوږ ونیسئ او احساسات یې درک او ومنئ.

خپل احساسات په داسې جملو بیان کړئ، چې په "زه" پیل کېږي، او له ملامتولو ډډه وکړئ.

جورجینا سټورمر وايي، که د خبرو کولو طریقه بدله کړئ او خبرې مو د خپلو احساساتو په بیانولو پیل کړئ، نو په اسانۍ سره کولای شئ هغه څه تشریح کړئ چې ستاسو په دننه کې تېرېږي، پرته له دې چې مقابل لوری داسې احساس وکړي، چې تاسو پرې نیوکه کوئ.

د اوبو تر غاړې ناسته یوه جوړه

په یاد ولرئ، چې د نظر اختلاف طبیعي خبره ده.

ارواپوهه سټومر وایي، په سالمو اړیکو کې بحثونه او د نظر اختلافونه ډېر ځله رامنځته کېږي.

اصلي خبره دا نه ده، چې په هر قیمت له کړکېچ او د اړیکو له خرابېدو څخه مخنیوی وشي؛ بلکې مهمه دا ده چې د اړیکو د بېرته رغولو لپاره داسې لارې ومومو چې په پایله کې اړیکه تر پخوا لا پیاوړې شي.

خو ډاکټر امرسن زیاته کړه، چې باید د ستونزمنو موضوعاتو د مطرح کولو لپاره مناسب وخت وټاکئ؛ نه د شپې ناوخته او نه هم په هغه شېبه کې چې ستاسو د ژوند ملګری تازه کور ته را رسېدلی وي.

د خپل د مینې ملګري د اړیکې نیولو هڅو ته مثبت ځواب ورکړئ.

ډاکټر امرسن وویل: هڅه وکړئ کله چې ستاسو د ژوند ملګری له تاسو سره د اړیکې نیولو هڅه کوي، په عاطفي توګه ورته ځواب ورکړئ.

ان که هغه خپله هڅه په ډېره نرمه او غیرمستقیمه توګه څرګندوي.

هغې وویل: دا هڅه کېدای شي یوازې د یوې ساده غېږې غوښتنه وي، یا دا چې مقابل لوری وغواړي یوازې د هغه څه په اړه درسره خبرې وکړي چې څو شېبې مخکې یې په خپل ګرځنده ټیلیفون کې لیدلي دي.