ایراني رسنۍ: د ولسمشر په دفتر کې څراغونه او د تودوخې سیسټم بند دي

د عکس سرچینه، SNN
د ایران دولتي رسنۍ 'صدا وسيما' په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړی چې ښيي د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکيان په يوه تياره ګوته کې له بخارۍ پرته په سړه هوا کې کار کوي.
ښاغلي پزشکیان د ایران دولتي رسنۍ خبريال ته وايي، که هوا نوره سړه شي، دی به يوې کوچنۍ کوټې ته لاړ شي.
د ایران چارواکو تر دې مخکې له خلکو غوښتي وو چې د خپلو کورونو تودوخه شاوخوا ۲۰ سانتي ګرېډ درجو کې وساتي. په ويډيو کې لیدل کېږي چې د ښاغلي پزشکیان د کوټې تودوخه ۱۸ درجې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ایران ويلي، که د افغانستان د برېښنا د وېش شبکه چمتو وي، دغه هېواد کولی شي دوه زره مېګاواټه برېښنا په بېړني ډول افغانستان ته صادره کړي.
دا موضوع د طالبانو حکومت د ماليې وزير محمد ناصر اخوند او د ایران د انرژۍ وزير عباس علي ابادي ترمنځ په ليدنه کې مطرح شوې وه. دغه ليدنه ایران ته د طالبانو حکومت د پلاوي د رسمي سفر په ترڅ کې ترسره شوې وه.
د ایرن ولسمشر وايي، خلک او حکومت بايد داسې اقدامات وکړي چې چارې په ټپه ونه درېږي. "هېڅوک بايد د انرژۍ د کمښت له کبله بې کاره نشي. دا هغه شعار دی چې موږ خپل پورته کړی او په عملي توګه که همداسې وکړو، کولی شو له دغو بحرانونو په بریاليتوب راووځو".
د ایران د دې ګام په غبرګون د پوهنتون يوه استاد فواد ايزدي له 'دانشجو' خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، "کله چې پزشکيان څراغ بندوي، داسې ښيي چې د ایران وضعيت څومره خراب دی چې ان د ولسمشر د دفتر برېښنا نشي پوره کولی".
ښاغلي پزشکیان څو ورځې وړاندې د پوهنتون د محصلينو په یوه غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د سپما او د وګړو د ستونزو د حل لپاره د حکومت پر هوډ خبرې وکړې.
هغه د انرژۍ د سپما پر اړتيا په ټينګار سره وويل، "زه چې ولسمشر یم، په ژمنۍ چپنه کې ويده کېږم. په خپل کور کې برېښنا او د تودوخې سيستم نه روښانه کوم." نوموړي زياته کړه چې د حکومت هوډ دا دی چې په راتلونکي ژمي کې د توليدي برخې برېښنا پرې نشي.
ښاغلي پزشکیان زياته کړه چې د حکومت د وزيرانو شورا په غونډو کې یې دا موضوع مطرح کړې چې حکومتي کارکونکي په کليو او کوچنيو ښارونو کې د کار ځای يا غونډو ته د شخصي موټر پر ځای کولی شي پلی تګ وکړي.
د ایران د انرژۍ ستونزه چېرته ده؟
ایران په وروستیو کلونو کې د انرژۍ او ګازو له کمښت سره مخامخ دی. څه موده مخکې د ایران د ملي ګازو شرکت اجرائیوي مشر سعيد توکلي له خلکو وغوښتل چې په خپلو کورونو کې د تودووخې درجه ۲۰ سانتي ګرېډه وساتي.
نوموړي زياته کړه چې د چاپېريال د تودوخې په هره يوه درجه کمولو سره هره ورځ شاوخوا ۲۵ ميليونه متره مکعب ګاز سپمېږي. د هغه په وینا دا اندازه د جنوبي پارس د ګازو د يوې برخې د ورځني توليد له ظرفيت سره برابره ده. له همدې امله په کورونو کې د يوه ساده عادت بدلول کولی شي د هېواد د ګازو د شبکې پر ثبات لوی اغېز ولري.
په تېر وخت کې د ایران د ملي پرمختیا صندوق د طبيعي ګازو د وضعيت په اړه يو راپور خپور کړی و چې په رسنيو کې یې د منځمهالې او اوږدمهالې مودې لپاره د طبيعي ګازو د بحراني وضعيت په اړه تاوده بحثونه راپورته کړي وو.
په دغه راپور کې د جنوبي پارس د ګازو په ساحه کې د فشار د کمېدو او د طبيعي ګازو د توليد د ظرفیت د راټيټېدو په پام کې نيولو سره خبرداری ورکړل شوی و. د جنوبي پارس د ګازو ساحه په ايران کې د مصرفېدونکي ګازو يوه مهمه سرچينه بلل کېږي.
په راپور کې ويل شوي وو چې که اوسنی وضعيت کنټرول نشی، د ایران وګړي او صنعتي فابريکې به په راتلونکو کلونو کې د ورځې يوازې شاوخوا اته ساعته ګاز او برېښنا ته لاسرسی ولري.
د ایران د جنوبي پارس د ګازو پر چاڼځای تېر کال اسرائيلو او امریکا برید وکړ.


















