BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: پر لبنان د اسرائیل بریدونه له اوربنده ښکاره سرغړونه ده
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیبزاده د پرون چهارشنبې په ورځ د اسرائیل له خوا پر لبنان شوي بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له هوکړې "ښکاره سرغړونه" بللې. په همدې حال کې په پاکستان کې د ایران سفیر خبر ورکړی چې یو ایرانی پلاوی په مذاکراتو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ورځي. هاخوا بیا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې امریکايي ځواکونه به د "واقعي تړون" تر پلي کېدو پورې د ایران شاوخوا پاتې شي.
مهم خبرونه
چين کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اوو ورځنيو مذاکراتو کې څه تېر شول؟
د امريکا او ايران ترمنځ له اوربند وروسته، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په چين کې د تېرو اوو ورځو راهیسې روانو مذاکراتو کې مثبتې نښې لیدل شوي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه ویناپاڼه کې ويلي چې دواړه هېوادونه د کړکېچ د پاى ته رسولو لپاره د يوه ټولیز حل پر موندلو همغږۍ ته رسېدلي دي.
''زما د جنسیتي هویت له کبله په جرمني کې د افغانانو یوه غونډه لغوه شوه''
په سویډن کې د بشري حقونو یوه افغان فعاله مهره ساغري وايي، په جرمني کې د افغانانو اړوند ځینو سازمانونو د هغې د "جنسيتي هویت" له امله په یوه غونډه کې د ویناوالې په توګه د دې له ګډون سره مخالفت کړی.
افغانستان کې د سېلابونو له امله د مړو شوو شمېر۱۴۸او پښتونخوا کې ۴۸ کسانو ته لوړ شوی
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو لړۍ روانه ده چې له امله یې د نورو سېلابونو راپورونه هم ورکړل شوي دي. په تازه پېښو کې د ا افغانستان د ننګرهارپه شېرزادو ولسوالۍ کې د چهارشنبې پر شپه د یوه کور چت نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شوي دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت: افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د کړکېچ حل لپاره هر اړخیزې لارې ولټوي
د چين د بهرنيو چارو وزارت د چهارشنبې پر ورځ وويل، چې "افغانستان او پاکستان په ارومچي کې د سولې د خبرو اترو پر مهال هوکړه وکړه چې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره به هر اړخیزې حل لارې لټوي."
عراق کې تښتول شوې امریکایي خبریاله خوشې شوه
شیلي کېټلسن وړاندې په سوریې او عراق کې هم کار کړی دی.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
پر دوبۍ د ایران جګړې اغېز؛ ګرځندوی صنعت او مسافر کارکوونکي له کومو ستونزو سره مخ دي؟
تېر کال نږدې شل میلونه بهرنيو سیلانیانو دوبۍ ته سفر کړی و چې له امله یې دا ښار د نړۍ له تر ټولو ډېر لیدل کېدونکو ښارونو وشمېرل شو. خو له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړې دوبۍ ته د سېلانیانو پر ورتګ ډېر منفي اغېز کړی او ځایي کاروبارونه یې هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. له روان حالته وړاندې به ماښام مهال د دوبۍ رستورانتونه له خلکو ډک وو؛ د سېلانیانو، سوداګرو او هلته د مېشتو وګړو ګڼهګوڼه به پکې وه چې هېڅ مېز او څوکي به یې تش نه وو. خو اوس کیسه هغسې نه ده، ډېری رستورانتونه تشتور دي او د مشتریانو شمېر یې په چټکۍ سره راکم شوی دی.
د اټومي بریدونو ضد د "قیامت ورځې" الوتکه
دغه الوتکه چې په ۱۹۷۴ کال کې د سړې جګړې په اوج کې چمتو شوه، موخه یې د یوه داسې هوایي یا الوتونکي د قوماندې مرکز برابرول وو، چې که په امریکا کې وضعیت له کنټروله ووځي او پر ځمکه د امریکا د قوماندې او کنټرول مرکزونه له کاره ولوېږي، د کار وړ وي.
یوازې سفر کوونکو ښځو ته تر ټولو خوندي پنځه هېوادونه کوم دي؟
د هغو ښځو شمېر په ډېرېدو برېښي چې یوازې سفر کوي. د سېلانۍ او ګرځندوی خدمتونو وړاندې کوونکې اداره (ټور اپرېټرز) وايي چې په یوازې سفر کوونکو ښځو کې ډېرۍ یې هغه دي چې عمر یې له ۵۰ اوښتی او د سفر پرمهال کوم ملګري ته اړتیا نه لري. "د یوې ښځې لپاره یوازې سفر کول" دا هغه موضوع ده چې په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ په کچه په انلاین یا پرلیکه بڼه یې په پلټلو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی ترسترګو شوی.
په ایران کې د امریکا د هوايي ځواک افسر څنګه وژغول شو؟
د امریکا پوځ د الوتکې عمله غړی وروسته له هغه چې جنګي الوتکه یې د ایران په یوې لیرې سیمه کې وویشتل شوه، په ډېر ډراماتیک ډول وژغورل شو.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۹ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
ژوندۍ خپرونه واورئ, غږیز کتاب, ۱۱:۰۰, ۹ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۹ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۸ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































