BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
په عربي هېوادونو کې افغان مسافر د ایران جګړې څومره زیانمن کړي او ولې حال نه وايي؟
د ایران، امریکا او اسرائیل جګړې که د منځني ختیځ هېوادونه اغېزمن او زیانمن کړي نو هلته مېشت افغان مسافر یې هم له مالي او اقتصادي پلوه ځپلي دي. تر ډېره په متحده عرب اماراتو، سعودي او قطر کې افغانان ډېر اغېزمن او تاواني شوي دي. خو دوی له دې ډاره نه پر خواله رسنیو د خپل حالت په اړه څه لیکي او نه یې له رسنیو سره شریکوي چې هسې نه د ځينو نورو هېوادونو وګړو غوندې، کوربه هېوادونه دوی هم وېره خپروونکي او د خپلو ملي ګټو په زیان وبولي او ډېپورټ یا یې وشړي. خو د بيبيسي پښتو څانګه توانېدلې چې په دغو هېوادونو کې د ځينو افغان مسافرو حال واخلي چې د ایران جګړي یې کاروبارونه څومره ځپلي دي:
ژوندۍ پاڼه, عراقچي: امریکا په بېباکانه پوځي ماجراجویۍ سره ډیپلوماسي قرباني کوي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي امریکا تورنه کړې چې ګوندې په "بېپروا پوځي ماجراجویۍ" سره ډیپلوماسي "قرباني" کوي. هغه پر اېکس یوه خپره کړې لیکنه ویلي: "هر وخت چې یو ډیپلوماټیک حل پر مېز وي، متحد ایالتونه یوې بېباکانه پوځي ماجراجویۍ ته مخه کوي." د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هرمز تنګي کې د وروستۍ نښتې په اړه په لومړني غبرګون کې ویلي، درې امریکايۍ ویجاړوونکې بېړۍ په داسې حال کې په بریالیتوب له هرمز تنګي تېرې شوې، چې ډزې پرې کېدې.
"که د کلثوم ناروغي ژر تشخیص شوې وای، ژوندۍ به وه"
"د کندهار میرویس حوزوي روغتون کې موږ ته وویل شول چې، دا نجلۍ په توره غاړه (توره ټوخلې) اخته ده." دا د یو کلنې کلثوم د تره (اکا) احمدالله ذکي خبرې دي؛ هغه ماشومه چې د کابل په اندراګاندي (د ماشومانو د درملنې ملي او تخصصي) روغتون کې له عملیات دوه ورځې وروسته مړه شوه. د کلثوم کورنۍ وايي، د افغانستان سویل کې یو حوزوي روغتون، دوه شخصي روغتونونه، یو دولتي روغتیایې مرکز او پنځه شخصي ډاکتران د دغې ماشومې د روغتیایي ستونزې په درملنه کې پاتې راغلل.
انسټاګرام د خوندیتوب ټیکنالوژي بدله کړه ستاسو له شخصي پیغامونو سره څه کېږي؟
د انسټاګرام کاروونکي به نور نشي کولی خورا محرم او خوندي پیغامونه مخامخ د چا اکاونټ ته واستوي، ځکه چې د دغه اپلیکېشن دا ځانګړنه په نړیواله کچه بنده شوې ده.
د طالبانو حکومت: د سوداګرو او پانګهوالو وسلهوال ساتونکي دې د دندې پر وخت پوځي جامې نه اغوندي
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له سوداګرو او پانګهوالو له وسلهوالو ساتونکو غوښتي چې د دندې د ترسره کولو پر مهال پوځي یونیفورم وانه غوندی. دغه وزارت وایي، د دې پرېکړې موخه د امنیت ښه ټینګښت او د پوځي یونیفورم د ناوړه استفادې مخنیوی دی. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي، چې شخصي ساتونکي باید د پوځي یونیفورم پر ځای عادي او مناسب ملکي لباس واغوندي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د چین او افغانستان ترمنځ د ازبکستان او ترکمنستان له لارې نوی ځمکنی کاریدور پرانیستل شوی
په لندن کې د ترکمنستان سفارت د دغه هېواد او ازبکستان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د نوي ځمکني دهلیز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی او دا ګام یې د ټولې مرکزي اسیا په کچه تر پخوا "ډېر چټک او کارنده ځمکني لوجېستیک" ته د اوښتلو پر لور د چلن بدلون بللی دی. دغه سفارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې له چین څخه په لنډ وخت کې افغانستان ته د توکو لېږد لپاره د دغه نوي رامنځ ته شوي مسیر یوه برخه له ترکمنستانه تېرېږي.
له ځینو هېوادونو سره د متحده عرب اماراتو اړیکې ولې ترینګلې شوې؟
متحده عربي امارات له سعودي عربستان وروسته د وګړو د شمېر له پلوه د خلیج تر ټولو لوی عربي هېواد دی چې له ۱۱ میلیونو ډېر نفوس لري. د دوی ۹۰ سلنه یې د ۲۰۰ تابعیتونو لرونکي بهرني اوسېدونکي دي. ډېر یې له هند، پاکستان او بنګله دېشه د کار لپاره ورغلي دي. هندي کډوال د هېواد د وګړو ۳۸.۴۵ سلنه جوړوي.
پاکستان کې د ماشومانو په وینه کې سرپ څنګه ورګډېږي او ولې دا یو جدي خطر دی؟
عامر شهزاد د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د هریپور ولسوالۍ د صنعتي سیمې حطار صنعتي سیمې ته نژدې د کلمه چوک اوسېدونکی او ورځ مزدور دی. د هغه پنځه ماشومان اکثر ناروغه وي، خو اته کلنه لور طوبیٰ شهزادي له تېرو نژدې یو کال راهیسې له سختو روغتیایي ستونزو سره مخ ده.
د طالبانو حکومت ولې د ځینو دولتي ادارو له رسمي نومونو "ملي" کلمه لرې کړې؟
د بيبيسي ارزونې ښيي چې د طالبانو حکومت لږ تر لږه د درېیو ادارو له رسمي نومونو د "ملي" کلمه ایستلې ده. د دغو ادارو په رسمي نومونو کې د "ملي" کلمې پر ځای اوس "عمومي" لیکل شوي دي. طالبانو حکومت د ادارو په اړوند رسمي ویبسایټونو او ټولنیزو شبکو - په ځانګړې توګه اېکس (پخواني ټویټر) کې چې د طالبانو حکومت ادارې یې ډېر کاروي - زموږ د لټون له مخې په دې وروستیو کې د ازموینو، چاپیریال ساتنې، او احصایې او مالوماتو د ادارو له رسمي نومونو "ملي" کلمه ایستل شوې او پر ځای "عمومي اداره" لیکل شوي دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۹ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۸ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۸ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۸ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.










































