BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

لنډې ویډیوګانې

  • اختر
  • Akhtar
  • Kabul
  • د هلمند لوبغالي
  • حج
  • کانګو
  • Tesla
  • BBC
  • UN Human Rights Office
  • fire
  • بغلان کې سېلاب
  • غوایی

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • اشرف غني

    اشرف غني له متحده عربي اماراتو وتلی

    د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني ته دوو نژدې سرچینو بي بي سي ته وویل، چې ښاغلی غني له متحده عربي اماراتو وتلی دی او ''اوسمهال په یوه خوندي ځای کې دی.'' ښاغلي غني لږ مخکې ولس ته پر اېکس یوه اختریز پیغام کې لیکلي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ''مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بې‌خبره شوی نه دی.''

  • امرلله صالح، حامد کرزی، عبدالله عبدالله، او جنرال یاسین ضیا

    د افغانستان د سیاسي څېرو اختریز پیغامونه

    د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د لوی اختر په مناسبت جلا جلا خپرو کړو اختریز پیغامونو کې د افغانستان پر اوسني وضعیت نیوکې کړې او ځینو د نجونو پر لوړو زدکړو د لګېدلي بندیز پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې افغانستان "د دې لرغونې خاورې د ټولو خلکو ګډ کور" بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا هېواد ابادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري.

  • هرمز تنګی

    ایران د امریکا وروستي بریدونه له اوربند "جدي سرغړونه" بللې ده

    ایران وايي امریکا پر دغه هېواد د نويو هوايي بریدونو په ترسره کولو سره له اوربند "جدي سرغړونه" کړې ده. د امریکا پوځ د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې د ایران په جنوب کې یې نوي بریدونه کړي او د ایران د توغنديو مرکزونه او هغه کښتۍ یې په نښه کړې چې د دوی په وینا "د ماينونو اېښودلو هڅه" یې کوله.

  • حج

    حاجیان د 'ستر رکن' د ادا کولو لپاره د عرفات میدانونو ته ورځي

    حاجيانو د ذي الحجې اتمه ورځ او ورپسې شپه منی (منا) کې تېره کړه، ورپسې د سې شنبې سهار لومړیو ساعتونو کې د حج تر ټولو مهم رکن ادا کولو لپاره د عرفات میدان ته ورسېدل.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۹ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۸ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي