په خپل لوښي کې باید څومره خواړه واچوې؟

    • Author, ساره بیل
    • دنده, بي بي سي نړیواله څانګه-د عامې روغتیا برخه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ګازي څښاک لوی بوتلونه، لوی برګرونه، تر غاړو ډک بیشقابونه. په تېرو ۵۰ کلونو کې د نړۍ په ځینو سیمو کې د خوړو اندازه په پرله‌پسې ډول لویه شوې ده، او ورسره د چاغښت کچه هم زیاته شوې ده.

خو د خوراکي صنعت له لوري د زړه راښکونکو خوړو پر وړاندې، موږ څنګه کولای شو خپل ځانونه روغ وساتو او زیاته غذا ونه خورو؟

دا بدلون په ځانګړي ډول په امریکا کې څرګند شوی، چې له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د خوړو اندازې زیاتې شوې او یو لامل یې دا و چې خلکو ډېری مهال بهر خواړه خوړل خوښول او د رستورانتونو ترمنځ سیالي زیاته شوه.

د نیویارک پوهنتون ډاکټره لیزا یونګ"د فوډ چین" پروګرام ته وايي:

"که یو شرکت، لکه د پاستا رستورانت، د خوړو کوچنی لوښی کړي، او بل شرکت تر هغه لویه اندازه ولري، خلک به هغه ځای ته لاړ شي چې اندازه یې غټه وي."

هغه زیاتوي:

"خواړه ډېر ارزانه هم وو او کله چې خواړه ارزانه وي، د تولیدوونکي لپاره دا ګټوره چاره ده چې تاسو ته دوه برابره اندازه خواړه درکړي او یوازې یو څه زیاته بیه واخلي. ته فکر کوې چې د ګټې سودا دې وکړه، او هغوی نورې پیسې ګټي."

دغه ډول بدلونونه په پرمختلونکو هېوادونو لکه برازیل کې هم لیدل کېږي، لکه د ساو پاولو پوهنتون ډاکټره مارلې الوارېنګا وایي:

"داسې ډېی وخت د بسته‌بند شویو او پروسس شویو خوړو سره کېږي. دودیز خواړه لکه وریجې، لوبیا، کبان یا د منیوک اوړه به و نه وینې، چې په ډکو لوښیو کې په زیاته اندازه وړاندې کېږي."

ډاکټره یونګ وایي چې دا تر ډېره د خوړو د سیسټم د "امریکايي کېدو" له امله دي.

"کله چې د مک‌ډونالډز یا ځینې چاکلیټونو په څېر نور امریکايي خواړه نورو هېوادونو ته ځي، د خوړو اندازه هم ورسره لویېږي او کله چې تاسو ډېر پروسس شوي خواړه خورئ، تر ۵۰۰ کالوریو پورې اضافه اخلې."

ایا په لوښي کې ډېر خواړه د ډېر خوراک په معانا دي؟

یو له تر ټولو پیاوړو څېړنیزو موندنو څخه دا ده چې خلک هغه وخت ډېر خواړه خوري چې ورته لویې اندازې وړاندې شي، لکه څنګه چې یو ارواپوه موږ ته وویل. یوې څېړنې اټکل کړی چې که د خوړو اندازه دوه برابره شي، خلک نږدې ۳۵سلنه زیات خوراک کوي.

د اسټرالیا سیډني د نیو ساوت وېلز پوهنتون پروفېسر لېني وارتانیان وايي:

"دا یوازې داسې نه ده چې خلک هغه څه ټول وخوري چې په لوښي کې یې وي، ځکه ډېری خلک هر څه نه ختموي، خو موږ پوهېږو چې کله د خوړو اندازه زیاته شي، معمولاً هغه اندازه هم ورسره زیاتېږي، چې خلک یې خوري. "

هغه زیاتوي چې د ستونزې لویه برخه دا ده چې پوهېدل ډېر ګران دي چې د خوړو سمه اندازه څومره ده، ځکه زموږ بدنونه (معدې) تل په سمه توګه د باور وړ نه وي او کله چې موږ ډاډه نه یو، نو د خوړو اندازه د هغه نښې په توګه کاروو چې پرې باور کوو.

پروفېسر وارتانیان وايي:

"موږ ډېر وخت داسې حالت کې نه یو چې خورا ډېر وږې یا خورا ډېر ماړه واوسو، موږ اکثر مهال د دې دواړو ترمنځ یو حالت کې یو، او همدا هغه وخت دی چې موږ د بېلابېلو نښو او اغېزو تر تاثیر لاندې راځو."

ایا د کوچنیو لوښیو کارول مرسته کولی شي؟

یو وخت داسې انګېرل کېده چې د بشقاب یا د خوړو لوښي اندازه کمول یوه اسانه حل لاره ده. یعنی دا چې کوچني لوښي لږ خواړه نیسي، خو په ظاهري ډول داسې ښکاري لکه ډېر خواړه چې پکې دي، نو کېدای شي انسان ژر د موړ کېدو احساس وکړي او لږ خواړه وخوري.

خو دا نظریه د څېړنو له مخې سمه نه ده ثابته شوې.

د خوړو او وزن د ارواپوهنې متخصص، پروفېسر وارتانیان، وايي:

"یوازې د لوښي اندازه د خلکو په خوړو هېڅ اغېز نه لري، اصلي خبره دا ده چې ایا زیات خواړه شته دي که نه."

یعنی که د خوړو لوښی په اسانه لاسرسي کې وي، لکه د مېز په بل سر کې، خلک به که وغواړي ځان ته نور خواړه واچوي.

پروفېسر وايي چې خلک باید داسې وکړي: لومړی یوه ټاکلې اندازه ځان ته واچوي، او پاتې خواړه له نظره لېرې کړي.

"خواړه لېرې کړئ، څو داسې نه وي چې ته بېرته دوهم ځل خواړه واخلې."

د خپلې برخې اندازه باید څنګه تنظیم کړئ؟

کارپوهان وايي چې تر ټولو مهم کار دا دی چې خلک باید خپل د لوږې احساس ته پام وکړي او په دې ښه پوه شي چې څه خوري.

د نیویارک پوهنتون ډاکټره لیزا یونګ وايي:

"خلک هېڅ پام نه کوي چې په لوښي کې یې څه دي، خپل د لوږې احساس ته پام نه کوي، او دا هم نه ګوري چې ایا ماړه شوي که نه."

"د خوړو د اندازې بدلون" (portion distortion) هم یوه مهمه موضوع ده چې خلک باید ورته پام وکړي، یعنی کله چې لویې اندازې ډېرې عامې شي، نو خلک یې د عادي اندازې په توګه ګڼي.

د خوړو د چلند متخصصه، ډاکټره مارلې الوارېنګا وايي:

"زما مشوره دا ده چې پام وکړئ. لیبل وګورئ، د خوراک اندازه وګورئ. هڅه وکړئ پوه شئ چې صنعت په اعلانونو او بازارموندنه کې څه کوي."

(سپک خواړه) څنګه؟

ډاکټره یونګ وايي:

"که ته بشپړ طبیعي خواړه وخورې، لکه مڼه یا بله کومه مېوه، یا داسې څه چې بسته‌بندي نه وي، نو اندازه یې ډېر مهمه نه ده، ځکه دا صحي دي."

خو که ته بسته‌بند خواړه خوري، نو پر هغه به لیبل لیکل شوی وي چې یوه عادي اندازه یې څومره ده، د بېلګې په توګه په یو بسته کې څلور اندازې وي. ښه ده چې هغه له بستې وباسې او وګورې چې دا اندازه په حقیقت کې څومره ده، او ته څومره خوري.

هغې زیاتوي:

"خلک وايي: 'زه د سهار لپاره یوازې یوه کوچنۍ کاسه حبوبات (cereal) خورم'. خو کله چې هغوی ته ویل کېږي چې اندازه یې واچوي او له لیبل سره یې پرتله کړي، نو ښکاري چې هغوی درې برابره اندازه خوري."

دا مشوره ورکوي:

"یوه عادي اندازه واچوه او په سترګو یې اندازه کړه. بیا وګوره چې په خپل لوښي یا کاسه کې څو پیالې خورې. دا کار ډېره مرسته کوي."