BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت وایي، له پاکستان سره په خبرو کې د امریکا د هڅو د وړاندیز هرکلی کوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې کارېدلو خبره یو ځل بیا رد کړې او په دې هکله یې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د څرګندونو غبرګون کې ویلي چې یوازې پر هغو معلوماتو یې تکیه کړې چې پاکستان ورکړي دي. ورسره د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د امریکا په ګډون د هر هغه هېواد د هڅو هرکلی کوي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ یې د منځګړیتوب لپاره کوي، خو په وینا یې جګړه پاکستان پیل کړې.
کرېکټ: افغانستان د زېمبابوې ټول لوبغاړي په ۷۹ منډو وسوځول
د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د شل اوریزو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه د متحده عرب امارتو په شارجه کې روانه ده.
مجاهد: پاکستان د کړکېچ سولهییز حل ته چمتو نه دی؛ اسلام اباد وايي، د وګړو امنیت یې د مذاکرې وړ نه دی
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت (MoIB) وايي، د طالبانو حکومت د ویاند ذبېحالله مجاهد وروستۍ څرګندونې د کابل ناسم چلند او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابېدونکو اړیکو د اصلي لامل له منلو انکار څرګندوي. دغه وزارت شنبه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو حکومت پر مشرانو له دې کبله نیوکه کړې چې ګوندې د دوه اړخېزو اړیکو د خبرابېدو پړه په دوامداره توګه "د اسلاماباد پر پالیسیو" اچوي، او د دوی په وینا "له افغان خاورې د راټوکېدونکې ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې پر خپله دوامداره ناکامۍ" پرده اچوي.
افغانستان د هانګ کانګ شپږ اوريز کرېکټ پایلوبه وګټله
اسټرالیا د پنځو وېکټو په زیان ۱۱۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه. په ځوابي لوبه کې افغانستان په داسې حال کې چې پنځه توپونه یې لا پاتې وو، د دوو وېکټو په زیان هدف پوره کړ او بریا یې خپله کړه.
جرمني کې د ګرانۍ پر ضد مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې
د شنبې په شپه د جرمني د فرانکفورت ښار په مرکز کې لاریون کوونکو وروسته له هغه یو شمېر دوکانونه لوټ کړل، چې د ژوند د لوړو لګښتونو پر ضد د جرمني په ځینو ښارونو کې اخ و ډب رامنځته شو. د فرانکفورت ترڅنګ، چې د جرمني اقتصادي مرکز ګڼل کېږي، په برلین، کولون او هامبورګ ښارونو کې هم د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي. پولیس وايي، د اور وژنې او بېړنیو خدمتونو پر کارکوونکو د اورلوبو توکو، ډبرو او بوتلونو له غورځولو وروسته یې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره د اوبو توپونه وکارول.
ټرمپ: له ایران سره مذاکرات ښه روان دي، خو د باور وړ نه دي
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له ایران سره خبرې سمې روانې دي او ایران جوړجاړی غواړي. د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ په فلوریډا کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره د خبرو په اړه د ده اصلي اندېښنه دا ده، چې پر ایران ډېر باور نه شي کېدای.
د ښارونو نړیواله ورځ: ملګري ملتونه وايي کابل میلیونونو کسانو لپاره د یوه هوسا او سوکاله ژوند پر ښار بدلیدای شي
د ملګر ملتونو د استوګنې یا اسکان اداره 'یو این هبیتات' وايي، اټکل دا دی چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو یو افغان په ښارونو کې ژوند کوي او دا چې دغه وضعیت له فرصتونه او ننګونې دواړو ډک دی. دا اداره زیاتوي، که کابل ښار ته پام لا ډېر شي نو کېدای شي چې دا ښار د میلیونونو کسانو لپاره د هوسا او سوکاله ژوند په ښار بدل شي. کابل، چې شاوخوا شپږ میلیونه اوسېدونکي لري، د هغو پلازمېنو له ډلې دی چې په چټکۍ پراخېږي.
امریکایۍ رسنۍ: د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي لسګونه افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته ستانه کړي
مریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي یو شمېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي له متحدو ایالتونو وباسي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې او اېنبيسي نیوز د سرچینو په حواله ویلي، ټاکل شوې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدول شي او له هغه ځایه بیا افغانستان ته واړول شي. د پناه غوښتونکو ملاتړو بنسټونو د ټرمپ د ادارې پر دغې پرېکړې نیوکه کړې او اندېښنه یې ښودلې چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخامخولی شي.
ولې په هېتي او کېنیا کې ورانکارې ډلې ځانونه "طالبان" بولي؟
په یوه ویډیو کې ښکاري، یو ځوان چې د باسکیټ بالرانو جامې یې اغوستې دي او څپلۍ یې په پښتو دي، په هوا کې یې ډزې کوي. له دې شېبې وروسته په یوه بله ویډیو چورلکه ښکاري چې د پرواز په حال کې ده. پر تصویر لیکل شوي وو: "Taliban Yo atè a" "طالبان ښکته/پر ځمکه دي".
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د طالبانو حکومت: د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې نن په کندهار کې د شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستې ته وسپارل شو. د ریاست الوزاء اقتصادي معاونیت پرخپله اېکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا فاز په ورځني ډول د "۱۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید وړتیا لري چې په مستقیم او نامستقیم ډول به زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي".
امریکا پر اوکرایین د ۵۰۰ پاتریوت توغندیو د پلورلو موافقه وکړه
د امریکا متحده ایالاتو پر اوکرایین د ۵۰۰ پاتریوت توغندیو د پلورلو موافقه کړې ده. اوکرایین د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره دغو توغندیو ته سخته اړتیا لري. د دغو توغندیو د پلورلو پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې اوکرایین اعلان وکړ، په تېرو څو میاشتو کې د دغو توغندیو د لېږد بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.
په هند کې دری مسلمانان د غوا حلالولو په تور په عمري بند محکوم شوي
د هند په ګجرات ايالت کې د ګاندي نګر سيمې يوې ځايي محکمې د غواګانو د حلالولو په يوه قضيه کې دری مسلمانان په عمري بند محکوم کړي دي.
کرېکټ: راشد خان په نړيوالو شل اوريزو کې د ۲۰۰ لوبغاړو سوځول د خپل ځان او افغانستان لپاره ویاړ بللی
افغانستان کرېکټ ستوري راشد خان په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د ۲۰۰ وېکټو اخیستو ریکارډ جوړ کړ. د زېمبابوې پر وړاندې وروستۍ شل اوريزه لوبه کې د وېکټې له اخيستو وروسته نوموړی لومړنی لوبغاړی شو چې په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې ۲۰۰ لوبغاړي سوځوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه۲ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر۱ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه۱ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۰۰, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبر و نظر۱ نومبر ۲۰۲۶, ۱۳:۰۰, ۱۴،۳۰ موده
برنامه نظر و تحلیل شنوندگان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































