تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښاري ژوند پر څرنګوالي نړیواله غونډه: افغانستان دې لړ کې څه ډول ننګونو سره مخامخ دی
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بيبيسي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د اذربایجان پلازمېنه باکو د یوې سترې نړیوالې غونډې کوربه دی چې د طالبانو حکومت د استازو تر څنګ پکې له ۱۸۲ هېوادونو له ۴۰ زرو ډېر، کسانو ګډون کړی دی.
په دې شپږ ورځنۍ غونډه کې د ښاري ژوند په برخه کې د شته ستونزو، اقلیمي بدلون، جګړو او نورو کړکېچونو له امله د بې کورۍ پر مسئله غور کېږي.
د وګړو د ښاري کېدو په اړه دا نړیواله غونډه چې په یوه لوبغالي کې جوړه شوې د خپلې بڼې دیارلسمه ده چې د ملګرو ملتونو د استوګنځیو د ادارې لخوا اذربایجان سره په ګډه تنظیم شوې. ویل شوي دا لومړی ځل دی چې دومره ډېر شمېر کسان په دې غونډه کې برخه اخلي.
له افغانستانه د طالبانو په حکومت کې د چاپېریال ساتنې د ادارې د مشر، مولوي مطیع الحق خالص، په مشرۍ یو پلاوی دې غونډې ته ورغلی دی. د دغه پلاوي یوه غړي، جاوېدالله حماد، د اذربایجان ټرېنډ نیوز خبري اژانس ته ویلي، چې افغانستان د ښاري پلان جوړونې، نارسمي مېشتځایونو، د بنسټیزو تاسیساتو د کمي او نورو ښاري ستونزو له سختو ننګونو سره مخامخ دی.
نوموړي تمه ښودلې چې دا ډول غونډې او نړیوال مالي ملاتړ به له دغه هېواد سره د دغو ستونزو په اواري کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ښارګوټو او دولتي ځمکو څار جدي کړی او بل خوا د سلګونو زرو ور ماتو کډوالو لپاره د استوګنځيو له کمښت سره مخامخ دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په نړۍ کې نژدي درې میلیارده وګړي په ناسمو شرایطو کې ژوند کوي او څه باندې ۳۰۰ میلیونه داسې دي چې هېڅ کور نه لري. ملګري ملتونه اټکل کوي چې د نړۍ د ټولو وګړو نژدې اویا سلنه به تر ۲۰۵۰ کال پورې په ښارونو کې ژوند کوي چې له دې سره د بې کورۍ او ښاري کېدو کړکېچ لا جدي کېدونکی دی.
د ملګرو ملتونو د استوګنځیو د ادارې مشرې اناکلاودیا راسباخ ویلي د بۍ کورۍ کړکېچ له ډېر پخوا راهیسې په جدي ډول د نړۍ په سویل کې احساسېده خو اوس په شمال کې هم احساسېږي.
د اغلې راسباخ په وینا د ژوندانه د لګښتونو لوړوالی د خلکو د بې کورۍ په لویو لاملونو کې دی خو په وینا یې وضعیت د نړیوالو کړکېچونو، په منځني ختیځ کې د جګړې او نړیوالو اکمالاتو کې د خنډوځنډ له امله لا جدي شوی دی.
دغه راز د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې یو این ډي پي او د باکو په غونډه کې د ملګرو ملتونو د پلاوي مشرې فرانسین پیک اپ ویلي په نړیواله کچه د کورونو د نشتوالي ستونزه یوه ساده ودانیزه مسئله نه ده. هغې ټینګار کړی چې موږ باید د ودانیو او کورونو له جوړولو اخوا ښاري جوړښتونو ته هم وګورو.
د ملګرو ملتونو د دې غونډې یوه مرکزي موضوع د نارسمي مېشتځایونو او ناپلان شویو سیمو کې د کورونو د جوړولو چټکه وده ده، چېرې چې اوسېدونکي په ناخوندي کورونو کې ژوند کوي. اوس مهال ملګري ملتونه د دغسې خلکو شمېر یو میلیارد ښيي خو اټکل کوي چې په راتلونکو څو لسیزو کې به دریو میلیاردو ته لوړ شي. دغه راز ملګري ملتونه په اټکلي ډول وايي چې له ۳۵۰ نه تر ۵۰۰ میلیونو پورې ماشومان په بې وزلو ناپلان شویو سیمو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره غوښتنه کوي چې نارسمي مېشتځایونو او بېوزلو سیمو کې اوسېدونکو خلکو ته باید د ستونزې په نظر ونه کتل شي ځکه چې په وینا یې ډېر ځله میلیونونه کسان په همداسې سیمو کې له اوسېدو پرته بله چاره نه لري.
ملګرو ملتونو ویلی په نړۍ کې روانو کړکېچونو هم پر ښاري ژوند فشار ډېر کړی او د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې ۱۲۳ میلیونه وګړي په ټوله نړۍ کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي وو چې ۶۰ سلنې یې په ښاري سیمو کې پناه اخیستې ده.
په داسې حال کې چې کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اقلیمي بدلون له امله رامنځ ته شوي کړکېچ په ډېرېدونکي ډول د خلکو په بې کوره کولو کې رول لري د ملګرو ملتونو د استوګنځیو اداره وايي د باکو په غونډه کې به د اقلیم د بدلون پر موضوع هم بحثونه وشي. کارپوهانو ویلي د سختې تودوخې، سېلابونو، توپانونو او ځنګلي اورونو له امله یوازې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۰ میلیونه وکړي بې کوره شوي دي. دوی اټکل کوي چې تر ۲۰۴۰ کال پورې به ۱۶۷ میلیونه کورونه له اقلیمي بدلون سره د تړلو ستونزو له امله ویجاړ شي.