BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ملک خان مرجان

    "د افغانستان او پاکستان طالبان په ژبه سره پوهېږي"؛ د ملک خان مرجان څرګندونو ولې غبرګونونه پارولي؟

    "د پاکستان مرکزي حکومت دې قبایلو ته موقع ورکړي چې [له افغانستان سره] د ستونزې حل را وباسي". دا د ملک خان مرجان په نوم د خیبر پښتونخوا د هغه قومي مشر خبرې دي چې تر بېړني حالت او والي واکمنۍ نافذېدو وروسته هلته د یوې حکومتي شورا مرستیال مشر دی او پر خواله رسنیو لاس په لاس شوو دغو څرګندونو یې بېلابېل غبرګونونه پارولي دي.

  • کراچۍ بندر

    پاکستاني چارواکي وايي دغه هېواد کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی

    د پاکستان د ګمرکونو د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي رییس عرفان جاوېد ویلي چې پاکستان کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانتینرونو لیلام درول شوی دی. هغه ویلي، دا بهیر د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د غوښتنې پر بنسټ ځنډول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ یوه افغان سوداګر مطیع‌الله بي‌بي‌سي ته تایید کړه وه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له کبله په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ایسارو توکو لیلام پیل شوی دی.

  • د پآکستان، سعودي او ترکیې پوځي

    د سعودي، ترکیې او پاکستان جګپوړي پوځي چارواکي نن تهران ته ځي

    د ایران د ملي امنیت عالي شورا مرستیال منشي علي باقري تایید کړې چې د سعودي عرب دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین نن تهران ته ورځي او هلته به له ایراني چارواکو سره په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړي. ورمخکې رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو له خولې راپور ورکړی و چې ټاکل شوې د "مکې تړون" د غړو هېوادونو دغه مشران نن په تهران کې د سیمه‌ییزو همغږیو په اړه خبرې وکړي.

  • منیژه باختري

    'زه له یوې وړې خونې د سفیرې په توګه چارې سمبالوم'

    دا هغه ښځه ده چې د طالبانو حکومت ترې وغوښتل چې له خپلې دندې استعفا ورکړي، خو دې دا غوښتنه و نه منله او له همدې کبله ورته د "وروستۍ سفیرې" نوم ورکول کېږي. منیژې باختري دا خبرې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې کړې دي. په ۲۰۲۱ کال کې چې د افغانستان جمهوري حکومت سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسېدل، منیژه باختري وایي، د ۲۴ ساعتونو لپاره اندېښمنه وه او پرلپسې یې فکر کاوه چې څه باید وکړي.

  • د اسرائیلو تر اشغال لاندې لوېدیځه غاړه کې د الخلیل ښار تړلې دروازې ته نږدې د اسرائیلو د پوځ یو پوځي موټر تېرېږي

    اسرائیلو کې د ټاکنو په ورځ لوېدیځې غاړې ته غځېدلې ټولې ځمکنۍ لارې تړل کېږي

    د اسرائیلو پوځ وايي، د راتلونکې سې شنبې ورځې د ټاکنو په ترڅ کې به د لوېدیځې غاړې ټولې ځمکنۍ پولې وتړل شي، او فلسطیني کارګرو ته به ټولو اسرائیلي مېشت ځایونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي. دا محدودیتونه داسې مهال لګېږي چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې وروسته له هغې چې فلسطیني وسلوالو په سیمه کې دوه اسرائیلي سرتېري ووژل، د امنیتي عملیاتو لړۍ چټکه شوې.

  • رحمان الله ګوربز

    کرېکټ: افغانستان د یو ورځنیو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له انګلنډ مخکې شو

    افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا "ای‌سي‌سي‌" د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له انګلنده په مخکې کېدو سره اووم ځای خپل کړی دی. په نوې درجه بندۍ کې ښکاري چې انګلنډ دمګړۍ په یو ورځنیو سیالیو کې ۹۳، افغانستان ۹۴،‌ او شري‌لنکا بیا ۹۵ نمبرې لري. د یادونې ده چې افغان لوبډلې خپلې وروستۍ اووه واړه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې دي.

