BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د سپټمبر ۱۱مه؛ په دې ورځ څه پېښ شول او څومره کسان ووژل شول؟
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مه، د سې شنبې ورځ وه، چې په نیویارک کې دوه الوتکې د نړیوال سوداګریز مرکز له غبرګو لوړپوړیزو ودانیو سره وجنګېدې. دوېمه الوتکه له لومړۍ الوتکې ۱۷ دقیقې وروسته پر هدف ولګېده. دغو لوړو ودانیو اور کې واخیست، خلک یې په پورتنیو پوړونو کې بند پاتې وو. ښار د لوګيو ډک شوی و. له دوو ساعتونو په کمه موده کې، دواړه ۱۱۰ پوړیزې ودانۍ د دوړو او خاورو په سترو ورېځو کې را ونړېدې.
اپل لومړنی قاتېدونکی ایفون بازار ته وړاندې کوي
اپل خپل تر ټولو ګران بیه ایفون وړاندې کړ - یو قاتېدونکی ټیلیفون چې ۱۹۹۹ پونډه بیه لري. او په تېرو نژدې ۲۰ کلونو کې د ایفون ډیزاین کې لومړی ستر بدلون ښيي. ایفون دوئو (iPhone Duo) د نوي مشر جان ټرنوس لخوا یو قمار بلل کېږي، چې په دې میاشت کې یې د مخکېني اجراییوي مشر ټیم کوک ځای ونیو.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: قانوني ویزه او پوهنتونونو سره ثبت افغان محصلین کولای شي زدکړو ته دوام ورکړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې پر افغان محصلینو بشپړ بندیز نه دی لګېدلی، او هغه افغان محصلین چې قانوني ویزه لري او د پوهنتونونو په رسمي پروګرامونو کې ثبت دي، کولی شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
راپورونه: د یمن حوثیانو د مخا بندر نیولی؛ پاکستان وايي، د سعودي پر ضد د حوثیانو د بریدونو په ځواب کې اوس د پوځي اقدام هېڅ احتمال نه شته
رویټرز خبري اژانس د یمني حکومت د درېیو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وسله والو حوثیانو د 'مخا' بندر تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی. حوثیان هڅه کوي چې د سره سمندر ستراتیژیک بندرونه ونیسي. دا اقدام به پر باب المندب تنګي د هغوی نفوذ لا زیات کړي، چې د سره سمندر د نړیوالې سمندري سوداګرۍ او بېړیو تګ راتګ لپاره یوه مهمه لاره بلل کېږي.
ټرمپ: ایران د سیاسي دلایلو له مخې د امریکا تر ټاکنو مخکې د شخړو پای ته رسولو لېوالتیا نه لري
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د وینا لپاره ټکساس ایالت ته تللی، د چهارشنبې په شپه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ''ایران به هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي'' او په وینا یې د تهران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوي لپاره د پوځي اقدام پرېکړه شوې ده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
له پاکستانه د روغتیا برخې افغان محصلانو د ایستلو په اړه پراخ غبرګونونه څرګند شوي
افغان محصلانو ته پاکستان کې د طبي زدکړو شورا (پياېمډيسي) اړوندو طبي بنسټونو او ادارو ته امر کړی چې نویو افغان محصلینو ته په دې ادارو کې د زدکړو لپاره د داخلې له ورکولو ډډه وکړي، د پاکستان دې کار خپله پاکستان، افغانستان او بهر کې غبرګونونه راپارولي دي. د طالبانو حکومت وايي، له پاکستانه ایستل کېدونکو افغان محصلانو ته افغانستان کې د پاتې روغتیايي زدکړو د دوام زمینه برابروي.
د احمد شاه مسعود له وژل کېدو ۲۵ کاله وروسته؛ د هغه د قضیې برخلیک څنګه شو؟
د افغانستان د سیاست له مشهورو څېرو، احمد شاه مسعود، له ترور څخه ۲۵ کاله تېرېږي. د نوموړي کورنۍ وايي، د افغانستان حکومتونو د احمد شاه مسعود د ترور د قضیې د تعقیب او څېړنې په برخه کې لازمې همکارۍ نه دي کړې.
د ناروې د کډوالو شورا: کورنۍ د سقوط په حال کې دي، پرېښودل شوې او له پامه غورځول شوې
د ناروې د کډوالو شورا وايي، په افغانستان کې کورنۍ له داسې کړکېچ سره مخ دي چې هره میاشت لا پسې سختېږي. دغې ادارې په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي، د بېځایه کېدو، جګړو، اقلیمي ناورینونو او جنسیتي تبعیض له امله د خلکو ستونزې زیاتې شوې دي. د ناروې د کډوالو شورا یا (اېنارسي) سرمنشي یان ایګلانډ دا اونۍ افغانستان ته سفر کړی او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان په بشپړه توګه پرېښودل شوی او د دې وضعیت تر ټولو بدې پایلې ښځې او نجونې زغمي.
ولې د ښځو ښکنځل کول بد ګڼل کېږي؟
په هند کې د یوه لاریون په ترڅ کې د ځوانو ښځو نوي انځورونه چې پکې ښکنځلې کوي، یو غیر معمولي بحث راپورته کړی دی: ایا کله چې د ښځو له خولې سپکې خبرې راوځي، بد ګڼل کېږي؟ په دې بحث کې تازه ورګډ شوی کس، د هند د اصلي اپوزیسیون ګوند مشر راهول ګاندي دی، چې د ځوانو ښځو د ښکنځلو په اړه یې د لومړي وزیر نریندرا مودي پر څرګندونو نیوکه کړې، چې دا یې "کلتوري شاک" بللی و.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































