BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د امریکا مرستیال ولسمشر هم سویس کې ایران سره د خبرو ځای ته ورسېد
د امریکا متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر جیډي وېنس له ایراني اړخ سره د خبرو لپاره سویس ته تللی او د خبرو ځای ته رسېدلی دی. ورمخکې اسلام اباد ویلي وو د دغه هېواد لومړی وزیر او د پوځ لوی درستیز هم یکشنبه (د جون ۲۱مه) په سویس کې د امریکا او ایران ترمنځ پلان شویو مذاکراتو کې ګډون کوي.ایراني او امریکايي مرکچیان وار له مخه سویس ته رسېدلي دي.
له ایران سره د امریکا او سرائيل جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي؛ ایا دقیق شمېر به یې مالوم شي؟
د رسمي شمېرو له مخې تېره فبرورۍ کې د امریکا او اسرائیل لخوا پر ایران له هوايي برید وروسته پیل شوې جګړه کې د منځني ختیځ لروبر زرګونه کسان وژل شوي او اوس د دې جګړې پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه شوې ده. په ایران او لبنان کې د مرګژوبلې په تړاو د رسمي راپورونو له مخې، دغو هېوادونو کې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې له ۷۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
هره ورځ د خوړو بشپړوونکو درملو ګډوله خوړل ښايي تر ګټي زیان ډېر ولري
ما هېڅکله ځان د خلکو له ډلې نه باله چې د غذایي تکمیلوونکو (بشپړوونکو (سپلیمنټونو) خوړلو ته لېواله وي، خو ما خپلې المارۍ ته ښه وکتل.
د فوټبال نړیوال جام: په خټه افغان ندیم امیري د جرمني دویمه بریا کې څه رول درلود؟
جرمني د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په یوه په زړه پورې سیالۍ کې، چې د شنبې او یکشنبې ترمنځ پر شپه د ټورانټو لوبغالي کې کېده، د عاج ساحل ته ۲-۱ ماته ورکړه. له دې بریا سره په (يي) ګروپ کې د جرمني پواینټونه ۶ ته لوړ شول او دویم یا حذفي پړاو ته یې لار ومونده. د دې سیالۍ لومړی ګول د لومړۍ نیمايي په ۳۰ دقیقه کې د عاج ساحل منځ ډګري فرانک کیسي وکړ او خپله لوبډله یې یو ګول مخکې کړه. عاج ساحل تر نږدې ۷۰یمې دقېقې یو – صفر مخکې و.
د خیبر پښتونخوا بنو کې دوه پرلپسې چاودنو مرګژوبله اړولې
د خیبرپښتونخوا په یوه قبایلي سیمه بنو کې د دوه پرلپسې چاودنو له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. د دغې چاودنو د څرنګوالي او نوعیت په اړه رنګارنګ معلومات خپريږي. پاکستان کې پولیسو لومړی دا چاودنې له لېرې واټنه کنترول کېدونکې وبللې خو اوس یې ویلي چې په دې اړه له سره پلټنې کوي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
نګیتا درانۍ بشپړ قرآن کریم په لاس لیکي او ګڼو نورو ته د ښکلي لیک هنر رسوي
د هرات ښار د تاریخي ارګ یا اختیار الدین کلا په یوه څنډه کې د څو نجونو یوه پېنډه پر خپلو هنري کارونو بوخته لیدل کېده. شاوخوا د دوی د هنر بېلګې پرتې وې، خټین لوښي چې په ډېرې ښکلې بڼه جوړ شوي وو. د دې لوښو پر سر یوه نومدړه هم لګېدلې وه چې پرې لیک و، د خټین زر ګالري.
جیورجیا مېلوني وايي، ټرمپ هغه خبره 'له ځانه جوړه کړې' چې ګواکې دې د تصویر اخیستلو لپاره زارۍ ورته کړې
د ایټالیا لومړۍ وزیره جیورجیا مېلوني وايي، د د ډونلډ ټرمپ هغې مرکې حیرانه کړې چې د ایټالیا له یو خبري چینل سره کړې او پکې د امریکا ولسمشر ادعا کړې وه چې ګواکې هغې (مېلوني) له ده (ټرمپ) سره د عکس اخیستلو لپاره زارۍ کړې وې.
هغه HPV واکسین چې د ځوانې ښځې د رحم د سرطان د مړینې خطر یې 'نژدې صفر' ته راټیټ کړی
هغه ماشومان چې د ۱۲–۱۳ کلونو په عمر کې د HPV (انساني پاپیلوما وېروس یا د رحم سرطان) پر ضد واکسین شوي دي، د نوې مهمې څېړنې له مخې له ۳۰ کلنۍ مخکې د رحم د سرطان له امله د مړینې نژدې "صفر ته نژدې" خطر لري.
ملګري ملتونه وايي له یو نیم میلیون بېرته ستنو شویو افغانانو سره د قانوني اسنادو جوړولو کې مرسته کوي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (یو این ایچ سي ار) مشر عرفات جمال وايي راتلونکو درې کلونو کې به څه دپاسه یو نیم میلیونو هغو افغانانو سره د سندونو او پېژندپاڼو جوړولو کې مرسته وکړي چې سملاسي هیڅ قانوني اسناد نه لري. بله خوا،کابل کې وربلل شوې خبري ناستې ته افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یا یونیسف چارسمبالې مشرې اندریا جیمز وویل "دې هېواد کې له نیمايي ډېر زېږېدلي ماشومان د زېږد پاڼې (برټ سرټيفیکټ) نه لري."
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۱ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۱ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۰ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۰ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