  • ډونلډ ټرمپ

    ډونلډ ټرمپ: ښايي‌ بیا پر ایران برید وکړو یا یوې هوکړې ته ورسېږو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران خلاف د پوځي ګام د پورته کېدو د احتمال یادونه کړې، خو هممهاله یې دا هم ویلي، چې واشنګټن او تهران ښايي یوې هوکړې ته ورسېږي. خو هغه د ایران خلاف د نویو پوځي اقداماتو د احتمال خبره داسې مهال کوي، چې پخواني ولسمشر بارک اوباما بیا پر نوموړي له ایران سره د جګړې پیلولو له کبله نیوکه کړې ده. اوباما ویلي د ده حکومت پرته له دې چې ان یو توغندی وتوغوي، د اټومي تړون له لارې د ایران لخوا د اټومي وسلو د جوړېدو مخه نیولې وه.

  • رباب فاطمه

    د یوناما مشره: د افغانستان راتلونکی د افغانانو په لاس کې دی

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې رباب فاطمې په خپل لومړي پيغام کې ويلي، ملګري ملتونو لا هم د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دي او زياته کړې یې ده چې "د افغانستان راتلونکی په خپله د افغانانو په لاس کې دی".

  • پاکستان

    پاکستان کې د مایع ګاز بیه له ۶۰۰ کلدارو اوښتې؛ لاملونه یې څه دي؟

    پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د اوبلن یا اېل‌پي‌جي ګاز بیه پام وړ لوړه شوې او یو کیلو یې له ۶۰۰ کلدارو اوښتی دی. د پاکستان د احصایې فدرال ادارې هم روانه اوونۍ د ګرانۍ په تړاو خپل راپور کې د اوبلن ګاز د بیو د پام وړ لوړېدو پخلی کړی دی.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • هند کې مذهبي مېله
  • .
  • a man is looking in his phone
  • مجاهد
  • لوېدیزه غاړه کې برید
  • د بریتانيا پاچا او د عمان سلطان
  • یمني ماشومان
  • BBC
  • چین زلزله
  • د اسرائیلو په ټاکنو کې د نتنیاهو اصلي سیال ګادي ایزنکوټ څوک دی؟
  • Anayet Karim Bijoy
  • .

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • پولیو

    پولیو یا ګوزڼ څه شی دی او څنګه خپرېږي؟

    پولیو یا د ماشومانو فلج یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي. دا ویروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي، د کولمو له لارې وینې ته رسېږي او پر عصبي سیستم برید کوي. له هر ۲۰۰ اخته کسانو یو یې د نه رغېدونکي فلج (ډېر کله د پښو له فلجوالي) سره مخ کېږي، او له هر لسو فلج شوو کسانو یو د تنفسي عضلو د فلج کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

  • مصاحبه خبرنگاران بی‌بی‌سی با دو دهقان در لغمان

    "نباتي غوښه"د افغانستان په کروندو کې ارزښمن خواړه؛ ولې سویا بین د خلکو پر دسترخوان نشته؟

    افغانستان د نړۍ له یوې تر ټولو سختې خوارځواکۍ سره مخ دی، د دغه هېواد په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې د پروټینونو یو غني محصول کرل کېږي چې لا هم ډېری افغانان پرې خبر نه دي. بي بي سي د (دهقان) د راډیویي خپرونې د لومړۍ کلیزې په پلمه، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم پر څلورمه پیل شوې وه، دا وار له همدې پوښتنې سره چې چاره څه ده؟ د افغانستان کروندو ته ورغلې ده.

  • د شیدو لوښی

    د اومو شیدو روغتیايي ګټې څه دي؟

    که چیرې موږ د اومو یا خامو، یا نه پاستورایز شویو شیدو د ګټو په اړه په خبرو او بحثونو باور وکړو، نو داسې برېښي چې دا د هر څه لپاره یو حل دی؛ د معافیتي سیسټم له پیاوړتیا نیولې تر شیدو او په ټوله کې له لبنیاتو سره د حساسیت مخنیوي او د هضم تر ښه کولو پورې به یې د هر څه درمل وګڼو.

  • مجاهد او شهباز شریف

    شهباز شریف د خیبر پښتونخوا حالت له افغانستان سره تړلی؛ د طالبانو حکومت څه وايي؟

    د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا تور پورې کړی چې افغان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارېږي او همدې حکومت اړ کړ چې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او والي واکمني نافذه کړي. شهباز شریف دا ادعا تېره ورځ په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له واکمن والي، پوځي او سیاسي چارواکو او قبایلي مشرانو سره په یوه غونډه کې کړې ده.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي