د تاجیکستان د پوهنې د 'افغان بنسټګر' د قبر خاوره له مسکوه دوشنبې ته ولېږدول شوه

    • Author, سهراب ضیاء
    • دنده, بي‌بي‌سي، دوشنبه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

تاجیکستان د سې شنبې په ورځ (مې ۱۹مه)، هغه صندوقونه چې د دې هېواد د شلمې پېړۍ د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو د درېیو اغېزناکو تاریخي شخصیتونو د قبرونو یوه اندازه خاوره پکې ساتل شوې وه، له مسکو نه دوشنبې ته ولېږدول. دغو کسانو د تاجیکستان د جمهوریت په بنسټ اېښودنه او بقا کې اساسي رول لوبولی و.

د تاجیکستان ولسمشر، امام علي رحمان د سې شنبې په ورځ سهار د دوشنبې نړیوال هوايي ډګر کې د پخواني شوروي اتحاد اړوند (اوسني تاجیکستان) د ۱۹۲۰مې لسیزې بنسټګرو ـ شیرین‌شاه شاه تمر، نصرت‌الله مخصوم او نثار محمد یوسفزي ـ د قبرونو خاورې ته درناوی وکړ.

د دغو درېیو تاریخي څېرو د جنازې تر لمانځه وروسته، د هغوی د قبرونو خاوره د دوشنبې ښار د لوچاب په هدیره کې بېرته خاورو ته وسپارل شوه.

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې د دوی مجسمې هم په همدې ځای کې نصب شي؛ هغه ځای چې د تاجیکستان د سیاست، ادب او فرهنګ د سترو شخصیتونو هدیره ګڼل کېږي.

شیرین‌شاه شاه تمر، نصرت‌الله مخصوم او نثار محمد یوسفزی د استالیني تبعیدونو پر مهال په ۱۹۳۷ کال کې د "خلکو د دوښمنۍ" او نورو سیاسي تورونو په جرم اعدام شوي وو. د دوی جسدونه د مسکو په شاوخوا کې په ډله‌ییزو قبرونو کې خاورو ته سپارل شوي وو.

د جوزیف ستالین تر مړینې وروسته، چې په ۱۹۵۳ کال کې د شوروي اتحاد مشر و، د استالیني ځپنو د قربانیانو دوسیې، د دغو درېیو تاجیک سیاستوالو په ګډون، بیا وکتل شوې او هغوی بې‌ګناه اعلان شول.

درې صندوقچې چې د شیرین‌شاه شاه تمر، نصرت‌الله مخصوم او نثار محمد یوسفزي د قبرونو یوه اندازه خاوره پکې ایښودل شوې وه ـ او د مسکو ښار د دونسکوی په هدیره کې د استالیني ځپنو د قربانیانو په ډله‌ییز قبر کې موقعیت درلود ـ د دوشنبې په ورځ، د مې پر ۱۸مه، د روسي چارواکو په حضور کې ځانګړو مراسمو پر مهال د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر، سراج الدین مهرالدین ته وسپارل شوې. ښاغلي مهرالدین دغه سمبولیکه صندوقچې یا کپسولونه د سې‌شنبې په سهار په الوتکه کې له مسکوه دوشنبې ښار ته انتقال کړل.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې هېواد د بنسټګرو د خاورې راوړل "له خپل وطن سره د تاریخي شخصیتونو د معنوي اړیکې څرګندونه ده؛ هغو کسانو چې خپل ژوند یې د خلکو خدمت ته وقف کړی و".

د دغه وزارت په وینا، د دې شخصیتونو د قبرونو د خاورې انتقال د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان په لارښوونه ترسره شوی او "د تاریخي عدالت د ټینګښت او د ملي حافظې د ساتنې او درناوي په لاره کې یو مهم اقدام" بلل کېږي.

په تاجیکستان کې دغه درې شخصیتونه "اتلان، سرښندونکي او د ملت نومیالي بچي" ګڼل کېږي.

د دغو درېیو اغېزناکو شخصیتونو کارنامې

شیرین‌شاه شاه تمر

شیرین‌شاه شاه تمر په ۱۸۹۹ کال کې د تاجیکستان په بدخشان کې زېږېدلی و او د تاجیکستان د جمهوریت په بنسټ اېښودنه کې یې مهم رول لوبولی دی.

د ده خدمتونه په منځنۍ اسیا کې د تاجیکانو د یوه خپلواک ملت په توګه د پېژندلو، د تاجیکستان د خپلواک جمهوریت په جوړېدو (۱۹۲۴) او وروسته د تاجیکستان د شوروي سوسیالیستي جمهوریت په رامنځته کېدو (۱۹۲۹) کې ډېر مهم بلل کېږي. هغه د تاجیکستان د جمهوریت د لومړیو کلونو پر مهال په ګوندي او دولتي ادارو کې مهمې دندې ترسره کړې وې.

د استالیني ځپنو په اوج کې، د ۱۹۳۷ کال د جولای په ۹مه په مسکو کې ونیول شو او د هماغه کال د اکتوبر په ۲۱مه د یوې جعلي جنايي دوسیې پر بنسټ، د شوروي ضد ملتپال سازمان د غړیتوب په تور اعدام شو.

د جوزف ستالین تر مړینې وروسته، شیرین‌شاه شاه تمر بې‌ګناه اعلان شو. اوس مهال هغه د تاجیکستان د معاصر تاریخ له مهمو شخصیتونو ګڼل کېږي. د تاجیکستان په بېلابېلو ښارونو کې سړکونه، ښوونځي او ادارې د هغه په نوم نومول شوي دي.

د ۲۰۰۶ کال د جون په ۲۷مه، شیرین‌شاه شاه تمر ته د "د تاجیکستان اتل" لوړ دولتي لقب ورکړل شو.

نصرت‌الله مخصوم

نصرت‌الله مخصوم په ۱۸۸۱ کال کې زېږېدلی و او د تاجیکستان د جمهوریت په بنسټ اېښودنه کې یې مهم رول درلود.

هغه د تاجیکستان د خپلواک شوروي سوسیالیستي جمهوریت او وروسته د تاجیکستان د شوروي سوسیالیستي جمهوریت له اصلي مشرانو څخه شمېرل کېده.

د تېرې پېړۍ په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو کې یې په منځنۍ اسیا کې د تاجیکانو د ملي پولو د ټاکلو او د تاجیک دولت د پراختیا لپاره اغېزناک فعالیتونه ترسره کړل.

د استالیني تبعیدونو پر مهال، نوموړی د "خلکو د دوښمنۍ" په تور د ۱۹۳۷ کال د جولای په میاشت کې ونیول شو او د هماغه کال په اکتوبر کې د یوې جعلي جنايي دوسیې پر بنسټ "د انقلابي ضد جرمونو د چمتو کولو" په تور په اعدام محکوم شو. هغه په ۱۹۳۸ کال کې اعدام کړل شو.

نصرت‌الله مخصوم هم د جوزف ستالین تر مړینې وروسته بې‌ګناه اعلان شو.

د دوشنبې ښار او د تاجیکستان په نورو ښارونو کې سړکونه، ادارې او تاریخي یادګارونه د هغه په نوم نومول شوي دي. د ۲۰۰۶ کال د جون په ۲۷مه، نصرت‌الله مخصوم ته د "د تاجیکستان اتل" لوړ دولتي لقب ورکړل شو.

نثار محمد

نثار محمد (نثار محمد یوسف‌زی افغان) په ۱۸۹۷ کال کې په پېښور ښار کې زېږېدلی و. هغه مهال پېښور د برتانوي هند برخه وه.

هغه د افغانستان په انقلابي خوځښتونو کې برخه اخیستې وه او د ۱۹۱۹ کال د درېیمې افغان ـ انګرېز جګړې له اتلانو ګڼل کېده او بیا وروسته نوموړی د افغانستان د پاچا امان الله خان له نږدې ملګرو و.

وروسته د سیاسي مهاجر په توګه منځنۍ اسیا ته ولاړ او په تاجیکستان کې یې د علم، پوهنې او ښوونې ـ روزنې په بنسټ اېښودنه کې ستر خدمتونه ترسره کړل.

لومړني درسي کتابونه او ښوونځي د ده په هڅو رامنځته شول. د ۱۹۲۳ او ۱۹۲۴ کلونو ترمنځ د هغه کتابونه "رهنمای حساب" او "الفبا" چاپ شول.

همدارنګه، د تاجیکستان لومړني محصلان د هغه په لارښوونه د مسکو او لنینګراد (اوسنی سېنټ پیټرزبرګ) معتبرو پوهنتونونو ته د لوړو زدهکړو لپاره واستول شول.

د تاجیکستان د خپلواک شوروي سوسیالیستي جمهوریت له جوړېدو وروسته، نثار محمد د نوي جوړ شوي جمهوریت د پراختیا اړوندو چارو ته راوبلل شو او په ۱۹۲۷ کال کې د تاجیکستان د معارفو د خلکو کمېسار (د پوهنې وزیر) وټاکل شو.

هغه له تاجیکستان سره د خجند له یوځای کېدو او وروسته د تاجیکستان د شوروي سوسیالیستي جمهوریت په جوړېدو کې مهم رول لوبولی دی.

نثار محمد یوسفزی د استالیني سیاسي ځپنو په ترڅ کې د ۱۹۳۷ کال د اکتوبر په ۸مه ونیول شو او د یوې جعلي دوسیې پر بنسټ په اعدام محکوم شو. نوموړی د هماغه کال د اکتوبر په ۲۲مه ووژل شو.

په دوشنبه ښار کې، د دغه سرښندونکي شخصیت د ارزښتناکو خدمتونو د درناوي په موخه، هغه سړک چې د تاجیکستان د معارفو او علومو وزارت ودانۍ پکې موقعیت لري، د نثار محمد په نوم نومول شوی دی.