BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
لنډي کوتل کې احتجاج: د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ لاره په مشروط ډول پرانېستل شوه
پاکستاني ترانسپوترانو او د باروړونکو موټرونو خاوندانو نن (پنجشنبه د می ۲۱مه) د خیبرپښتونخوا د خیبر په لنډي کوتل کې افغانستان ته غځېدلې لارد احتجاج په ډول تړلې وه. دوی څو ساعته هغه موټرونه هم درولي وو چې له پاکستانه ستنېدونکوافغان کډوالو کډې په کې باروې. ترانسپوتران غوښتنه کوي چې له شاخوا اتو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د دوی ایسارو بار وړونکو موټرونو او چلوونکو ته دې د بېرته ستنېدو زمینه برابره شي. دوی ګواښ کړی که د یکشنبې ترورځې د دوي غوښتنې ونه منل شي، دوی به د ستنېدونکو کډوالو پرمخ بیا دالاره تړي.
د ټرمپ ګواښ ته د پزشکیان ځواب: ایران په زور نه تسلمېږي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې دا هسې "یو خیال دی" چې د زور په کارولو سره به ایران تسلیمۍ ته اړ ایستل شي. د ایران ولسمشر دا څرګندونې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته کوي چې ویلي یې دي، له ایران سره خبرې په وروستي پړاو کې دي او ګواښ یې کړی چې که یوې هوکړې ته سره و نه رسېږي نو نور بریدونه به پرې وکړي.
احمد شرع ته د ټرمپ له عطرو نیولې تر موم شویو فیلانو او زمریانو؛ د نړۍ د مشرانو ترمنځ عجیبې ډالۍ
د سوریې د لنډمهالې ادارې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ هغه ډالۍ انځور خپور کړ چې د ده په وینا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرذمپ ورته ورکړې وه. دغه ډالۍ د "Trump Fragrances" د "Victory 45-47" عطرو له دوو بوتلونو جوړه وه.
اروپايي شورا: غزې ته له مرسته رسوونکو سره د اسرائيلي وزیر چلند "د منلو نه دی"
د غزې پر لور تلونکيو کښتیو کې له ناستو فعالانو سره چې هلته یې مرستې لېږدولې، د اسرائیلو چلند په نړیواله توګه غندل شوی دی.
په خپل لوښي کې باید څومره خواړه واچوې؟
د ګازي څښاک لوی بوتلونه، لوی برګرونه، تر غاړو ډک بیشقابونه. په تېرو ۵۰ کلونو کې د نړۍ په ځینو سیمو کې د خوړو اندازه په پرلهپسې ډول لویه شوې ده، او ورسره د چاغښت کچه هم زیاته شوې ده.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د چين او روسيې ترمنځ څه شریک دي؟
په داسې حال کې چې د چين ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر سپټمبر په بېجينګ کې د تیاننمن څلورلاره کې ګرځېدل، داسې ښکارېده چې دوی د دې احتمال په اړه خبرې کوي چې د غړو پېوند به د انسان عمر اوږد کړي.
"د تایوان یونلیک" د بوکرز جایزې ګټونکی ناول
سږ کال د کتاب نړیواله بوکر جایزه "د تایوان یونلیک" ناول ته ورکړل شوه چې تایوانۍ لیکوالې یانګ شوانګ زي لیکلی دی. دا ناول په چینایي (ماندرین) ژبه لیکل شوی او د نړۍ په لسګونو ژبو ژباړل شوی دی. د بوکرز جایزې په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د ماندرین ژبې ژباړل شوی اثر پکې ګټونکی اعلانېږي.
لارۍ چلوونکي: د پاکستان حکومت دې افغانستان کې بندو باروړونکو ګاډو ته د ستنېدو اجازه ورکړي
د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله په تېرو اتو مياشتو کې افغانستان کې بندو پاکستاني باروړونکو او چلوونکو د ستونزو له منځه وړلو لپاره د خيبر ولسوالۍ لنډي کوتل په تکیه سيمه کې د پاک - افغان لويې لارې پر سر احتجاج روان دی. دوی خبرداری ورکړ، که درېیو ورځو کې افغانستان کې بندو پاتې پاکستاني بار وړونکو او ګاډو ته یې پاکستان ته ستنېدو اجازه ورنه کړل شي، نو دوی به د احتجاج په توګه پاک-افغان لویه لاره وتړي.
د ښاري ژوند پر څرنګوالي نړیواله غونډه: افغانستان دې لړ کې څه ډول ننګونو سره مخامخ دی
د اذربایجان پلازمېنه باکو د یوې سترې نړیوالې غونډې کوربه دی چې د طالبانو حکومت د استازو تر څنګ پکې له له ۱۸۲ هېوادونو څخه له ۴۰ زرو ډېر کسانو ګډون کړی دی. په دې شپږ ورځنۍ غونډه کې د ښاري ژوند په برخه کې د شته ستونزو، اقلیمي بدلون، جګړو او نورو کړکېچونو له امله د بې کورۍ پر مسله غور کېږي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۱ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۱ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۱ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۱ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































