BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه , عبدالرحمن السید لومړنی مسلمان وګړی شو چې د امریکا د سنا جرګې څوکۍ ګټي
د ډونلډ ټرمپ د مخالف ډيموکرات ګوند نوماند عبدالرحمن محمد السید لومړنی مسلمان امریکایی شو چې د دغه هېواد په منځمهاله ټاکنو کې له میشیګن ایالته سنا جرګې ته بریالی کېږي. هغه په یوه داسې یالت کې د سنا کلیدي څوکۍ وګټله چې د دغو ټاکنو لپاره یوه مهمه او له ګوندي اختلافونو ډکه ټاکنیزه حوزه بلل کېږي. له دې بري سره ښاغلی السید د امریکا په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور شو.
امریکایۍ محکمې د نژدې ۱۵۰ افغان کډوالو ایستلو په تړاو د ټرمپ پلان مخه نیولې
د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې شنبې په ورځ د ډونلډ ټرمپ ادارې هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې لسګونه افغان کډوال افغانستان ته ایستل کېدل. د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو ویلي وو چې دا اقدام کولی شي د دغو کسانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړي. د امریکا نیویارک د سویلي حوزې محکمې قاضیې والري کاپروني پرېکړه کړې چې امریکا نه شي کولی د روانې اوونۍ په اوږدو کې هېڅ افغان افغانستان یا پاکستان ته واستوي.
د امریکا منځمهاله ټاکنې: د ټرمپ ګوند له تاریخي ماتې سره مخامخ دی
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ګوند (جمهوري غوښتونکي) له تاریخي ماتې سره مخامخ شوی او ډيموکراتان د ولسي جرګې (استازو جرګې) او مشرانو جرګې (سنا) دواړو کنټرول ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي. په روانو ټاکنو کې دا پرمختګ وروسته له هغه ممکن شوی چې ډیموکراتانو په ټېکزاس، کېنساس، اوهایو او جنوبي کارولینا ایالتونو کې تر جمهوري غوښتونکو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. دا هغه ایالتونه دي چې دوه کاله مخکې ډونلډ ټرمپ په ډېره اسانۍ ټاکنې پکې ګټلې وې.
د امریکا منځمهاله ټاکنو په اړه څومره پوهېږي؟ ولې یې منځمهاله ټاکنې بولي؟
په امریکا کې ميليونو وګړو د سې شنبې په ورځ په منځنمهاله ټاکنو کې ګډون وکړ. داسې ټاکنې چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې پر برخلیک به د پام وړ اغېز ولري.
امریکا کې منځمهاله ټاکنې؛ د ټرمپ د دورې پاتې موده کې به څوک د کانګرس کنټرول ترلاسه کړي؟
د امریکا د منځمهالو ټاکنو د رایې ورکولو ورځ ده. میلیونونه امریکایان د دې ټاکلو لپاره رایې کاروي چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د وروستیو دوو کلونو پر مهال به د کانګرېس کنټرول د کوم ګوند په لاس کې وي.
امريکا د ایران پر قشم ټاپو محدود بريدونه کړي
امريکايي چارواکو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي، امريکا د هرمز تنګي په قشم ټاپو هوايي بريدونه کړي دي. د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ په دغه ټاپو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د فوټبال اسیا جام سیالۍ پر سعودي د بریدونو له کبله وځنډول شوې
د فوټبال د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ، چې ټاکل شوې وه په سعودي کې وشي، پر کوربه هېواد د یو لړ خونړیو بریدونو له امله ځنډول شوې دي. د ۲۴ لوبډلو دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له ۷مې د فبرورۍ تر ۵مې نېټې پورې پلان شوې وې، خو اوس به د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر له ۲۳مې د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر ۲۱مې پورې کېږي.
ویډیو, د امریکا منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ لپاره کوم څه په خطر کې دي؟, موده 1,11
د امریکا منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ لپاره کوم څه په خطر کې دي؟
برېتانيا ته په کوچنیو کښتیو کې تلونکي پناه غوښتونکي به د دايمي استوګنې لپاره تر ۳۰ کلونو انتظار کوي
د برېتانيا کورنيو چارو وزيرې شبانه محمود پر دوشنبه (نومبر دويمه) د خپل هېواد پارلمان ته د دغه هېواد د کډوالۍ په قوانينو کې د وړانديز شويو بدلونونو نور جزئيات وړاندې کړل. هغې وويل، هغه کسان چې په کوچنیو کښتیو کې او پر خطرناکو لارو برېتانيا ته راځي او نه کار کوي او نه هم زدکړې، د دايمي استوګنې (Permanent Residency) د ترلاسه کولو لپاره به تر ۳۰ کلونو انتظار کوي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ویډیو, ولې تل د امریکا ټاکنې په سېشنبه کېږي؟, موده 1,07
ولې تل د امریکا ټاکنې په سه شنبه کېږي؟
د ارواح لیدل او د هغوی حضور احساسول: موږ ولې غیرطبیعي شیان تجربه کوو؟
د لرغوني بینالنهرین له هغو کیسو رانیولې چې پکې ویل کېدل به د مړو روحونه د خپلو ژوندیو خپلوانو پاملرنې ته اړتیا لري، د چارلس ډیکنز د "کرسمس یوې نغمې" تر ناول پورې، انسانان د ارواو د کیسو اوږد تایخ لري. خو له روحونو سره زموږ لېوالتیا ولې دوام موندلی؟
د طالبانو حکومت له امریکا غوښتي چې پاکستان ته د افغانانو لېږلو کې "مسولانه" عمل وکړي
افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ویل شوي یې ښايي د امریکا متحده ایالات یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي. د بهرنیو چارو وزارت یوه ویناپاڼه کې ټینګار کړی چې د خپل هېواد د وګړو د حقونو ساتنه خپله مسؤلیت بولي او افغانانو سره باید د نړۍ په هر ځای کې د هغو هېوادونو د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت د درناوي له مخې چلند وشي.
مرغان لیدل دماغ بیابیا تنظیموي او د فکري زوال بهیر ورو کوي
تاسو پوهېږئ چې د مرغانو لیدل کولی شي د دماغو د د زړښت بهیر ورو کړي، او دا چار په زیاتېدونکي ډول د هغو کسانو لپاره چې د هېرېدو(الزایمر/ډیمنشیا) پر ناروغۍ اخته دي، د درملنې په توګه کارول کېږي؟
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون۴ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۳۰, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبر و نظر۴ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۰۰, ۱۴،۳۰ موده
برنامه نظر و تحلیل شنوندگان
واورئ, غرمني خبرونه۴ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر۳ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































