BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
اقلیمي بدلون؛ د کاپ۳۱ غونډه له هوکړې پرته پايته ورسېده
په پام کې وه چې دا غونډه د تېرې جمعې په ورځ پایته رسېدلې وی، خو پر اختلافي موضوعګانو د بحثونو له اوږدېدو سره یکشنبې ته هم وغځېده. د هوکړې په متن کې څلور ځلې بدلونونه راوستل شول چې په وروستۍ بڼه کې یې د فوسیلي سونتوکو د کابو کولو لپاره د جوتو ګامونو یادونه نه وه شوې، چې د تېلو تولیدوونکو او نورو هېوادو تر منځ د اختلاف لوی ټکی دی.
د وحید صابري مړینه؛ یوه نسل ته ګران هنرمند چې ناڅاپه په یوازیتوب کې مړ شو
د افغانستان نامتو او د خلکو د خوښې وړ سندرغاړی وحید صابري د شنبې په ورځ (۲۰۲۶/۱۱/۲۱) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په خپل کور کې ومړ. وحید صابري په ژوندانه یې له رسنیو سره مرکه کې ویلي و، چې د سدوزیو له قومه دی او اصلاً د کندهار اوسېدونکی دی. ښاغلی صابري د زړه له ناروغۍ کړېده. په ازبکستان کې د مېشتو افغانانو د ټولنې مشر نعمتالله رحماني بيبيسي ته ویلي، چې د ښاغلي صابري جسد دا مهال په عدلي طب کې دی.
د طالبانو حکومت: د متقي په مشرۍ پلاوی تهران کې د ایکو په سرمشریزه کې ګډون کوي
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي، د امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی به راتلونکې میاشت په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۸مه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
په کور دننه خطر؛ په مصر کې یوه پلار خپل دوه زامن په وهلو، ټکولو وژلي
په مصر کې د جیزې ولایت کې د یوه پلار له خوا د خپلو دوو ماشومانو وژل کېدو په ټول هېواد کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د غوښو له خوړلو پرته بدن کې د اوسپنې د زیاتولو پنځه لارې کومې دي؟
له ماشومتوبه موږ ته ویل شوي، چې د پالکو خوړل بدن پیاوړی کوي، ځکه پالک په زیاته کچه اوسپنه لري. تر اوسه هم ډېر خلک پالک په بېلابېلو خوړو کې کاروي، لکه مکروني، هګۍ او بانجان او داسې نور خواړه.
سېنټکام: د ایران د سمندري کلابندۍ ۱۳۰ ورځې پوره شوې او نور به هم دوام کوي
د بحرین کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ایران لخوا دغه هېواد کې له برید وروسته په صنعتي تاسیساتو کې اور لګېدلی، خو مرګژوبله پکې نه ده اوښتې. بلخوا د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په یوه ګډ برید کې یې په بحرین کې د امریکا نظامي اهداف او الرفاع او العوالي پوځي اډې په نښه کړې دي.
ایراني رسنۍ: د ولسمشر په دفتر کې څراغونه او د تودوخې سیسټم بند دي
د ایران دولتي رسنۍ صدا وسيما په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړی چې ښيي د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکيان په يوه تياره ګوته کې له بخارۍ پرته په سړه هوا کې کار کوي.
ملګري ملتونه: محدودیتونو او د مرستو کمښت افغان ښځې له حیاتي خدمتونو بې برخې کړې دي
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت محدودیتونو او د نړیوالو مرستو کمښت په دغه هېواد کې روغتیايي خدمتونو ته د افغان مېرمنو او نجونو لاسرسی خورا ستونزمن کړی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د ملګرو ملتونو مشرتابه ته نومانده: 'که بریالۍ شم، غواړم افغان ښځو ته خدمت وکړم'
لانا نسیبه، هغه اماراتي نومانده ده چې د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي څوکۍ ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي. هغې د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) ته ویلي، هغه ځان د "پل جوړوونکې" په توګه ګڼي؛ چې کولای شي د دې سازمان لپاره په یوه ډېر حساس پړاو کې مثبت بدلون راولي. نسیبه، چې په خټه فلسطیني، اماراتۍ ده، وروسته له هغه د نوماندې په توګه راڅرګنده شوه چې د ټاکنیزو سیالیو په بهیر کې یو ډول بند حالت رامنځته شو.
'کَنګینه'؛ په ژمي کې د اوړي خوند: افغانستان کې د ژمي لپاره د انګورو د ساتلو نوښتګر دود
"کَنګینه" د افغانستان د انګورو د ساتلو یوه دودیزه طریقه ده، چې بڼوال پکې د خټو او بوسو په مرسته انګور د حاصلاتو له ټولولو د ژمي تر میاشتو او ان د پسرلي تر موسم پورې تازه ساتي. دا دود چې لا هم د کابل او پروان په ځینو سیمو کې رواج لري، له یوه نسل بل ته د بڼوالو ترمنځ لېږدول شوی دی. د کابل په څنډو کې، په هغه سیمه کې چې د کلکانو ولسوالۍ د انګورو بڼونه پکې پراخ شوي، بڼوال لا هم د انګورو د ساتلو لپاره له دې څو پېړۍ زاړه دودیزې طریقې کار اخلي.
د پانقراس سرطان د درملنې لپاره نوې هیلې
داسې ښکاري، چې هره ورځ د یوې ګولۍ خوړل د هغو ناروغانو په بدن کې، چې د سرطان له تر ټولو وژونکو او د درملنې له سختو ډولونو څخه له یوه سره یې لاس او ګریوان وي، د همدغو کسانو تومورونه کوچني کولای شي او ان ښايي په بشپړه توګه یې له منځه یوسي.
د غایطه موادو پیوند؛ د ناروغیو د درملنې لپاره طبي خزانه، په اړه یې څومره پوهېږئ؟
هغه څه چې موږ یې فاضله مواد بولو، ښايي په خپل منځپانګه کې یوه هیلهبښونکې طبي خزانه ولري. د غایطه موادو پیوند دا امکان برابروي چې د روغو بسپنهورکوونکو د کولمو ګټور میکروبونه هغو ناروغانو ته ولېږدول شي چې د کولمو د مایکروبیوم له ګډوډۍ سره مخ دي. خو څه شی ځینې بسپنهورکوونکي تر نورو ځانګړي او غوره کوي؟
ماشومان مو دروغ درته وايي؟ څنګه یې ریښتیا ویلو ته هڅولی شو؟
که ماشوم وپوښتې چې پر دیوال یې کرښې ولې راښکلې دي نو که هماغه شېبه یې قلم هم په لاس کې وي، درته وايي به چې ما نه دي کړي. که له ډبي یا المارۍ یې ستا له اجازې پرته خواړه پټ کړي وي او ته یې وپوښتې چې دا چا وخوړل، نو که ګریوان او لاسونه یې پر هماغو خوړو ککړ هم وي، وايي به چې ما نه؛ یا به وايي چې پېشو وخوړل او یا پیریانو یووړل. دا هغه واړه واړه دروغ دي چې نږدې ټول میندې او پلرونه یې له خپلو ماشومانو اوري. خو کارپوهان وايي چې دا وړې درغلۍ د هغوی د ذهني ودې مهمه برخه ده او په دغه رپوټ کې یې درته تشریح کوي چې څنګه:
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه۲۳ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر۲۲ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه۲۲ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۰۰, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبر و نظر۲۲ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۰۰, ۱۴،۳۰ موده
برنامه نظر و تحلیل شنوندگان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































