BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • بریکس غونډه

    په ډيلي کې د برېکس سرمشریزه؛ شي جین پینګ اووه کاله وروسته هند ته سفر وکړ

    د بریکس ډلې د غړو هېوادونو مشرانو د سږ کال کلنۍ غونډه د سپتمبر په ۱۲ او ۱۳ نېټه په نوي ډيلي کې پیل کړې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، اود ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

  • ارشیف تصویر

    پر دوو ښځو د جنسي تېري په تور نیول شوي کسان څنګه د پېښور پولیسو په توقیف کې ووژل شول؟

    د خیبر پښتونخوا پېښور پولیس ادعا کوي، هغه څلور تورن کسان د نامعلومو کسانو په ډزو کې وژل شوي، چې یوه کور ته د ننوتلو او پر دوو ښځو د ډله ییز جنسي تېري په تور نیول شوي وو.

  • سعودي

    سعودي عربستان له عراقه د ډرون برید وروسته د تېلو یوه مهمه نل‌لیکه وتړله

    په داسې حال کې چې منځني ختیځ کې د جګړې تاو په پراخېدو دی، سعودي عربستان وروسته له هغه د تېلو یوه مهمه نل‌لیکه تړلې ده چې له عراقه د توغول شویو ډرونونو په مټ برید پرې وشو. عراق ویلي، هغه پوځي قوماندان یې له دندې ګوښه کړی او د پېښې په اړه یې څېړنه پیل کړې ده- وروسته له هغې چې و یې منله د دغه هېواد د ګاونډي پر ختیځ ـ لویدیځې نل‌لیکې د ډرون برید د عراق له هغه ولایته شوی چې له ایران سره ګډه پوله لري.

  • د سپټمبر يوولسمې بریدونو پېښليک

    د سپټمبر ۱۱مه؛ هغه سهار چې امریکا یې بدله کړه

    د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه، الوتکې چې د امریکا متحده ایالاتو په ختیځه برخه کې یې الوتنې کولې، د القاعده سخت دریځې شبکې د غړو له خوا وتښتول شوې او وروسته دوې الوتکې د نړيوال سوداګريز مرکز له ودانيو سره ټکر کړل شوې چې په ترڅ کې یې ټولټال ۲٬۹۷۷ کسان ووژل شول، چې ۱۹ برمته کوونکي پکې شامل نه دي.

  • USA Justice ministry logo and US flag

    یوه افغانه ښځه د داعش د ملاتړ په تور له امریکا وایستل شوه

    یوه افغانه ښځه، چې د "اسلامي دولت" (داعش) ډلې د ملاتړ په تور پرې شک شوی و، له امریکا وایستل شوه. دا لومړنۍ قضیه ده چې د امریکا د عدلیې وزارت د یوې لږ پېژندل شوې محکمې له لارې تعقیب کړې ده. دغه محکمه ۳۰ کاله وړاندې د "بهرنیو ترهګرو" د ایستلو لپاره جوړه شوې وه. د امریکا د عدلیې وزارت پر هغې تور لګولی و چې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ د ډله‌ییزو ډزو لپاره د داعش له نظریاتو الهام اخیستل شوی، خو ناکامه شوې طرحې د پټولو په برخه کې یې مرسته کړې وه.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • apple
  • Afghanistan
  • پاکستان
  • رسام الآنسي
  • یو افغان محصل پاکستان کې
  • البیومي
  • USA
  • انګور
  • ږلۍ
  • اسونه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي