BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د بریتانیا د لومړي وزیر استعفا: انډي برنهم د پارلمان د غړي په توګه لوړه کړې
د بریتانیا د کارګر ګوند د مشر او لومړي وزیر سر کېیر سټارمر تر استعفا وروسته د دغه ګوند بل غړي انډي برنهام د پارلمان د غړي په توګه لوړه وکړه. ښاغلي برنهم تایید کړې چې غواړي د لومړي وزیر په توګه د سټارمر ځایناستی شي. خو هغه بيبيسي ته ویلي، اوس تر وخت وړاندې ده چې د نویو عمومي ټاکنو په تړاو فکر وشي.
وېنس:ایران به د اټومي انرژۍ پلټونکو ته بېرته د ورتګ اجازه ورکړي
په سویس کې د امریکا او ایران د لومړي پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس په یوه خبري غونډه کې ویلي چې ایران د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د بېرته ګرځېدو سره هوکړه کړې ده. له دې اعلان وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي ایران کومه نوې ژمنه نه ده کړې بلکې " له اتومي اژانس سره به یې تعامل لکه د منل شویو اصولو له مخې روان وي."
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
له بلوچستانه رپوټونه وايي چې د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشرې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅ ته د "عمري بند سزا اورول شوې ده". اغلې بلوڅ ته دا سزا د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې نن دوشنبه (چنګاښ لومړۍ/جون ۲۲) اورولې ده. ځینو پاکستانیو رسنیو او پر خواله رسنیو فعالانو لیکلي چې د اغلې بلوڅ محاکمه د کوټې له زندانه په انلاین بڼه ترسره شوه او محکمې په ګوادر کې د یوه امنیتي کس د وژنې په قضیه کې پړه وپېژندله او د عمري بند سزا یې ورته واوروله.
افغانستان ته د رېل ګاډو له لارې د توکو لېږد '۷۸ سلنه زیات شوی'
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې " د تېر کال پرتله د رېلګاډو له لارې د بار وړلو په کچه کې ۷۷ اعشاریه ۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی." په دې کې د رېل پټلۍ د افغانستان صادارت او دغه هېواد ته وارېدیدونکي توکي دواړه شامل دي. په داسې حال کې چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړلې دي له دې لارو سوداګرۍ افغانستان کې د توکو له یوې مخې د ګرانیدو مخه نیولې ده.
عراقچي: د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې"
په داسې حال کې چې منځګړو د امریکا او ایران ترمنځ له هوکړې وروسته د لومړي پړاو مذاکرات "له هیلهبښونکي پرمختګ" سره مله بللي، عراقچي وايي چې د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې دي". د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، "د تېلو او پېټروکېمیکل صادراتو باندې لګېدلی بندیز وځنډول شو، سمندري کلابندي پایته ورسېده" او د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې".
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند ومړ
د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند د ۶۷ کلونو به عمر جرمني کې مړ شوی دی. د هغه د کورنۍ یوه غړي طلا احمدزي بيبيسي ته ویلي، چې نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغ و او تشخیص شوې وه، چې پر سرطان اخته دی. عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده.
د کابل او استانې د همکاریو نوی څپرکی: افغانستان او قزاقستان په کلني ډول درې میلیاردو ډالرو ته د سوداګرۍ رسولو هوډ لري
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د هغه هېواد د اقتصاد وزیر سیریک ژوما نګارین د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د جمعې پر ورځ کابل ته رسېدلی. د لیدنو کتنو منځټکي تر ډېره سوداګري او ټرانزیټي لارې دي.
هره ورځ د خوړو بشپړوونکو درملو ګډوله خوړل ښايي تر ګټي زیان ډېر ولري
ما هېڅکله ځان د خلکو له ډلې نه باله چې د غذایي تکمیلوونکو (بشپړوونکو (سپلیمنټونو) خوړلو ته لېواله وي، خو ما خپلې المارۍ ته ښه وکتل.
نګیتا درانۍ بشپړ قرآن کریم په لاس لیکي او ګڼو نورو ته د ښکلي لیک هنر رسوي
د هرات ښار د تاریخي ارګ یا اختیار الدین کلا په یوه څنډه کې د څو نجونو یوه پېنډه پر خپلو هنري کارونو بوخته لیدل کېده. شاوخوا د دوی د هنر بېلګې پرتې وې، خټین لوښي چې په ډېرې ښکلې بڼه جوړ شوي وو. د دې لوښو پر سر یوه نومدړه هم لګېدلې وه چې پرې لیک و، د خټین زر ګالري.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۲ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۲ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۲ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































