BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د کابل پوهنتون د ادبیاتو پښتو او دري څانګو ته د خپلواکو پوهنځیو درجه ورکړل شوه
د افغانستان پلازمېنې کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پښتو او دري څانګو ته د پوهنځیو درجه ورکړل شوې ده. پر سې شنبه د کابل پوهنتون پر وېبپاڼه یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دا پرېکړه د لوړو زدکړو عالي شورا په غونډه کې شوې، چې له مخې یې: ''د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او ادبیاتو څانګړې د دوو خپلواکو پوهنځیو کچې ته لوړ شول.'' په اعلامیه کې دا پرېکړه ''لويه علمي او کلتوري لاسته راوړنه'' بلل شوې ده.
پاکستان د روغتیا برخې افغان محصلینو ته له دې هېواده د وتلو امر وکړ
پاکستان کې د طبي زدکړو شورا (پي ایم ډي سي) د دې هېواد د عامې روغتیا او غاښونو درملنې ټولو تعلیمي ادارو ته امر کړی، چې نویو افغان محصلینو ته په دې ادارو کې د زدکړو لپاره د داخلې له ورکولو ډډه وکړي. د یادې ادارې په یوه لیک کې، چې یوه کاپي یې بېلابېلو رسنیو هم خپره کړې، راغلي چې هغه افغان محصلین هم باید بېرته افغانستان ته واستول شي، چې په دې ادارو کې همدا اوس په زدکړو بوخت دي.
کرېکټ: افغانستان د بنګله دېش او زېمبابوې کوربتوب کوي
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په متحده عرب اماراتو کې یې له بنګله دېش او زېمبابوې سره د بېلابېلو فارمټونو څو لوبې پلان کړې دي. د کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دغو سياليو کې د بنګله دېش پر وړاندې يوه ټېسټ لوبه، د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې تر منځ د يو ورځنيو درې اړخيزه لوبلړۍ، له زېمبابوې سره دری شل اوريزې او دوې ټېسټ لوبې شاملې دي.
د طالبانو حکومت او یوه سعودي شرکت تر منځ د تېلو او ګازو د تړون لاسلیک، زلمي خلیلزاد هم پکې ګډون درلود
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټروليم وزارت د دوشنبې په ورځ (۷ سپټمبر) په پلازمېنه کابل کې د ډېلټا انټرنېشنل په نامه له يوه سعودي شرکت سره د کشک - تيرپل د نفتو او ګازو حوزې د لټون او استخراج تړون لاسلیک کړ.
د سعودي پر څلورو ښارونو د حوثي وسله والو بریدونه؛ "۷۳ کسان ټپيان شوي"
د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف ويلي چې د ایران له ملاتړه برخمنې حوثۍ ډلې د سعودي عربستان څلور ښارونه د بې پيلوټه الوتکو او توغنديزو بریدونو هدف ګرځولي دي. دغه ائتلاف وايي د دغو بریدونو په پايله کې لږ تر لږه ۷۳ کسان ټپيان شوی دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو او نورو ملي مسایلو په اړه ناسم دریځونه افغان ولس لا پسې ځوروي
یو شمېر افغان لیکوال، شاعران، او اکاډیمیک شخصیتونه وايي، په افغانستان کې د ژبو، ادب او فرهنګي رنګارنګي او تنوع د ټولو افغانانو ګډ ''معنوي میراث'' دی، چې باید د ''بېلتون او تقابل'' پر ځای باید د ملي یووالي او پیوستون لپاره محور شي.
په کابل کې د خاتم النبین تعلیمي مرکز په بشپړه توګه تخلیه شو
د خاتم النبیین دیني مرکز چې په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو له مهمو مذهبي او تعلیمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي، تخلیه شوی دی. د دغه مرکز تخلیې لپاره په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونه ورغلي وو. د بي بي سي خبریال حسیب عمار د کابل کارتې سې سیمې ته چېرې چې دغه مرکز موقعیت لري، ورغلی و او وایي، هغه امنیتي ځواکونه چې تر څو ساعتونو وړاندې د دې مرکز په شاوخواوو کې وو، اوس له سیمې وتلي دي.
ولې د نارينه وو پرتله ښځې ډېرې د نیم سري په ناروغۍ اخته کېږي او څه مرسته کولی شي؟
د نيم سري يا مايګرېن درد ډېرو کسانو ته نوې خبره نه ده. دا حالت کولی شي پر اړيکو، دندو او رواني روغتيا ډېر اغېز ولري او ځانګړې توګه د نارينه وو پرتله ښځې درې برابره ډېرې د نیم سري له درد سره مخامخ شي. خو نيم سری یا مايګرېن ولې رامنځته کېږي او د دې حالت د کنټرول لپاره څه کېدی شي؟
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د بندیز یو کال؛'دا وضعیت د ملګرو ملتونو په ۸۰ کلن تاریخ کې بې ساري دی'
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د دې سازمان دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ورتګ د بندیز یو کال بشپړېدو په مناسبت پر دې محدودیت نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې ''دا وضعیت د ملګرو ملتونو د ۸۰ کلن تاریخ په اوږدو کې بېساری دی.''
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۹ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۸ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۸ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۸ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































