BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
اروپا ته د طالبانو حکومت د پلاوي یو ورځنی سفر؛ 'د افغان کډوالو او دیپلوماتیک حضور' په اړه خبرې
بي بي سي ته یوې سرچینې تایید کړې چې اروپا ته د طالبانو د حکومت د پلاوي یو ورځنی سفر پایته رسېدلی دی او د سرچینې په خبره مشخصو مسایلو باندې خبرې شوې دي. ویل کېږي دغه سفر " د اروپايي ټولنې په بلنې" نن سه شنبه (۲۳ جون) ترسره شو. سرچینه وایي، د طالبانو د حکومت پلاوي د یوې ورځنۍ ویزې د ترلاسه کولو لپاره څو ورځې په ترکیه کې تېرې کړې وې.
د ایران او امریکا هوکړه: د ایران ولسمشر په رسمي سفر اسلام اباد ته ورسېد
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په رسمي سفر پاکستان ته تللی دی. د ایران نیمه دولتي خبري اژانس (تسنیم) په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي پزشکیان نن سې شنبه (جون ۲۳مه) پاکستان ته له روانېدو مخکې د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې د پاکستان د رول ستاینه کړې. د تسنیم په رپوټ کې د ښاغلي پزشکیان له قوله ویل شوي، چې د اسلام اباد هڅې 'پام وړ' وې.
د هندۍ سینما نوی فلم: د هند او پاکستان بېلتون او په مینه کې جدایي
د هند وتلي فلم جوړوونکي امتیاز علي یو نوی فلم په هند او پاکستان دواړو او د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کې د خلکو خوښ شوی دی. دغه فلم "مې واپس اونګا" نومېږي چې پښتو ژباړه یې "زه بېرته راځم" ده. فلم د هند له وچې د پاکستان د بېلدو موضوع باندې جوړ دی او کیسه یې پر مینې ولاړه ده.
فوټبال نړیوال جام: د 'زرین بوټ' په سیالۍ کې څوک مخکښ دي؟
د زرین بوټ "ګولډن بوټ" جایزې ترلاسه کولو په تاریخ کې دا روانې هڅې په یوه په زړه پورې سیالۍ بدلېږي. "ګولډن بوټ" په یو ډول د ډېرو ګولونو د وهولو سیالۍ ده. د فوټبال لوبغاړي هڅه کوي چې په ټولو لوبو کې ډېر ګولونه ووهي او پای کې بیا د "ګولډن بوټ" جایزه خپله کړي. لیونل مېسي په دوو لوبو کې د پنځو ګولونو په وهلو سره مخکښ دی.
امریکا د تېلو بندیزونه نرم کړل؛ ایران د اټومي پلټونکو ورتګ په هکله د وینس ادعا رد کړه
ایران د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس هغه ادعا رد کړې چې ویلي یې و، دغه هېواد به بېرته د اټومي انرژۍ نړیوالو پلټونکو ته د ننوتلو اجازه ورکړي. دا خبره وروسته له هغې راپورته شوه چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې ختمولو په پار د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
فرانسوۍ ښځه چې مېړه په زور ۱۲ کاله له ماشومانو سره باړه کې ساتلې؛ "بېرته فرانسې ته ځم"
په خیبرپښتونخوا کې پولیس وايي، یوه ۵۴ کلنه فرانسوۍ ښځه یې چې د خپل مېړه لخوا له پېنځو ماشومانو سره یو ځای په زور 'باړه' کې په یوه کور کې ساتل کېده، موندل شوې ده. پولیسو ویلي، د دې ښځې د مېړه خلاف یې د زور زیاتي او خپلسري حبس د تور قضیه ثبت کړې او هغه یې نیولی دی. د خیبر ضلعې د پولیسو مشر (ډيپياو) وقار احمد بيبيسي ته ویلي، د سلویا یاسمینا په نوې دې فرانسوۍ ښځې ته د مېړه له کوره د وتلو اجازه نه وه او دا چې زوی یې د موکې په موندلو سره ځايي پولیس پرې خبر کړي دي.
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
له بلوچستانه رپوټونه وايي چې د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشرې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅ ته د "عمري بند سزا اورول شوې ده". اغلې بلوڅ ته دا سزا د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې نن دوشنبه (چنګاښ لومړۍ/جون ۲۲) اورولې ده. ځینو پاکستانیو رسنیو او پر خواله رسنیو فعالانو لیکلي چې د اغلې بلوڅ محاکمه د کوټې له زندانه په انلاین بڼه ترسره شوه او محکمې په ګوادر کې د یوه امنیتي کس د وژنې په قضیه کې پړه وپېژندله او د عمري بند سزا یې ورته واوروله.
د بریتانیا د لومړي وزیر استعفا: انډي برنهم د پارلمان د غړي په توګه لوړه کړې
د بریتانیا د کارګر ګوند د مشر او لومړي وزیر سر کېیر سټارمر تر استعفا وروسته د دغه ګوند بل غړي انډي برنهام د پارلمان د غړي په توګه لوړه وکړه. ښاغلي برنهم تایید کړې چې غواړي د لومړي وزیر په توګه د سټارمر ځایناستی شي. خو هغه بيبيسي ته ویلي، اوس تر وخت وړاندې ده چې د نویو عمومي ټاکنو په تړاو فکر وشي.
افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند ومړ
د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند نن یکشنبه (د جون ۲۱مه) د ۶۷ کلونو په عمر جرمني کې مړ شوی دی. د هغه د کورنۍ یوه غړي طلا احمدزي بيبيسي ته ویلي، چې نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغ و او تشخیص شوې وه، چې پر سرطان اخته دی. عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۳ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۳ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۳ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































