د فوټبال نیمه پایلوبو کې څوک غښتلي دي؟

د فوټبال نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې به نن شپه ( سه شنبه د جولای ۱۴ مه ) د اروپا دوه پیاوړې لوبډلې، اسپانیا او فرانسه، له یو بل سره بخت ازمویي.
دواړه لوبډلې د نړیوال جام د پورته کولو تجربه لري او دواړو په دې سیالیو کې د اتلولۍ جدي دعوه کړې ده.
اسپانیا چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د خپل تاریخ یوازینۍ نړیواله اتلولي ګټلې وه، سږکال بیا د یوه منظم او متوازن ټیم په توګه راڅرګنده شوې ده.
اسپانویانو د ټول جام په اوږدو کې یوازې یو ګول خوړلی او په ډېرو لوبو کې یې د توپ کنټرول ساتلی دی.
که څه هم د دوی د ګولونو شمېر د نورو مدعیانو پرتله ډېر نه دی، خو دفاعي ځواک، منځنۍ کرښې نظم او د لوبې کنټرول هغه څه دي چې اسپانیا یې تر دې پړاو پورې رسولې ده.
بل لور ته فرانسه ولاړه ده، هغه لوبډله چې په ۲۰۱۸ کال کې نړیواله اتله شوه او په وروستي نړیوال جام کې یې تر پایلوبې ځان ورساوه، خو هلته یې له ارجنټاین څخه ماتې وخوړه.
اوس د کیلیان اېمبپې په مشرۍ د فرانسې بریدګر ځواک خورا خطرناک بلل کېږي او د ډېرو شنونکو په اند فرانسه د روانو سیالیو تر ټولو بشپړه او تکړه لوبډله ده.
د دې لوبډلې چټک بریدونه، انفرادي مهارتونه او د مهمو لوبو تجربه کولی شي د هر سیال لپاره ستونزې جوړې کړي.
خو د نننۍ لوبې اصلي پوښتنه دا ده چې د فرانسې ځواکمن برید به د اسپانیا منظمې دفاع ته څنګه ځان ورسوي؟
که فرانسه وکولای شي د لوبې چټکتیا وساتي، ښايي اسپانویان تر فشار لاندې راولي خو که اسپانیا له خپلې خوښې سره سم د توپ مالکیت وساتي او د لوبې ریتم کنټرول کړي، نو د فرانسې خطرناک بریدونه به محدود شي.
دویمه نیمه پایلوبه
سبا بیا بله نیمه پایلوبه د نړیوال فوټبال له تاریخي سیالیو څخه یوه بلل کېږي.
ارجنټاین، چې د تېر نړیوال جام اتله ده، له انګلنډ سره مخامخ کېږي.
انګلنډ خپله یوازینۍ نړیواله اتلولي شپېته کاله مخکې، ګټلې وه او له هغه وروسته یې د دې جام د بیا خپلولو خوب نه دی پوره شوی.
د ارجنټاین او انګلنډ ترمنځ سیالي یوازې د فوټبال تر ډګره محدوده نه ده. د ۱۹۸۲ کال د فاکلنډ ټاپوګانو جګړې سیاسي سیوری لا هم د دواړو هېوادونو د اړیکو پر تاریخ خپور دی.
له بلې خوا، د فوټبال په ډګر کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو او تاریخي شېبو اوږد نوملړ شته.
د ۱۹۸۶ نړیوال جام کې د ډیاګو مارادونا هغه مشهور په لاس وهلی ګول لا هم د فوټبال د تاریخ تر ټولو یادېدونکي شېبې ګڼل کېږي.
سږکال هم دواړه لوبډلې له لوړو هیلو سره میدان ته راځي. ارجنټاین غواړي خپله اتلولي وساتي او ثابته کړي چې د تېر جام بریا اتفاقي نه وه، په داسې حال کې چې انګلنډ د څو لسیزو انتظار د پای ته رسولو خوب ویني.
د دې لوبې احساساتي فضا، تاریخي مخینه او د دواړو هېوادونو د مینه والو توده جذبه د دې سبب شوې چې ډېری کسان یې د پایلوبې تر مخه تر ټولو ستره لوبه وبولي.
نو د نړیوال جام نیمه پایلوبې یوازې د فوټبال سیالۍ نه دي دا د تاریخ، ویاړ، ملي احساساتو او د اتلولۍ د خوبونو جګړه ده.
په راتلونکو دوو شپو کې به څرګنده شي چې کومې دوه لوبډلې د نړیوال جام سترې پایلوبې ته لار مومي او د فوټبال تر ټولو لوی جام ته به لاس ورغځوي.




















