BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • هرمز

    سنټکام: په ایران کې مو هدفونه بمبار کړل؛ سپاه پاسداران: په سیمه کې مو د امریکايي پوځ ځایونه په نښه کړل

    د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، په سیمه کې یې د امریکا د پوځ ځایونه په نښه کړي او خبرداری یې ورکړی چې که بریدونه بیا تکرار شي، د ایران ځواب به لا پراخ وي. تر دې وړاندې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي وو چې امریکايي ځواکونو په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د ایران د برید په غبرګون کې، په ایران کې هدفونه بمبار کړي دي.

  • پاکستانۍ اداکاره عایشه عمر وايي، کله چې یې د لامبو په جامو او لنډو جامو کې یې انځورونه آنلاین خپاره شول، نو کار یې له لاسه ورکړ.

    په خواله رسنیو کې د ښځو ځورول، ګواښل او ټولنیز ناسم حساسیتونه

    د چېېن په نوم د جنسيتي عدالت یوه نړیواله اداره وایي، د خواله رسنیو کمپنۍ او پولیس تر ډېره د خواله رسنیو له لارې د ښځو د ځورولو قضیې په سمه توګه نه شي مدیریت کولای. دغې ادارې په دې تړاو څېړنه کړې او یو راپور یې هم خپور کړی دی. د دغې نړیوالې ادارې په خبره کله چې په انټرنټ او خواله رسنیو کې یوه مېرمنه ځورول کېږي نو د پولیسو یا د خواله رسنیو د کمپنیو پام دېته وي چې ایا د ښځې خپور شوی عکس یا ویډیو ډېره لوڅه ده یا نه، یعنې قضیې ته د پاملرنې شدت دې پورې اړه لري چې عکس ساده دی یا ډېر بربنډ!

  • د بروک د مخ عکس

    په دوبۍ کې یوه ټېکټاکره د ملګري د وژنې په تور د اعدامېدو خطر سره مخ ده

    د بشري حقونو یوه ډله وايي چې د بروک جارج په نوم یوه ۲۳ کلنه برېتانوۍ ټېکټاکره په دوبۍ کې د خپل ملګري د وژنې په تور نیول شوې او د اعدام له خطر سره مخ ده. دا ډله (ډيټېنډ اېن دوبۍ) یا (په دوبۍ کې توقیف شوي) نومېږي او وايي چې اغلې جارج له دغه سړي سره پرلیکه یا انلاین بڼه ملګرې شوې وه. دا بنسټ دعوه کوي چې ګواکې دې ښځې په متحده عرب اماراتو کې پر خپل دغه ملګري هغه وخت د ځان په دفاع کې د چړې ګوزار کړی چې هغه ورسره تاوتریخوالی کاوه.

  • افغان کډوال

    د بي بي سي‌ ځانګړی راپور:"کله چې بېرته په هوښ راغلم، دواړه پښې مې پرې شوې وې"

    "کله چې بېرته په هوښ راغلم، دواړه پښې مې پرې شوې وې. لاسونه مې پورته کړل، سپک معلومېدل، دواړه لاسونه مې هم پرې شوي وو. ستونی مې ډک شو او خبرې مې نه شوای کولی". د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې له هغو دوولسو ناقانونه افغان کډوالو سره خبرې کړې، چې وایي د ترکیې د پوله ساتو ځواکونو سخت وهلي وو، له هغه هېواده یې په جبري توګه په لوڅو پښو ایستلو ته اړ کړي وو. دوی وایي، په واوره کې یې په ساعتونو لوڅو پښو سره مزل کړی و چې د بدن غړي یې یخ وهلي‌ وو او له کبله یې اوس د بدن یو یا څو غړي پرې شوي دي.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • عاشورا
  • شرپا
  • فیل
  • زلزله
  • BBC News Africa
  • خلک له زلزلې په منډه دي.
  • عبدالاحد مومند
  • اندونیزیا
  • کارځای
  • پرستو احمدي
  • د تودوخې درجه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • توتۍ

    د چڼاسکې وهلي خواړو روغتیایي زیانونه

    د "چڼاسکې وهلي خواړو" په اړه په انلاین نړۍ کې یو چټک لټون کولای شي ځینې په زړه پورې پایلې راوباسي. ایا دا خوړل خوندي دي؟ که په تېروتنه ترې وخوړل شي، څه به پېښ شي؟ یا ان دا که چرګانو ته ورکړل شي، څه به وشي؟ همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې هم ورته ډېرې پوښتنې شته او په ټیک‌ټاک کې داسې ویډیوګانې هم لیدل کېږي چې ځینې خلک په قصدي ډول چڼاسکه وهلي خواړه خوري! کله کله دا د ټوکو لپاره وي او ښايي د ډېرو لیدنو (کلېکونو) ترلاسه کولو لپاره هم وي، خو داسې پوسټونه هم شته چې غواړي د دې موضوع په اړه معلومات ورکړي.

  • وېنزویلا

    وېنزویلا کې د زلزلې قربانیان ۲۳۵ ته ورسېدل، ژغورونکي کنډوالو کې پاتې کسان لټوي

    ژغورونکي د خاورو او نړېدلو ودانیو تر منځ په داسې حال کې په چټکۍ سره د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي چې د وینزویلا پلازمېنې ته نږدې دوو زورورو زلزلو لږ تر لږه ۲۳۵ کسان ووژل او شاوخوا ۴۳۰۰ نور یې ټپیان کړل.

  • US President Donald Trump, left, and Pete Hegseth, US secretary of defense, during a cabinet meeting

    له جمهوریپالو سره له ترینګلتیا وروسته ټرمپ له کانګرسه د ایران د جګړې لپاره میلیاردونه ډالر غوښتي

    سپینې ماڼۍ له قانون جوړوونکو غوښتي چې ۸۷.۶ میلیارده ډالر (۶۶.۵ میلیارده پونډه) تصویب کړي، چې ډېره برخه یې د امریکا د ایران جګړې پورې اړوند "بېړنیو اړتیاوو" لپاره ده، دا غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې کانګرس یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر پوځي اقدام یې ټینګه نیوکه کړې وه.

  • په یوه تکیه خانه کې ګڼ خلک راټول دي او یو امام وینا ورته کوي.

    د طالبانو حکومت: زرګونه امنیتي ځواکونه د عاشورا د مراسمو امنیت نیسي

    د طالبانو په حکومت کې امنیتي مسوولین وایي، په ټول هېواد کې د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو لپاره "ځانګړي‌ تدابیر" نیول شوي‌ او "ځانګړې کمېټې" جوړې شوې دي. "د عاشورا د مراسمو د ترسره کېدو لپاره امنیتي کمیسیون" وایي، د خلکو د امنیت تینګښت لپاره دوه کمېټې جوړې شوې چې په بېړني وخت کې له دوی سره مرسته کولای شي. دغه کمیسیون د طالبانو حکومت له کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او استخباراتي‌ ادارې جوړ شوی دی.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

د منځني ختیځ کړکېچ

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۶ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي