BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د بي بي سي ځانګړی راپور: "په ترکیه کې شکنجه شولو او د بدن غړي مو له لاسه ورکړل"
"کله چې بېرته په هوښ راغلم، دواړه پښې مې پرې شوې وې. لاسونه مې پورته کړل، سپک معلومېدل، دواړه لاسونه مې هم پرې شوي وو. ستونی مې ډک شو او خبرې مې نه شوای کولی". د بيبيسي افغانستان د حقیقت موندنې څانګې له هغو ۱۲ ناقانونه افغان کډوالو سره خبرې کړې، چې وایي د ترکیې د پوله ساتو ځواکونو د وهلو ټکولو وروسته له هغه هېواده په جبري توګه په لوڅو پښو د ایستلو او ساعتونه په واورو کې د مزل له کبله یې د بدن یو یا څو غړي پرې شوي دي.
د طالبانو حکومت: زرګونه امنیتي ځواکونه د عاشورا مراسمو امنیت نیسي
د طالبانو په حکومت کې امنیتي مسوولین وایي، په ټول هېواد کې د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو لپاره "ځانګړيتدابیر" نیول شوي او "ځانګړې کمېټې" جوړې شوې دي. "د عاشورا مراسمو د ترسره کېدو لپاره امنیتي کمیسیون" وایي، د خلکو د امنیت تینګښت لپاره دوه کمېټې جوړې شوې چې په بېړني وخت کې له دوی سره مرستې کولای شي. دغه کمیسیون د طالبانو حکومت له کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او استخباراتي ادارې څخه جوړ شوی دی.
په وېنزویلا کې مرګونې زلزلې: د وژل شویو شمېر ۱۶۴ ته لوړ شوی
د وېنزویلا غبرګو زلزلو کې د وژل شویو شمېر ۱۶۴ ته لوړ شو. د وېنزویلا سرپرسته ولسمشره ډېلسي روډریګز پر دولتي تلویزون وینا کې ویلي چې له غبرګو زلزلو وروسته ۳۰ ټکنانونه حس شوي او د مرګژوبلې شمېر هم لوړ شوی دی. اغلې روډریګز تایید کړه چې د مړو شمېر ۱۶۴ او د ژوبلو۹۷۱ ته ختلی دی.
فرانسه کې پر څارویو د جنسي ځورونې په تور یو افغان په ۳۰ میاشتو بند محکوم شو
فرانسوي رسنۍ وايي، د فرانسې یوې محکمې یو ۱۹ کلن افغان له حیوان سره د سخت تاوتریخوالي او پر څارویو د 'جنسي تېري' په تور، چې د مارسي ښار سوېلي برخې ته نژدې په یوه تعلیمي فارم کې ترسره شوي وو، په ۳۰ میاشتو بند محکوم کړی دی.
د برېتانیا له پاچا سره د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې لیدنه
د برېتانیا پاچا چارلز درېیم د افغان ښځو له کرېکټ لوبډلې سره د سمبولیک ملاتړ څرګندونه کړې ده، هغه لوبډله چې اوس په تبعید کې ده او په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو پر سپورټ د بندیزونو له امله نه شي کولی د خپل هېواد استازولي وکړي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا او ورته د بښنې نړیوال سازمان غبرګون
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان یوې محکمې له لوري ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورل "د عادلانه محاکمې حق ته سپکاوی" ګڼلی، د هغې او ورسره ملګرو د "ژر تر ژره" خوشي کولو او پر هغوی د لګېدلو تورونو د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده. د دغه سازمان په خبرپاڼه کې د جنوبي اسیا سيمهیيزې مشرې ایزابېل لوسي له خولې ویل شوي، "دا پرېکړه چې د عادلانه محاکمې حق ته سپکاوی دی، دا په ډاګه کوي چې د پاکستان ترهګرۍ ضد قوانینو نه څنګه د سولهييز غږ غلي کولو لپاره ناسمه ګټه اخیستل کېږي".
ولې ټرمپ د ایران جګړې د ختمولو په اړه د مشرانو جرګې پر پرېکړې نیوکه کړې ده؟
د امریکا ولسمشر د دغه هېواد د سنا مجلس یا کانګرېس پر هغې پرېکړې نیوکه کړې چې د یوې طرحې په تصویبولو سره ډونلډ ټرمپ ته امر کوي چې له ایران سره له جګړې لاس واخلي. هغه پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) لیکلي چې ګواکې ایران یې له فشار سره مخ او ماتې منلو ته نږدې کړی و خو سنا مجلس د دې جګړې پر ضد رایې ورکولو سره "دوښمن ته ګټه و رسوله". خو ده ګواښ کړی چې "له هرې لارې وي، خپل کار به تماموي".
غواړئ په کار کې خوښ ووسئ؟ پنځه دقیقې قدم ووهئ
د بریښنالیکونو ځوابولو یا د "ټیمز" له لارې د غونډو کولو پر مهال، د کاري ژوند ډېره برخه په چوکۍ کې په ناسته تېرېږي. خو د ناستې دا عادت زموږ روغتیا ته زیان رسوي. د متخصصینو په وینا، اوږده موده کېناستل د چاغښت، د زړه د ناروغیو او د دویم ډول شکرې ناروغۍ د رامنځته کېدو خطر زیاتوي.
قهار بلخي: هیله ده چې د بروکسل سفر به "مثبت تعامل ته نوې لارې پرانيزي"
د طالبانو حکومت د اروپايي ټولنې په بلنه بروکسل ته د خپل پلاوي د سفر په اړه په لومړي رسمي غبرګون کې دغه سفر او هلته کتنې مثبتې بللې دي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند او د څلورم سیاسي (اروپا) رياست د عمومي رییس عبدالقهار بلخي په مشرۍ د طالبانو پنځه کسیز پلاوی پرون (سېشنبه د جون ۲۳مه) په یو ورځني سفر بروکسل ته تللی و.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۵ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۵ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۵ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































