BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې ۳۸مه ورځ؛ تهران کې سخت بریدونه شوي
امریکا او اسرائيل نن دوشنبه له ایران سره د جګړې پر ۳۸مه ورځ د تهران بېلابېلو برخو کې سخت هوايي بریدونه کړي دي. په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د تهران په لوېدیځ کې له ځینو سیمو لوګي پورته کېږي. په دغو بریدونو کې د شریف صنعتي پوهنتون ځینې برخې هم په نښه شوې دي.
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ خوست ولایت کې د تازه نښتو راپورونه ورکړل شوي
د افغانستان له ختیځ خوست ولایت څخه راپورونه وايي د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې تېره شپه یو ځل بيا سختې نښتې شوې دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د سرچینو له خولې ادعا کړې چې جګړه "پاکستاني پوځ پيل کړې" او د طالبانو حکومت یې ځواب ورکړی دی. دوی وايي، نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني لوري د تڼیو ولسوالۍ اړوند پر "ملکي خلکو" د توپونو مرمۍ وتوغولې.
جرمني کې نوی قانون: د ۱۷ او ۴۵ کلونو ترمنځ سړي د پوځ له اجازې پرته په اوږده سفر بهر نه شي تلی
د اوسنیو اصولو له مخې په عمومي ډول دا ډول اجازې ترلاسه کول اسانه دي ، خو دا معلومه نه ده که دا قانون ماتیږي حکومت به یې پلې کولو لپاره څه ډول ګامونه اخلي.
کابل وايي پاکستاني بریدونو کې "په ټولیز ډول ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د فبرورۍ په ۲۲ مه د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې په افغانستان کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا تارړ بیا له خپل لوري ورکړ شوو شمېرو کې ویلي دي"د خوارجو او افغان د طالبانو۷۹۶ کسان یې وژلي دي او له ۱۰۰۰ زیات یې ژوبل کړې دي که څه هم د دواړو خواو ترمنځ له اختروروسته په عمومي ډول تاوتریخوالی راکم شوی خو بیا هم وخت نا وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو سیمو نه د درنو وسلو د بریدونو راپورونه ورکول کېږي .
کابل کې د منځنۍ اسیا هېوادو له استازو سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو غونډه
د افغانستان پلازمېینه کابل د یکشنبې پر ورځ د منځنۍ اسیا هېوادونو له استازو سره د مشورتي خبرو اترو په پار د جوړې شوې غونډې کوربه و. په دې یوه ورځنۍ غونډه کې طالبانو حکومت له استازو علاوه د اوزبېکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قزاقستان ډېپلوماټانو ګډون درلود.
"پردیو" اصطلاحاتو ته د بدیل موندلو پلاوی وټاکل شو
د طالبانو حکومت مشر د عدلیې ورازت په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی دی چې اړونده ادارو او اصولي سندونو کې کارېدونکو پردیو اصطلاحاتو ته بدیل پیدا کړي. په دې اړه د مولوي هبت الله اخوندزاده فرمان څلور مادې لري او سر له یکشنبې په رسمي جریده کې د خپریدو او اجرا وړ بلل شوی دی.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
"څو شپې مې خوب نه دی کړی" ايرانيان د جګړې له امله د زياتېدونکې نهیلۍ کيسې کوي
تر هغه وخته چې جګړه د تهران په نورو سیمو کې روانه وه، نو د "ستارې" او د هغې د همکارانو پر ژوند یې اغیز کم و. خو کله چې هغې يو خطرناک ږغ واورېد، چې د دفتر ودانۍ یې ور ولړزول، نو یې همکارانو ته وويل: " فکر کوم د بم ږغ و."
ولې د وزن کمولو درملو کارول یوه چټکه حل لاره نه ده
سارا لی بروک د وزن کمولو درملو د بدلون راوستو او اغیزو مستقیمه تجربه لري. هغې د خپل بالغ عمر ډیره برخه له چاغښت سره تېره کړی او ګڼ شمېر رژیمونه یې ازمویلي دي.
چين د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ خبرې مثبتې او د پرمختګ په حال کې بللي
د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ د چین په ارومچي ښار کې د خبرو په دویمه ورځ کوربه بېجېنګ دا خبرې مثبتې او په پرلپسې ډول د پرمختګ په حال کې بللې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جمعې پر ورځ (اپرېل درېیمه) په یوه خبري غونډه کې وویل، " د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې په ثابت ډول مخته روانې دي."
د سېلابونو راوتو پر وخت څه وکړو؟
په وروستیو ورځو کې د افغانستان ډېری ولایتونه د ویجاړوونکو سېلابونو شاهدان وو، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او درانه مالي زیانونه یې رامنځته کړي دي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۵ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۵ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































