BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • اداره ملی احصائیه و معلومات حکومت طالبان که تعدادی از کارمندان آن در برابر آن عکس گرفته‌اند.

    د طالبانو حکومت ولې د ځینو دولتي ادارو له رسمي نومونو "ملي" کلمه لرې کړې؟

    د بي‌بي‌سي ارزونې ښيي چې د طالبانو حکومت لږ تر لږه د درېیو ادارو له رسمي نومونو د "ملي" کلمه ایستلې ده. د دغو ادارو په رسمي نومونو کې د "ملي" کلمې پر ځای اوس "عمومي" لیکل شوي دي. طالبانو حکومت د ادارو په اړوند رسمي ویب‌سایټونو او ټولنیزو شبکو - په ځانګړې توګه اېکس (پخواني ټویټر) کې چې د طالبانو حکومت ادارې یې ډېر کاروي - زموږ د لټون له مخې په دې وروستیو کې د ازموینو، چاپیریال ساتنې، او احصایې او مالوماتو د ادارو له رسمي نومونو "ملي" کلمه ایستل شوې او پر ځای "عمومي اداره" لیکل شوي دي.

  • مولانا ادریس، احتجاج

    خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د مولانا محمد ادریس د هدفي وژنې خلاف احتجاجونه

    مولانا محمد ادریس پرون په چارسده کې وژل شوی و. د اسلامي دولت نومې ډلې ‏(داعېش) ددې پړه منلې. پولیس وايي،‌ د امنیتي‌ کمرو په مرسته د مشکوکو بریدګرو تر پېژندل کېدو وروسته د هغوی لټون روان دی.

  • ټرمپ غږېږي

    ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: که ایران هوکړه و نه کړي نو تر پخوا به سخته بمباري پرې وشي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) لیکلي چې د ایران جګړه او کلابندي له یوې هوکړې سره پای ته رسېدلی شي. خو د ده په وینا، که ایران کومه موافقه و نه کړي نو "د لوړې کچې" بمباري‌ به پرې وشي. د پاکستان لومړي وزیر د ټرمپ د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې ویلي یې دي، "د ازادۍ پروژه" عملیات د لنډې مودې لپاره ځنډوي. خو ایرانیو رسنیو بیا دا ځنډ د امریکا ماته او د ایران بری بللی دی. د امریکايي خبري اژانس (اکسیوس) د خبر له مخې، سپينه ماڼۍ باوري ده چې له ایران سره د جګړې پای ته رسولو لپاره هوکړې ته نږدې شوې ده.

  • ګلستان ماڼۍ

    د ایران تاریخي او کلتوري اثار جګړې څومره زیانمن کړي؟

    د ایران پېژندنې پوهانو (د ایران د ژبې، تمدن، میراث او تاریخ څېړونکو)، لرغونپوهانو او د کلتوري میراث د ساتنې لېوالو د ۴۰ ورځنۍ جګړې په بهیر کې د ایران کلتوري میراث ته د اوښتو زیانونو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته خپله ژوره اندېښنه څرګندې کړې ده.

  • د طالبانو د کانونو وزیر د چین له سفیر سره لیدلي دي

    هدایت‌الله بدری: د عینک مسو کان قراردادي‌ چینايي شرکت دې د استخراج عملي چارې پیل کړي

    د طالبانو حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري د چین له سفیر او لوګر ولایت کې د عینک مسو کان د اړوندې کمپنۍ له مشره غوښتي چې له قرارداد سره سم دې د دې پروژې عملي کولو لپاره لاس په کار شي.

لنډې ویډیوګانې

  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي
  • مولانا ادریس
  • موټرچلوونکی په موټر کې ناست او په حیرانۍ ګوري
  • کابل
  • بحیراب
  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۶ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۶ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي