تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ وايي د خليج هېوادونو په غوښتنه یې پر ایران نوی برید ځنډولی دی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې پر ایران د سې شنبې ورځې لپاره پلان شوی پوځي برید یې د "جدي مذاکراتو" په پار د خليجي هېوادونو په غوښتنه ځنډولی دی.
نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ، ټروت سوشل يو پوسټ کې ليکلي چې د قطر، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو مشرانو ترې پر ایران د نه برید کولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې ده ته ويل شوي داسې يو تړون به وشي چې د امریکا لپاره به "ډېر د منلو وړ" وي او ایران به له "اټومي وسلو تېرېږي".
خو په عین وخت کې ټرمپ خبرداری ورکړی چې "که د منلو وړ تړون ونشي، امریکا به هره شېبه د ایران پر ضد د بشپړ او پراخ برید لپاره چمتو وي."
په ځواب کې یوه لوړپوړي ایراني پوځي قومندان امریکا ته ويلي چې بيا دې "ستراتېژيکې تېروتنې او ناسم حسابونه" نه کوي.
د ایران په اړه ټرمپ وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په امریکا کې د هغه د محبوبيت کچه راټيټه شوې او نظرپوښتنې ښيي چې دا جګړه په کور دننه ورځ تر بلې پلويانه له لاسه ورکوي.
د دوشنبې په ورځ د نيويارک ټايمز/سينا د يوې نظرپوښتنې له مخې، ۶۴ سلنه رايه ورکوونکي باور لري چې له ایران سره د جګړې پرېکړه ناسمه وه.
دغه سروې دا هم ښيي چې يوازې ۳۷ سلنه رايه ورکوونکي د ولسمشر په توګه د ټرمپ له کارونو خوښ دي.
دا نظر پوښتنه په داسې وخت کې چې خلک د جګړې، اقتصاد او ګډوالۍ په ګډون ډ ترمپ له چلند څخه ورځ تر بلې ناراضه دي، هغه ننګونې په ګوته کوي چې جمهوريپال د منځمهاله ټاکنو پر مهال ورسره مخامخ دي
اسرائیلي او امریکايي ځواکونو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران پراخ هوايي بریدونه پيل کړل، په ځواب کې تهران پر اسرائیلو او د خليج پر بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا پر موخو د ډرون او توغنديو ګوزارونه وکړل.
دلته يو مهم عامل دا دی چې د خلیج هېوادونه وېره لري چې ایران به د امریکا د نورو بریدونو په ځواب کې څه ډول غبرګون ښيي.
داسې ښکاري چې ایران لا هم ګڼ ډرونونه او توغندي لري چې کولی شي پر ګاونډيو هېوادونو، د هغوی پر هوايي ډګرونو، د نفتو پر تاسيساتو او ان د اوبو د تصفيې پر مرکزونو خپل پراخ بریدونه بيا پيل کړي.
د امریکا ولسمشر له خبريالانو سره په خبرو کې مذاکرات "یو ډېر مثبت پرمختګ" وباله او زیاته یې کړه "وبه ګورو چې دا به کومې پایلې ته ورسېږي او که نه".
نوموړي وويل، "وړاندې داسې شبېبې وې چې فکر مو کاوه یوې هوکړې ته نژدې شوي یوو، هغه به بریالۍ نشوه خو دا ځل وضعيت لږ توپیر لري."
ډونلډ ټرمپ وويل، له ایران سره د یوې هوکړې لپاره، "ډېر ښه چانس" ليدل کېږي. "که موږ وکولی شو دا کار پرته له دې چې هغوی سخت بمبار کړو، ترسره شي، زه به ډېر خوشحاله شم."
که څه هم کله ناکله د بریدونو راپورونه ورکول کېدل خو د امریکا او ایران تر منځ د اپرېل مياشت کې شوی اوربند تر ډېره مراعات شوی دی.
ایران همدارنګه د هرمز تنګي ګنټرول لري او په عملي ډول یې دا مهمه سمندري لار چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل او ګاز پرې لېږدول کېږي، تړلې ده.
دغه ګام چې ایران وايي د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې شوی د نړۍ په کچه یې د تېلو بيې لوړې کړې دي.
بل پلو امریکا د ایران بندرونه کلابند کړي چې پر دغه هېواد فشار راوړي چې د امریکا شرايط ومني.
د دوشنبې په ورځ ایران وويل، د امریکا وروستي وړانديز ته یې ځواب ورکړی او له واشنګټن سره خبرې د پاکستاني منځګړو له لارې روانې دي.
ایراني رسنيو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې امریکا، تهران ته هېڅ عملي امتياز نه دی ورکړی.
د تېرې يکشنبې په ورځ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې "د ایران لپاره وخت تېرېږي، هغوی بايد ژر حرکت وکړي، کنه هېڅ به ورته پاتې نشي".