تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
احمد شرع ته د ټرمپ له عطرو نیولې تر موم شویو فیلانو او زمریانو؛ د نړۍ د مشرانو ترمنځ عجیبې ډالۍ
د سوریې د لنډمهالې ادارې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ هغه ډالۍ انځور خپور کړ چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورته ورکړې وه. دغه ډالۍ د "Trump Fragrances" د "Victory 45-47" عطرو له دوو بوتلونو جوړه وه.
په هغه انځور کې چې احمد الشرع پر اېکس خپور کړی، د عطرو دوه بستې د یوه کارت مخې ته ښکاري چې د سپینې ماڼۍ مهر او د ټرمپ لاسلیک پرې و. پر کارت لیکل شوي وو:
"احمده، ټول خلک د هغه انځور په اړه غږېږي چې موږ هغه وخت اخیستی و کله چې مې تا ته دا عالي عطر درکړ. دا درلېږم هسې نه چې مخکینی هغه خلاص شوي نه وي".
الشرع پر ایکس له انځور سره لیکلي وو:
"ځینې لیدنې اغېز پرېږدي، خو زموږ لیدنې ځانګړی خوشبویي پرېښوده."
هغه زیاته کړه: "هیله لرو چې د هغې لیدنې روحیه د سوریې او متحده ایالاتو ترمنځ د لا قوي او ټینګو اړیکو په جوړولو کې خپل رول ته دوام ورکړي."
د عطر د رسمي وېبپاڼې له مخې، د نارینهوو عطر د محدود او شمېرل شوي عطر په توګه وړاندې شوې، چې د ټرمپ "تاریخي بریا" او سپینې ماڼۍ ته د هغه د بېرته ستنېدو نمانځنه کوي، ځکه هغه د امریکا ۴۷م ولسمشر شو. د عطر په ډیزاین کې د ټرمپ کوچنۍ طلایي مجسمه شامله ده او بوی یې "بډایه او نارینهوو ته ځانګړی" بلل شوی چې د "ځواک، باور او هدف" استازیتوب کوي.
د ښځو لپاره د عطرو په اړه، وېبپاڼه وايي دا هم محدود او شمېرل شوی عطر دی، چې د "ټرمپ له تاریخي بري" څخه یې الهام اخیستی او د بازارموندنې د تشریح له مخې "باور، ښکلا او نه ستړې کېدونکې اراده" څرګندوي.
د "Victory 45-47" نوم د دې څرګندونه کوي چې ټرمپ د دویم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته ستون شوی، دا ځل د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه، وروسته له دې چې مخکې یې د ۴۵م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې وه.
ټرمپ پخپله دغه عطر په خپلې "ټروت سوشل" شبکې کې تبلیغ کړی و، خو دا کار له نیوکو خوندي نه و. د ډیموکرات ګوند ځینو سیاستوالو، لکه سناتورانو پیټر ویلچ او مارک وارنر پر ټرمپ نیوکه کړې وه چې ولې د ولسمشرۍ پر مهال هم د خپل نوم لرونکو سوداګریزو محصولاتو اعلان ته دوام ورکوي، لکه څنګه چې رویټرز د ۲۰۲۵ کال د جولای په راپور کې یادونه کړې وه.
خو دا ډالۍ هغه وخت ډېره مشهوره شوه کله چې ټرمپ ولیدل شو دغه عطر د سوریې ولسمشر احمد الشرع ته ورکوي او د سوریې پر بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني یې هم وشیندل، وروسته یې دوه نور بوتله عطر هم ور ولېږل.
د "Victory" یا "بریا" په نوم د عطرو او هغو بوتلونو ترمنځ چې د سیاسي یادګارونو په توګه ډیزاین شوي، دا مناسبت موږ د معاصر تاریخ هغو کیسو ته بیا وړي چې پکې د نړۍ د مشرانو ترمنځ د ډالیو تبادله د سمبولیکې ډیپلوماسۍ یوه برخه وه. په دغو مواردو کې ډالۍ یوازې مادي ارزښت نه لري، بلکې کله ناکله د ځواک، دوستۍ، نږدېوالي او ان د سیاسي طنز پیغامونه هم لېږدوي.
خبریال ولید بدران یې په اړه دا راپور چمتو کړی او د نړۍ د مشرانو ترمنځ د ډالیو تاریخ ته یې کتنه کړې: له فیلانو، زرافو او ستنو نیولې تر مومیا شوي زمري او هغو غالیو پورې چې د مشرانو انځورونه پرې اوبدل شوي دي.
له دغو ډالیو یوه هم هغه زرافه وه چې محمد علي پاشا د فرانسې پاچا ته ډالۍ کړې وه
د نړۍ د مشرانو ترمنځ د ډالیو تبادله د نېک نیت، د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د جوړولو له لارو ګڼل کېږي. د کلونو په اوږدو کې، ځینو مشرانو په دې برخه کې تر معمول ډېر وړاندې تللي او خورا عجیبې ډالۍ یې یو بل ته ورکړې دي.
تاریخ وایي چې په ۱۷۸۵ کال کې د اسپانیا پاچا د امریکا ولسمشر جورج واشینګټن ته یو قاطر یا خچر ډالۍ کړی و. همدارنګه، د مصر والي محمد علي پاشا د نولسمې پېړۍ په پیل کې بریتانیا ته یوه فرعوني ستنه ډالۍ کړه، وروسته یې بله ستنه فرانسې ته ورکړه او په ۱۸۲۷ کال کې یې د فرانسې پاچا شارلز لسم ته یوه زرافه هم ډالۍ کړه.
په ۱۸۶۲ کال کې د سیام پاچا (اوسنی تایلنډ) د امریکا ولسمشر ابراهام لینکن ته د فیلانو یوه ټولګه ډالۍ کړه او په ۱۸۷۹ کال کې د مصر واکمن خدیوي اسماعیل امریکا ته یوه بله فرعوني ستنه ورکړه.
د دې غیرمعمولي ډیپلوماسۍ یوه معاصره بېلګه د بېلاروس او زیمبابوې د ولسمشرانو ترمنځ لیدل شوې، چېرې چې الکسندر لوکاشینکو او ایمانویل منانګاګوا له خوا یو مومیا شوی زمری ترلاسه کړ او لوکاشینکو په بدل کې خپل سیال ته یو کرنیز ټراکټور ډالۍ کړ.
دغه مومیا شوی زمری د هغو غیرمعمولي ډالیو په لست کې یوه جالبه اضافه ګڼل کېږي چې د نړۍ مشرانو د تاریخ په اوږدو کې خپلو سیالانو ته ورکړې دي.
نه هېرېدونکې بېلګه
د دې عجیبې ډیپلوماسۍ یوه نه هېریدونکې بېلګه په ۱۹۵۹ کال کې رامنځته شوه، کله چې د شوروي اتحاد مشر نیکیتا خروچوف د امریکا ولسمشر دوایت اینزهاور ته یوه اوسپنیزه کره ډالۍ کړه. دا کره د هغو فلزي کرویاتو عین نقل و چې قطر یې ۷.۵ سانتيمتره و او شوروي اتحاد د "Luna 2" فضايي بېړۍ له لارې سپوږمۍ ته استولي وو، چې د څټک او لور نښه پرې کښل شوې وه.
په ۱۹۶۴ کال کې، د خروچوف او د ناروې د لومړي وزیر اینار ګرهارډسن تر لیدنې وروسته، شوروي مشر هغه ته د ستورژن ماهي ډالۍ کړ چې ترې کافیار ترلاسه کېږي. په ۱۹۷۲ کال کې بیا د بریتانیا ملکې ملکې الیزابیت دویمې د کامیرون د ولسمشر له خوا یوه ویلا ډالۍ ترلاسه کړه.
د نړۍ د مشرانو ترمنځ د عجیب ډالیو د تبادلې بله بېلګه په ۱۹۹۰ کال کې وه، کله چې د اندونیزیا ولسمشر د امریکا پخواني ولسمشر جورج ایچ ډبیلیو بوش ته یو "کومودو" غټه لټکه ډالۍ کړه چې اوږدوالی یې ۲.۵ متره او وزن یې ۹۰ کیلوګرامه و.
همدارنګه، په ۱۹۹۲ کال کې د جاپان لومړي وزیر کیچي میازاوا بوش پلار ته د ګلف د لوبې یو شمېر ډنډې ډالۍ کړې، خو د دې ډالۍ ځانګړتیا دا وه چې ډنډې له خالصو سرو زرو جوړې شوې وې. د دغې ډالۍ ارزښت تر ۸ زرو ډالرو زیات اټکل شوی و او د دواړو هېوادونو ترمنځ د قوي اړیکو نښه ګڼل کېده.
په ۱۹۹۷ کال کې د اذربایجان ولسمشر حیدر علییف د امریکا ولسمشر بېل کلینټن ته داسې غالۍ ډالۍ کړه چې د کلنټن او د هغه د مېرمنې هیلري کلینټن انځورونه پرې اوبدل شوي وو. ښايي هغوی هېڅکله دغه غالۍ ونه کارولې.
په ۲۰۰۲ کال کې د فرانسې هغه وخت ولسمشر جاک شیراک د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو اصیل سپین عربي آس ډالۍ کړ.
په ۲۰۰۳ کال کې د ارجنټاین ولسمشر د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش ته ۳۰۰ ټنه د پسه غوښه ډالۍ کړه.
په ۲۰۰۷ کال کې ولسمشر بوش زوی د بریتانیا ملکې الیزابیت دویمې ته د ټکساس ایالت یو شمېر ډالۍ وړاندې کړې چې پکې د کاوبای بوټان، چرمي جاکټ او د ټکساس د خپلواک جمهوریت د دورې سپینزرې سکه شامله وه. دا هغه دوره وه چې ټکساس په ۱۸۳۶ کال کې له مکسیکو خپلواکي ترلاسه کړې وه او تر امریکا سره د یوځای کېدو وړاندې لس کاله یې دوام کړی و. دغو ډالیو د امریکا او بریتانیا د نژدې اړیکو سمبول ګڼل کېده.
د پوتین او برلسکوني کمپله
په ۲۰۰۸ کال کې د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل د روسیې ولسمشر دمیتري میدویدیف ته د جرمني دودیز ښیښهیي د بیر ګیلاس ډالۍ کړ، چې د دواړو هېوادونو د نژدې اړیکو نښه وه.
همدغه کال، مدوېدېف خپل بلغاریایي سیال جورجي پروانانو ته د روسیې دودیزې "ماتریوشکا" نانځکې ډالۍ کړې، چې د روسیې او بلغاریا د نږدې اړیکو استازیتوب وکړي.
په ۲۰۰۸ کال کې د چین ولسمشر هو جینتاو د سوېلي کوریا هغه وخت ولسمشر لي میانګو-بک ته یوه نادره او ارزښتناک خطي پاکټ ډالۍ کړ، چې د چین او سوېلي کوریا د نژدې اړیکو سمبول و.
د همدې عجیب ډالیو په لړۍ کې، د ایټالیا هغه وخت لومړي وزیر سیلویو برلسکوني په ۲۰۰۸ کال کې پوتین ته یوه نادره او ارزښتناکه تابلو او یو کمپله ډالۍ کړل چې د پوتین او برلسکوني لوی انځورونه پرې چاپ شوي وو، چې د ایټالیا او روسیې د نژدې اړیکو استازیتوب وکړي.
په ۲۰۰۹ کال کې د جاپان لومړي وزیر تارو اسو د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته د جاپان دودیز د چایو سیټ ډالۍ کړ، چې د جاپان او امریکا د نژدې اړیکو نښه وه.
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په همدې کال کې د بریتانیا هغه وخت لومړي وزیر ګورډن براون ته ۲۵ د "DVD" ډیسکونه ډالۍ کړل، خو دا ډیسکونه په بریتانیا کې نه چلېدل/غږول کېدل.
په ۲۰۱۰ کال کې د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې ولسمشر اوباما ته د سرو زرو د ګلف ډنډې یوه ټولګه ډالۍ کړه. دا ډالۍ د جاپان او امریکا د نژدې اړیکو سمبول وبلل شوه او د جاپاني لومړي وزیر د ګلف لوبې مینه یې هم څرګندوله.
د ولسمشر "ډالۍ" یې وخوړه
په ۲۰۱۳ کال کې د مالي حکومت د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ته یو اوښ ډالۍ کړ، خو د قرنطین د قوانینو له امله اولاند اړ شو چې اوښ په مالي کې له یوې کورنۍ سره پرېږدي. وروسته هماغې کورنۍ اوښ وخوړ.
یو کډوال چې د موریتانیا پولې ته نژدې په یوه کمپ کې اوسېده، د مالي چارواکي یې تورن کړل چې د هغه اوښ یې غلا کړی او بیا یې د فرانسې ولسمشر ته ډالۍ کړی دی. هغه د قانوني دعوا ګواښ هم کړی و، خو د اوښ له خوړل کېدو وروسته د دغې دعوې برخلیک معلوم نه شو.
په ۲۰۱۲ کال کې کامرون اوباما ته یو "باربیکیو ګریل" نغری ډالۍ کړ چې ارزښت یې ۱۲۰۰ پونډه و او دواړو مشرانو پکې پخپله خواړه پخول او تیارول.
په ۲۰۱۳ کال کې د چین ولسمشر شیي جینپینګ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د چین یو نادر او قیمتي چای ډالۍ کړ، چې د دواړو هېوادونو د ژورې دوستۍ څرګندونه وکړي او هم د چین په ټولنه کې د چایو د کلتور اهمیت وښيي.
همدارنګه په ۲۰۱۳ کال کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پاپ فرانسیس ته یو شمعدان او د اسپانوي "تفتیشي محکمو" د تاریخ په اړه یو کتاب ډالۍ کړ.
په همدې کال کې پوتین د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل ته یوه هنري تابلو او هغه سند ډالۍ کړ چې په ۱۸۹۴ کال کې د روسیې او جرمني د سوداګرۍ په اړه لاسلیک شوی و.
د سوېلي کوریا ولسمشرې پارک ګیون هي په ۲۰۱۳ کال کې خپل شمالي کوریايي سیال کیم جونګ اون ته د سولې او نېک نیت د نښې په توګه د کوریا دودیزې موسیقي آلات ډالۍ کړل. دا ډالۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې او د غوره اړیکو د جوړولو وسیله وبلل شوه.
همدارنګه په ۲۰۱۳ کال کې د مکسیکو ولسمشر انریکي پینا نیيټو ولسمشر اوباما ته دودیزه مکسیکويي خولۍ "سمبریرو" ډالۍ کړه، چې د مکسیکو او امریکا د نژدې اړیکو سمبول ګڼل کېده.
د واتیکان د سفر پر مهال په ۲۰۱۳ کال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني پاپ فرانسس ته یوه نادره او قېمتي فارسي غالۍ ډالۍ کړه.
په ۲۰۱۴ کال کې د شمالي کوریا مشر کیم جون اون د جنوبي کوریا ولسمشرې پارک ګیون هي ته دوه نادر او ځانګړي آسونه ډالۍ کړل، د دې په موخه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړي.
په ۲۰۱۵ کال کې د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته د هغه یو زوړ انځور ډالۍ کړ، چې پکې اوباما له خپل پلار سره د کوچنیوالي په وخت کې ښکاري.
په ۲۰۱۶ کال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ولسمشر اوباما ته یوه نادره ترکي غالۍ ډالۍ کړه، چې د دواړو هېوادونو د قوي اړیکو سمبول و.
په ۲۰۱۷ کال کې اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتن ته یوه دودیزه ترکي توره ډالۍ کړه، چې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو قوي اړیکو نښه ګڼل کېده.
پانډاګان
په ۲۰۱۸ کال کې د چین ولسمشر شي جینپینګ فرانسې ته د دولتي سفر پر مهال د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ته دوه لوی پانډاګان ډالۍ کړل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ سمبول بلل کېږي.
په همدې ۲۰۱۸ کال کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته یو CD ډالۍ کړ چې پکې د "راکټ من" (۱۹۷۲) سندره وه. ټرمپ تل خپل سیال د د "راکټ من" په نوم یاداوه، چې د شمالي کوریا د پوځي پرمختګونو او بالستیک توغندیو د پراختیا له هڅو سره تړاو لري.
په ۲۰۲۰ کال کې د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ته په لاس اوبدل شوې ورېښمینه غالۍ او د چایو یو سیټ د رسمي سفر پر مهال ډالۍ کړل.
د د هغو بېسارو او سمبولیکو ډالیو یوازې یو څو بېلګې دي چې د نړۍ مشرانو د کلونو په اوږدو کې یو بل ته ورکړي دي. دا ډول ډالۍ د نړیوالې ډیپلوماسۍ مهمه برخه ده، ځکه چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي او هم د کلتوري او تاریخي ارزښتونو څرګندونه کوي.