BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
کرېکټ: افغانستان د یو ورځنیو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له انګلنډ مخکې شو
افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا "ایسيسي" د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له انګلنده په مخکې کېدو سره اووم ځای خپل کړی دی. په نوې درجه بندۍ کې ښکاري چې انګلنډ دمګړۍ په یو ورځنیو سیالیو کې ۹۳، افغانستان ۹۴، او شريلنکا بیا ۹۵ نمبرې لري. د یادونې ده چې افغان لوبډلې خپلې وروستۍ اووه واړه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې دي.
اسرائیلو کې د ټاکنو په ورځ لوېدیځې غاړې ته غځېدلې ټولې ځمکنۍ لارې تړل کېږي
د اسرائیلو پوځ وايي، د راتلونکې سې شنبې ورځې د ټاکنو په ترڅ کې به د لوېدیځې غاړې ټولې ځمکنۍ پولې وتړل شي، او فلسطیني کارګرو ته به ټولو اسرائیلي مېشت ځایونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي. دا محدودیتونه داسې مهال لګېږي چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې وروسته له هغې چې فلسطیني وسلوالو په سیمه کې دوه اسرائیلي سرتېري ووژل، د امنیتي عملیاتو لړۍ چټکه شوې.
ډونلډ ټرمپ: ښايي بیا پر ایران برید وکړو یا یوې هوکړې ته ورسېږو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران خلاف د پوځي ګام د پورته کېدو د احتمال یادونه کړې، خو هممهاله یې دا هم ویلي، چې واشنګټن او تهران ښايي یوې هوکړې ته ورسېږي. خو هغه د ایران خلاف د نویو پوځي اقداماتو د احتمال خبره داسې مهال کوي، چې پخواني ولسمشر بارک اوباما بیا پر نوموړي له ایران سره د جګړې پیلولو له کبله نیوکه کړې ده. اوباما ویلي د ده حکومت پرته له دې چې ان یو توغندی وتوغوي، د اټومي تړون له لارې د ایران لخوا د اټومي وسلو د جوړېدو مخه نیولې وه.
د کراچۍ بندر ګمرک د افغان سوداګرو سلګونه کانتینره مال لیلام ته وړاندې کړی
د کراچۍ بندر ګمرک د افغان سوداګرو سلګونه کانتینرونه توکي، چې د لارو تړل کېدو له کبله دغلته ته ایسار پاتې دي، لیلام ته وړاندې کړي. د لیلامۍ یوه شرکت لخوا په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د افغان سوداګرو د اړوندو کانتینرونو دروازې پرانیستل شوې او توکي یې پیرودونکو ته ورپېژندل کېږي.
د یوناما مشره: د افغانستان راتلونکی د افغانانو په لاس کې دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې رباب فاطمې په خپل لومړي پيغام کې ويلي، ملګري ملتونو لا هم د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دي او زياته کړې یې ده چې "د افغانستان راتلونکی په خپله د افغانانو په لاس کې دی".
پاکستان کې د مایع ګاز بیه له ۶۰۰ کلدارو اوښتې؛ لاملونه یې څه دي؟
پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د اوبلن یا اېلپيجي ګاز بیه پام وړ لوړه شوې او یو کیلو یې له ۶۰۰ کلدارو اوښتی دی. د پاکستان د احصایې فدرال ادارې هم روانه اوونۍ د ګرانۍ په تړاو خپل راپور کې د اوبلن ګاز د بیو د پام وړ لوړېدو پخلی کړی دی.
د دوه اسرائیلي پوځیانو له وژل کېدو وروسته فلسطینیو کورنیو ته د وتلو امر شوی
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، اسرائیلي ځواکونو د لوېدیځې غاړې په سوېل کې د الخلیل ښار شاوخوا ۲۵۰ فلسطیني کورنۍ له خپلو کورونو وتلو ته اړې کړې دي. دا کار د کورونو د ویجاړولو او پر تګ راتګ له پراخو محدودیتونو سره په هممهاله شوی دی.
د امریکا استخباراتي خبرداری: د امریکایانو د وژلو لپاره د ایران پلانونه 'پرمختللو پړاوونو' ته رسېدلي
په یوه تازه استخباراتي یادداشت کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته استول شوی، راغلي چې د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونې له مخې، "ایران په منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکايي ډیپلوماټانو او چارواکو د په نښه کولو هڅې د پام وړ زیاتې کړې دي او د مرګونو بریدونو پلانونه پرمختللو پړاوونو ته رسېدلي دي. "
پولیو یا ګوزڼ څه شی دی او څنګه خپرېږي؟
پولیو یا د ماشومانو فلج یوه ویروسي ناروغي ده چې تر ډېره کوچني ماشومان پرې اخته کېږي. دا ویروس د خولې له لارې بدن ته ننوځي، د کولمو له لارې وینې ته رسېږي او پر عصبي سیستم برید کوي. له هر ۲۰۰ اخته کسانو یو یې د نه رغېدونکي فلج (ډېر کله د پښو له فلجوالي) سره مخ کېږي، او له هر لسو فلج شوو کسانو یو د تنفسي عضلو د فلج کېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
"نباتي غوښه"د افغانستان په کروندو کې ارزښمن خواړه؛ ولې سویا بین د خلکو پر دسترخوان نشته؟
افغانستان د نړۍ له یوې تر ټولو سختې خوارځواکۍ سره مخ دی، د دغه هېواد په لږ تر لږه ۱۸ ولایتونو کې د پروټینونو یو غني محصول کرل کېږي چې لا هم ډېری افغانان پرې خبر نه دي. بي بي سي د (دهقان) د راډیویي خپرونې د لومړۍ کلیزې په پلمه، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم پر څلورمه پیل شوې وه، دا وار له همدې پوښتنې سره چې چاره څه ده؟ د افغانستان کروندو ته ورغلې ده.
د اومو شیدو روغتیايي ګټې څه دي؟
که چیرې موږ د اومو یا خامو، یا نه پاستورایز شویو شیدو د ګټو په اړه په خبرو او بحثونو باور وکړو، نو داسې برېښي چې دا د هر څه لپاره یو حل دی؛ د معافیتي سیسټم له پیاوړتیا نیولې تر شیدو او په ټوله کې له لبنیاتو سره د حساسیت مخنیوي او د هضم تر ښه کولو پورې به یې د هر څه درمل وګڼو.
شهباز شریف د خیبر پښتونخوا حالت له افغانستان سره تړلی؛ د طالبانو حکومت څه وايي؟
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا تور پورې کړی چې افغان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارېږي او همدې حکومت اړ کړ چې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او والي واکمني نافذه کړي. شهباز شریف دا ادعا تېره ورځ په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له واکمن والي، پوځي او سیاسي چارواکو او قبایلي مشرانو سره په یوه غونډه کې کړې ده.
د راشد خان ۲۵۰مه نړیواله لوبه؛ دا افغان ستوری کوم ریکارډونه لري؟
د افغان کرېکټ ستوري لوبغاړي راشد خان د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان له نننۍ یو ورځنۍ لوبې سره په ټولو فارمټونو کې ۲۵۰ نړيوالې لوبې بشپړې کړې.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

















































