BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • security Afghanistan

    د طالبانو حکومت: د سوداګرو او پانګه‌والو وسله‌وال ساتونکي دې د دندې پر وخت پوځي جامې نه اغوندي

    د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له سوداګرو او پانګه‌والو له وسله‌والو ساتونکو غوښتي چې د دندې د ترسره کولو پر مهال پوځي یونیفورم وانه غوندی. دغه وزارت وایي، د دې پرېکړې موخه د امنیت ښه ټینګښت او د پوځي یونیفورم د ناوړه استفادې مخنیوی دی. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي، چې شخصي ساتونکي باید د پوځي یونیفورم پر ځای عادي او مناسب ملکي لباس واغوندي.

  • Iranian commuters make their way, by car, taxi, motorbike or on foot, past an anti-US billboard referring to US President Donald Trump and the Strait of Hormuz. Iranian flags, palm trees and buildings can also be seen in the background.

    له ایران سره د امریکا او اسرائیل نښته: یوه جګړه، د بریا دوه ادعاوې

    له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې دا وروستی پړاو ښايي پای ته رسېدلې وي - لږ تر لږه دا پیغام له واشنګټنه راځي. د مې پر پنځمه (سه‌شنبه)، له څو اونیو اوربند وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې د "شدیدې غوسې" په نامه عملیات په عملي ډول پای ته رسېدلي دي - که څه هم دا اعلان د هغه په یوه اوږده وینا کې تقریباً پټ پاتې شوی و.

  • طاهر اندرابی،د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند

    پاکستان پر ډیورنډ کرښه د قومي مشرانو د تازه هوکړو هرکلی وکړ

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کونړ د قومي مشرانو او د پاکستان د باجوړ او مومند سیمو ترمنځ د وروستۍ هوکړې او تر دې وړاندې د نورستان او چترال د ځايي مشرانو ترمنځ د یوې جرګې هرکلی کړی چې په دغو سیمو کې یې اوربند ته لاره هواره کړې ده.

  • دوشنبه، تاجکستان

    له تاجکستانه تر ۱۰۰ ډېر نور افغان کډوال وشړل شول

    د تازه راپورونو له مخې، تېر شپه له دوشنبه ښار شاوخوا له وحدت ښارګوټي ۱۱۰ نور افغان کډوال د افغانستان کندوز ولایت ته شړل شوي دي. تر اوسه د تاجکستان چارواکو د جبار رسولوف ولسوالۍ (چې د هېواد په شمال کې موقعیت لري) او د وحدت ښار له سیمې څخه د کډوالو د ایستلو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. عموماً په داسې مواردو کې د تاجکستان چارواکي رسنیو ته توضیحات نه ورکوي.

  • ټرمپ

    ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: درې امریکايي بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې، اوربند لا هم پر ځای دی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هرمز تنګي کې د وروستۍ نښتې په اړه په لومړني غبرګون کې ویلي چې "درې امریکايي ویجاړوونکې بېړۍ چې د نړۍ په کچه پرمختللي دي، په بریالیتوب له هرمز تنګي تېرې شوې، په داسې حال کې چې پرې ډزې کېدې". هغه ادعا کړې چې دغو درې بېړیو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی، خو د هغه په وینا "بریدګرو ایراني ځواکونو ته ستر زیانونه اوښتي دي."

لنډې ویډیوګانې

  • USA Deplo
  • عراق
  • روباټ راهب
  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي
  • مولانا ادریس
  • موټرچلوونکی په موټر کې ناست او په حیرانۍ ګوري
  • کابل
  • بحیراب

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د ترکمنستان د اورګاډي لارې

    د چین او افغانستان ترمنځ د ازبکستان او ترکمنستان له لارې نوی ځمکنی کاریدور پرانیستل شوی

    په لندن کې د ترکمنستان سفارت د دغه هېواد او ازبکستان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د نوي ځمکني دهلیز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی او دا ګام یې د ټولې مرکزي‌ اسیا په کچه تر پخوا "ډېر چټک او کارنده ځمکني لوجېستیک" ته د اوښتلو پر لور د چلن بدلون بللی دی. دغه سفارت پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې له چین څخه په لنډ وخت کې افغانستان ته د توکو لېږد لپاره د دغه نوي رامنځ ته شوي مسیر یوه برخه له ترکمنستانه تېرېږي.‌

  • عرب امارات

    له ځینو هېوادونو سره د متحده عرب اماراتو اړیکې ولې ترینګلې شوې؟

    متحده عربي امارات له سعودي عربستان وروسته د وګړو د شمېر له پلوه د خلیج تر ټولو لوی عربي هېواد دی چې له ۱۱ میلیونو ډېر نفوس لري. د دوی ۹۰ سلنه یې د ۲۰۰ تابعیتونو لرونکي بهرني اوسېدونکي دي. ډېر یې له هند، پاکستان او بنګله دېشه د کار لپاره ورغلي دي. هندي کډوال د هېواد د وګړو ۳۸.۴۵ سلنه جوړوي.

  • سرب

    پاکستان کې د ماشومانو په وینه کې سرپ څنګه ورګډېږي او ولې دا یو جدي خطر دی؟

    عامر شهزاد د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د هریپور ولسوالۍ د صنعتي سیمې حطار صنعتي سیمې ته نژدې د کلمه چوک اوسېدونکی او ورځ مزدور دی. د هغه پنځه ماشومان اکثر ناروغه وي، خو اته کلنه لور طوبیٰ شهزادي له تېرو نژدې یو کال راهیسې له سختو روغتیایي ستونزو سره مخ ده.

  • اداره ملی احصائیه و معلومات حکومت طالبان که تعدادی از کارمندان آن در برابر آن عکس گرفته‌اند.

    د طالبانو حکومت ولې د ځینو دولتي ادارو له رسمي نومونو "ملي" کلمه لرې کړې؟

    د بي‌بي‌سي ارزونې ښيي چې د طالبانو حکومت لږ تر لږه د درېیو ادارو له رسمي نومونو د "ملي" کلمه ایستلې ده. د دغو ادارو په رسمي نومونو کې د "ملي" کلمې پر ځای اوس "عمومي" لیکل شوي دي. طالبانو حکومت د ادارو په اړوند رسمي ویب‌سایټونو او ټولنیزو شبکو - په ځانګړې توګه اېکس (پخواني ټویټر) کې چې د طالبانو حکومت ادارې یې ډېر کاروي - زموږ د لټون له مخې په دې وروستیو کې د ازموینو، چاپیریال ساتنې، او احصایې او مالوماتو د ادارو له رسمي نومونو "ملي" کلمه ایستل شوې او پر ځای "عمومي اداره" لیکل شوي دي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۸ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۷ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۷ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي