BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • انډي برنهم

    د بریتانیا د لومړي وزیر استعفا: انډي برنهم د پارلمان د غړي په توګه لوړه کړې

    د بریتانیا د کارګر ګوند د مشر او لومړي وزیر سر کېیر سټارمر تر استعفا وروسته د دغه ګوند بل غړي انډي برنهام د پارلمان د غړي په توګه لوړه وکړه. ښاغلي برنهم تایید کړې چې غواړي د لومړي وزیر په توګه د سټارمر ځایناستی شي. خو هغه بي‌بي‌سي ته ویلي، اوس تر وخت وړاندې ده چې د نویو عمومي ټاکنو په تړاو فکر وشي.

  • سویس کې د امریکا او ایران د لومړي پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته جې ډي وېنس اعلان وکړ چې ایران د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د بېرته ګرځېدو سره هوکړه کړې

    وېنس:ایران به د اټومي انرژۍ پلټونکو ته بېرته د ورتګ اجازه ورکړي

    په سویس کې د امریکا او ایران د لومړي پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس په یوه خبري غونډه کې ویلي چې ایران د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس ته د بېرته ګرځېدو سره هوکړه کړې ده. له دې اعلان وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي ایران کومه نوې ژمنه نه ده کړې بلکې " له اتومي اژانس سره به یې تعامل لکه د منل شویو اصولو له مخې روان وي."

  • یوې احتجاج کوونکې د ماه‌رنګ بلوڅ عکس په لاسونو کې نیولې او په پرلت ناسته برېښي.

    ماه‌ رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

    له بلوچستانه رپوټونه وايي چې د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشرې ډاکټرې ماه‌رنګ بلوڅ ته د "عمري بند سزا اورول شوې ده". اغلې بلوڅ ته دا سزا د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې نن دوشنبه (چنګاښ لومړۍ/جون ۲۲) اورولې ده. ځینو پاکستانیو رسنیو او پر خواله رسنیو فعالانو لیکلي چې د اغلې بلوڅ محاکمه د کوټې له زندانه په انلاین بڼه ترسره شوه او محکمې په ګوادر کې د یوه امنیتي کس د وژنې په قضیه کې پړه وپېژندله او د عمري بند سزا یې ورته واوروله.

  • ارشیف تصویر

    افغانستان ته د رېل ګاډو له لارې د توکو لېږد '۷۸ سلنه زیات شوی'

    افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې " د تېر کال پرتله د رېلګاډو له لارې د بار وړلو په کچه کې ۷۷ اعشاریه ۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی." په دې کې د رېل پټلۍ د افغانستان صادارت او دغه هېواد ته وارېدیدونکي توکي دواړه شامل دي. په داسې حال کې چې له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړلې دي له دې لارو سوداګرۍ افغانستان کې د توکو له یوې مخې د ګرانیدو مخه نیولې ده.

  • عراقچي

    عراقچي: د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې"

    په داسې حال کې چې منځګړو د امریکا او ایران ترمنځ له هوکړې وروسته د لومړي پړاو مذاکرات "له هیله‌بښونکي پرمختګ" سره مله بللي، عراقچي وايي چې د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې دي". د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، "د تېلو او پېټروکېمیکل صادراتو باندې لګېدلی بندیز وځنډول شو، سمندري کلابندي پای‌ته ورسېده" او د ایران ځينې کنګل شوې شتمنۍ "خوشې شوې".

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • سویس کې د خبرو ځای
  • هرات
  • ډرون
  • مرسي او ګډنس
  • بریتانیا - شاهي محکمه
  • یونیسف افغانستان
  • محبوبه اخترزاده
  • ټرمپ
  • Kaaba
  • ندیم امیري

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۲ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي