BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د چاودنې ځای

    د خیبر پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ کې چاودنې د دوو پولیسو په ګډون اوه کسان وژلي

    د پاکستان خیبر پښتونخوا شمال لوېدیځ کې د سې‌شنبې په ورځ یوه بازار کې چاودنې اوه کسان، چې دوه پولیس او پنځه ولسي وګړي دي، وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي. پولیس وايي چاودنه لکي مروت کې شوې ده. دا په تېرو څلورو ورځو کې په دغه سیمه کې دویم خونړی برید دی. تېره ورځ هم بنو کې د پولیسو پر پوستې برید کې ۱۵ پولییس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.

  • فیدان او آل ثاني

    ژوندۍ پاڼه, فیدان په قطر کې: هرمز تنګی باید د وسلې په توګه ونه کارول شي

    د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، چې قطر ته په سفر تللی، ویلي چې انقره د هرمز تنګي د پرانیستلو د هڅو ملاتړ کوي. هاکان فیدان په دوحه کې له خپل قطري سیال سره په ګډ خبري کنفرانس کې هم وویل چې د هرمز تنګي باید د "وسلې" په توګه ونه کارول شي. د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني هم وویل چې ایران باید د هرمز تنګي د فشار یا د "باج اخیستلو" د وسیلې په توګه ونه کاروي.

  • flags

    اروپايي کمېسیون د افغان کډوالو ستنولو په تړاو طالب چارواکي بروکسل ته ورغواړي

    اروپایي کمېسیون ویلي، پلان لري په نژدې راتلونکې کې د طالبانو چارواکي بروکسل ته وروبولي چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو خبرې ورسره وکړي. دا سفر، چې له سویډن سره په همغږۍ ترسره کېږي، افغانستان ته د اروپایي چارواکو له دوو پخوانیو سفرونو وروسته ترسره کېږي چې همدا موضوع پکې مطرح شوې وه.

  • ایرانۍ الوتکه

    اسلام‌اباد پاکستان ته د ایراني پوځي الوتکو لېږدول رد کړي

    په امریکا کې د بي بي سي همکارۍ رسنۍ سي بي اېس د دوو امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې پاکستان په "پټه توګه ایرانيو پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې چې د دغه هېواد په هوايي اډو کې ځای پر ځای شي". له سي بي اېس سره د خبرو پر مهال د امنيتي مسايلو په اړه باخبره امریکايي چارواکو ويلي، ښايي ایران خپلې ځينې پوځي الوتکې په پاکستان کې د دې لپاره ځای پر ځای کړې وي چې د پراخېدونکې جګړې او د امریکا له هوايي بریدونو یې خوندي کړي.

  • دوه مېرمنې دوشنبه کې

    تاجکستان: هغه افغانان ایستل شوي چې جرمونو کې ښکېل وو

    د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ادعا کړې چې د یوشمېر کډوالو لخوا د جرمونو ډېرېدل د تاجکستان امنیت له خطر سره مخ کوي او د همدې ډول پېښو د مخنیوي په موخه یې یو شمېر افغان وګړي له خپل هېواده ایستلي دي. شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د تاجکستان په شمال کې د یوې تاجکستانۍ مېرمنې له وژل کېدو وروسته، تر ۲۵۰ ډېر افغان کډوال له تاجکستانه افغانستان ته په زوره ستانه کړل شوي دي.

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #1
  • کراچۍ
  • د مټ ګالا په اړه مو اورېدلي؟
  • Bannu
  • کایب
  • مراسم
  • USA Deplo
  • عراق
  • روباټ راهب
  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د جنازې مراسمو په دغه عکس کې ګڼ تابوتونه ایښي چې د پاکستان بیرغ پرې اچول شوی او شا ته یې ملا او ورپسې مقتدیانو د جنازې لمونځ ته اقتدا کړې ده.

    د پښتونخوا په بنو کې د موټربم برید مسؤلیت اخیستونکې "اتحاد المجاهدین پاکستان" ډله څومره پېژنئ؟

    "اتحاد المجاهدین پاکستان" هغه ډله ده چې د خیبر پښتونخوا د بنو په فتح‌خېل کې یې پرون یکشنبه (غويی ۱۹/مې ۹) د پولیسو پر پوستې د هغه موټر‌بم او وسله‌وال برید مسؤلیت اخیستی چې د چارواکو په وینا، ۱۵ پولیس پکې ووژل شول. خو دا ډله څوک ده او کله رامنځ‌ته شوې؟

  • کابل له لوړ ځایه

    د طالبانو حکومت لخوا د "امارتي" اعلان شويو ښارګوټو برخلیک به څه وي؟

    افغانستان کې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د قضایای دولت چې اوس د قضایای امارت په نوم یادیږي، مشر او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق په خپله لومړۍ ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وویل د اماراتي یا دولتي اعلان شویو ځمکو په اړه کمېسیون د محکمې د حکم پر پلي کولو مکلف دی. خو زیاتوي د اسلامي شریعت په رڼا کې داسې پرېکړه نه کیږي چې یوه لوري ته "بشپړ زیان" واوړي.

  • قطر

    د قطر له ګازو د دوبۍ تر ګرځندوی صنعت پورې: د خليج هېوادونو پر اقتصاد د ایران د جګړې اغېز

    د ۱۹۹۰مې لسيزې په پيل کې قطر له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ و. د لوړې کچې پورونو او د دولت کمو عایداتو پر عامه بوديجې دروند فشار راوړی و. د اقتصادي ودې لپاره دغه کوچني خليجي هېواد پرېکړه وکړه چې د طبيعي ګازو په برخه کې پانګونه وکړي، دا داسې يوه برخليک ټاکونکې پرېکړه وه چې وروسته یې د قطر اقتصادي حالت بدل کړ.

  • جنگ ربات ها

    په نړۍ کې د جګړو راتلونکی: د روباټونو پر وړاندې د روباټونو جګړه

    د بریتانيا او اوکرايين د وسلو جوړولو یوې کمپنۍ بي بي سي ته ويلي، ښايي يوه ورځ د اوکرايين د جګړې په ډګر کې د روباټونو شمېر د انساني ځواکونو پرتله زيات شي. دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي تېره مياشت ويلي وو چې د هېواد یوه ټوټه خاوره یې د لومړي ځل لپاره يوازې د روباټونو او بې پيلوټه الوتکو په کارولو سره له روسي ځواکونو بېرته نيولې ده.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۱ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي