د اسرائیلو ښي اړخی وزیر د هغو لاس تړلیو فعالانو سپکاوي کولو له کبله غندل شوی، چې غزې ته یې مرستې لېږدولې

    • Author, ډېویډ ګرېتن
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د غزې پر لور تلونکيو کښتیو کې له ناستو فعالانو سره چې هلته یې مرستې لېږدولې، د اسرائیلو چلند په نړیواله توګه غندل شوی دی.

وروسته له هغه چې د اسرائیلو د ملي امنیت د سخت دریځه وزیر ایتامار بینګفیر یوه ویډیو خپره کړه او پکې هغه ښودل کېږي چې پر هغو فعالانو ملنډې وهي چې پر ګونډو ناست دي او لاسونه یې تر شا تړل شوي دي، متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، ایټالیا او کاناډا د هغو هېوادونو له ډلې وو چې غوسه یې څرګنده کړه.

د هغه دا کړنه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لخوا هم په کمساري ډول وغندل شوه، چې ویلي یې دي دا کار "د اسرائیلو له ارزښتونو سره سمون نه لري".

د بشري حقونو یوې ډلې، چې د ۴۳۰ کسانو استازیتوب کوي (چې له ۴۰ څخه زیاتو هېوادونو څخه راغلي او د Global Sumud Flotilla برخه وو)، د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د کښتیو دا کاروان چې یوازې یو لږ اندازه مرسته یې لېږدوله، هدف یې دا و چې جګړه ځپلې غزه کې د فلسطینیانو سخت ژوند ته پام راواړوي. خو اسرائیلو دا یو داسې "تبلیغاتي اقدام چې د حماس په ګټه ترسره شوی" وباله.

د (جي اېس ایف) په نامه له ۵۰ د زیاتو کښتیو دا کاروان تېره پنجشنبه له ترکیې نه د غزې پر لور روان شو.

د دوشنبې په سهار، د اسرائیلو وسلوالو سمندري کومانډو ځواکونو د قبرص لوېدیځ ته په نړیوالو اوبو کې د دغه کاروان د مخنیوي عملیات پیل کړل. دا سیمه د غزې له ساحله شاوخوا ۲۵۰ سمندري میله (۴۶۰ کیلومتره) لېرې ده، هغه سیمه چې د اسرائیلو تر سمندري محاصرې لاندې ده.

د جي اېس ایف تنظیموونکو وویل چې د سې‌شنبې تر ماښامه ټولې کښتۍ ونیول شوې، خو یوه کښتۍ وتوانېده چې د فلسطین خاورې ته تر ۸۰ سمندري میلو پورې ورسېږي.

دوی اسراییل په "غیر قانوني سمندري تېري" تورن کړل او وايي، اسرائیلي کومانډو ځواکونو پر شپږو کښتیو ډزې کړې، د اوبو توپونه یې کارولي، او په قصدي ډول یې له یوې کښتۍ سره ټکر کړی.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله وايي، چې هېڅ ژوندۍ یا اصلي مرمۍ نه دي کارول شوې او ټینګار یې وکړ چې دوی به "د غزې پر وړاندې د قانوني سمندري محاصرې هېڅ ماتې ته اجازه ور نه کړي".

دغه وزارت دغه راز وویل چې ټول فعالان اسرائیلي کښتیو ته لېږدول شوي دي او کله چې اسرائیل ته ورسېږي، دوی ته به اجازه ورکړل شي چې له خپلو کونسلګریزو استازو سره وویني.

د چهارشنبې په سهار د اسرائیلو د بشري حقونو ډلې "عداله" وویل چې فعالان "په بشپړ ډول د هغوی د خپلې خوښې خلاف اسرائیلي خاورې ته لېږدول کېږي" او د اشدود په بندر کې ساتل کېږي.

دې ډلې زیاته کړه: "حقوقي ټیم به د دغو نیونو قانونيوالی ننګوي او د کاروان د ټولو ګډونوالو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه به وکړي."

د همدې ورځې په ماسپښین کې، بنګفیر، چې یو سخت دریځی ملتپال دی او د ملي امنیت د وزیر په توګه د اسرائیلو پولیسو څارنه کوي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې سرلیک یې و: "اسرائیل ته ښه راغلاست". په دې ویډیو کې هغه لیدل کېږي چې د اشدود په بندر کې د توقیف مرکز ته ورځي، چې فعالان پکې ساتل کېږي.

هغه په داسې حال کې لیدل کېږي چې امنیتي کارکوونکي هڅوي، په داسې حال کې چې دوی یو فعال پر ځمکه ټیټوي او کله یې چې بنګفیر تر څنګ یې تېرېږي، هغه کس شعار ورکوي: "ازادي، ازادي، فلسطین".

وروسته بنګفیر ښودل کېږي چې د لسګونو فعالانو تر څنګ چې پر ځمکه په ګونډو ناست دي او لاسونه یې تر شا تړل شوي دي، یو لوی اسرائیلی بیرغ ښوروي. دی هغوی ته په عبري ژبه وايي: "اسرائیل ته ښه راغلاست. موږ مالکان یو."

نور فعالان هم ښودل کېږي چې د یوې کښتۍ پر سطح په ګونډو ناست دي، په داسې حال کې چې د اسرائیلو ملي سرود غږېږي.

په اسرائیلو کې د امریکا سفیر، مایک هکابي، د بنګفیر کړنې "کرکجنې" بللې دي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو سکرترې ایویټ کوپر وویل چې دې ویډیو "په بشپړه توګه شرموونکې صحنې" ښودلې دي، او زیاته یې کړه چې هغې د اسرائیلو سفارت ته احضاریه استولې، چې "بېړنۍ توضیح" وغواړي.

هغې مخکې ویلي وو چې حکومت "له هغو کورنیو سره په اړیکه کې دی چې یو شمېر بریتانوي وګړي پکې شامل دي، چې هغوی ته کونسلګریزه مرسته چمتو کړي."

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له فعالانو سره د اسرائیلو چلند "ډېر کرکجن" وباله، او زیاته یې کړه چې ده چارواکو ته لارښوونه کړې چې د اسرائیلو سفیر راوغواړي.

کارني پر ایکس لیکلي: "د ملکي وګړو ساتنه او د انساني کرامت درناوی باید هر ځای او هر وخت رعایت شي."

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ هم بنګفیر وغانده او وايي، د اسرائیلي چارواکو کړنې "سپکوونکې" دي.

اسټرالیا، ایټالیا، فرانسه، هالنډ، بلجیم او هسپانیا وویل چې د بینګفیر کړنې "د منلو وړ نه دي" او زیاته یې کړه چې دوی خپل اړوند اسرائیلي سفیران احضار کړي دي.

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې هېلن مک‌اینټي وايي، ویډیو ښيي هغه ګډونوال چې "په غیر قانوني ډول نیول شوي"، چې ایرلنډي وګړي هم پکې شامل دي، "هیڅ ډول په مناسب درناوي او عزت سره چلند نه ورسره کېږي."

د عداله ډله وايي، چې دا ویډیو ښيي اسرائیل "د فعالانو پر وړاندې د ناوړه چلند او سپکاوي یو جرمي سیاست کاروي."

په یوه غیرمعمولي پرمختګ کې، د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدیون سعار هم د خپلې کابینې همکار وغانده.

هغه پر ټولنیزه رسنۍ ایکس ولیکل: "تا په قصدي ډول زموږ هېواد ته د دې شرموونکي عمل له لارې زیان رسولی، او دا لومړی ځل نه دی."

بینګفیر سملاسي ځواب ورکړ: "د بهرنیو چارو وزیر باید پوه شي چې اسرائیل نور داسې هېواد نه دی چې هر څوک یې تر فشار لاندې راوستلی شي."

له دې وروسته، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم پر بینګفیر نیوکه وکړه.

د حکومت په بیان کې راغلي: "اسرائیل بشپړ حق لري چې د حماس پلوه تحریکوونکو بېړیو مخه ونیسي او اجازه ورنه کړي چې د هېواد سمندري اوبو ته ننوځي او غزې ته ورسېږي. خو هغه چلند چې وزیر بینګفیر د فلوټیلا له فعالانو سره وکړ، د اسرائیلو له ارزښتونو او معیارونو سره سمون نه لري."

لومړي وزیر دا هم وویل چې هغه اسرائیلي چارواکو ته لارښوونه کړې چې "هغه کسان چې تحریکوونکي عملونه یې کړي، ژر تر ژره له هېواده وباسي."

جي اېس ایف وايي چې کښتیو کې ناستو کسانو د غزې د فلسطینیانو لپاره خوراکي توکي، د ماشومانو خوراک او طبي مرستې لېږدولې.

جي اېس ایف یوه نړیواله، ملکي مشري شوې هڅه ده چې هدف یې غزې ته بشري مرستې رسول او د اسراییلو د سمندري محاصرې مخالفت دی.

ویل کېږي چې د غزې وضعیت ډېر خراب دی، او که څه هم د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ اوربند وشو، بیا هم د ۲.۱ میلیونه وګړو لویه برخه لا هم بې ځایه ده.

په همدې حال کې، د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې غزه "له مرستو ډکه ده."

د وزارت په وینا، په تېرو اوو میاشتو کې له ۱۵ میلیونه ټنه زیاته مرستندویه مواد او زرګونه ټنه طبي توکي غزې ته رسول شوي دي.

ملګرو ملتونو تېرې اوونۍ وویل چې په غزه کې ډېرې بې ځایه شوې کورنۍ لا هم اړ دي چې په ګڼه ګوڼه خیمو یا سخت زیانمنو ودانیو کې ژوند وکړي، ځکه چې خوندي بدیل نه لري.

د ملګرو ملتونو په وینا، بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی لا هم ډېر محدود دی. د پاکو اوبو رسونه منظمه نه ده، او د کثافاتو د مدیریت سیستمونه کمزوري دي چې د عامې روغتیا ستونزې رامنځته کوي. د حشراتو او موږکانو زیاتوالی هم جدي ستونزه ده.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې بشري مرستې د مهمو وسایلو د پرزو، احتیاطي جنراتورونو او نورو ماشینونو د واردولو پر محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخ دي، او همدارنګه د تېلو په څېر اړینو توکو کمښت شته.

د ملګرو ملتونو په وینا، یوازې ۸۶ سلنه هغه مرستندویه توکي چې اسرائیلي چارواکو د اپرېل په میاشت کې غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړې وه، د سرحدي تګلارو کې ښکته کړل شوي؛ پاتې توکي بېرته واستول شول.

د غزې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس تر مشرۍ لاندې په سویلي اسرائیلو له برید سره پیل شوه. هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل ونیول شول.

په ځواب کې، اسرائیلو په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل. د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، په دې عملیاتو کې له ۷۲,۷۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.