BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
هند ته د افغانستان د ۲۱۹ منډو هدف، حشمت په یو ورځنیو لوبو کې لومړنۍ سلیزه جوړه کړه
د هند خلاف د افغانستان ټولې منډې که څه هم لږ دي خو په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د خپل لوبیز ژوند تر ټولو یوه غوره پاڼۍ ولوبوله. نوموړي چې په ۲۰۱۳م کال کې یې لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کړې وه نږدې ۱۳ کاله وروسته سلیزه جوړه کړه. له دې مخکې د شهیدي تر ټولو ډېرې منډې ۹۷ وې چې د پاکستان خلاف یې کړې وې.
نګیتا درانۍ بشپړ قرآن کریم په لاس لیکي او ګڼو نورو ته د ښکلي لیک هنر رسوي
د هرات ښار د تاریخي ارګ یا اختیار الدین کلا په یوه څنډه کې د څو نجونو یوه پېنډه پر خپلو هنري کارونو بوخته لیدل کېده. شاوخوا د دوی د هنر بېلګې پرتې وې، خټین لوښي چې په ډېرې ښکلې بڼه جوړ شوي وو. د دې لوښو پر سر یوه نومدړه هم لګېدلې وه چې پرې لیک و، د خټین زر ګالري.
امریکا وايي، د اسرائيل او حزب الله ترمنځ اوربند شوی؛ په لبنان کې د نورو هوايي بریدونو رپوټونه ورکړل شوي
د امریکا یو چارواکی وایي، وروسته له هغه چې په سویلي لبنان کې د اسرائیلو سختو هوايي بریدونو ۴۷ کسان ووژل، اسرائیل او حزبالله د اوربند پر یوه هوکړه سلا شوي دي. له دې مخکې د اسرائیل او حزب الله تر منځ له پرلپسې نښتو وروسته، چې پکې حزبالله په لبنان کې څلور اسرائیلي سرتېري هم ووژل، داسې اندېښنې راپورته شوې وې، چې دا کولای شي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې ختمولو توافق کمزوری کړي.
جیورجیا مېلوني وايي، ټرمپ هغه خبره 'له ځانه جوړه کړې' چې ګواکې دې د تصویر اخیستلو لپاره زارۍ ورته کړې
د ایټالیا لومړۍ وزیره جیورجیا مېلوني وايي، د د ډونلډ ټرمپ هغې مرکې حیرانه کړې چې د ایټالیا له یو خبري چینل سره کړې او پکې د امریکا ولسمشر ادعا کړې وه چې ګواکې هغې (مېلوني) له ده (ټرمپ) سره د عکس اخیستلو لپاره زارۍ کړې وې.
بریتانیا کې ۷ افغانانو پر دوی د جنسي تېري لګېدلي تورونه رد کړل
اووه افغانانو چې په بریتانیا کې د جنسي تېري او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې اړوند تورونو سره مخامخ دي، نن د جمعې پر ورځ په محکمه کې پر دوی ټول لګېدلي تورونه رد کړل. د دغو کسانو د تورونو د اورېدو غونډه نن (جمعه، ۲۹ جوزا/۱۹ جون) د بریتانیا ختیځ کې د نورېچ په "کراون" محکمه کې د هغوی په حضور کې ترسره شوه.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د طالبانو حکومت دفاع وزارت: پاکستان کې مو د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي؛ اسلام اباد رد کړي
د طالبانو حکومت ددفاع وزارت وايي، تېره شپه یې هوايي ځواکونو بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د "داعش" پر اړوندو څو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. دفاع وزارت وايي بریدونه د بلوچستان په ګلستان او شکراب سیمو او د خیبر پښتونخوا د اورکزو ولسوالۍ په قمبرخېل سیمه کې د داعش – خراسان پر مرکز شوي، چې دفاع وزارت " (ساعین بالفساد (داعشیان) او د شر او فساد مرکز" بللی دی.
هغه HPV واکسین چې د ځوانې ښځې د رحم د سرطان د مړینې خطر یې 'نژدې صفر' ته راټیټ کړی
هغه ماشومان چې د ۱۲–۱۳ کلونو په عمر کې د HPV (انساني پاپیلوما وېروس یا د رحم سرطان) پر ضد واکسین شوي دي، د نوې مهمې څېړنې له مخې له ۳۰ کلنۍ مخکې د رحم د سرطان له امله د مړینې نژدې "صفر ته نژدې" خطر لري.
ملګري ملتونه وايي له یو نیم میلیون بېرته ستنو شویو افغانانو سره د قانوني اسنادو جوړولو کې مرسته کوي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (یو این ایچ سي ار) مشر عرفات جمال وايي راتلونکو درې کلونو کې به څه دپاسه یو نیم میلیونو هغو افغانانو سره د سندونو او پېژندپاڼو جوړولو کې مرسته وکړي چې سملاسي هیڅ قانوني اسناد نه لري. بله خوا،کابل کې وربلل شوې خبري ناستې ته افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یا یونیسف چارسمبالې مشرې اندریا جیمز وویل "دې هېواد کې له نیمايي ډېر زېږېدلي ماشومان د زېږد پاڼې (برټ سرټيفیکټ) نه لري."
ایران څنګه له امریکا سره خپل تفاهم یوه بریا ګڼي؟
ایراني مشرتابه هڅه کوي چې له متحده ایالاتو سره د تفاهم یادښت د شاتګ په توګه نه، بلکې د مقاومت او بریا د پایلې په توګه وړاندې کړي، خو دا دریځ په اسانۍ خلکو ته د منلو وړ نه ښکاري. هېواد تازه له یوې داسې جګړې راوتلی چې د پام وړ زیانونه یې ور اړولي دي، اقتصاد یې له سختو فشارونو سره مخامخ دی او د اسلامي جمهوریت د ملاتړو ځینې برخې له میاشتو راهیسې له واشنګټن سره د هر ډول جوړجاړي یا امتیاز ورکولو مخالفت کوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۰ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۰ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۹ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۹ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































