په کور کې زیږون: " ماشوم مې په تشناب کې وزیږاوه"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شازیه حیا
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
"دلته په کلي کې دود دی چې کله ښځه میندواره شي نو هغه هېڅکله ډاکټر ته نه وړي".
دا خبرې له کابله نژدې د موټر په یو ساعت مزل کې په یوه نژدې پروت مرکزي ولایت کې د پنځو د ماشومانو مور دي.
"زموږ کورونو کې چې پر ښځو د اولاد دردونه راشي، اول خو ټولې کورنۍ نسخې پرې عملي کوي. ټوټه را واخله ګرمه یې کړه، په نس یې کېږده، په ملا یې کېږده، ملا ورته غوړه کړه."
د دغې مېرمنې غږ وچ دی، تېزه تېزه راته غږېږي او وایي څه چې پرې تېر شوي یا دې لیدلي نو غوسه کړې یې ده.
"ښځه د ولادت د دردونو په وخت په تاوده ځای څملوي، د زېږون ټول دردونه په کور کې پرې تېروي".

د عکس سرچینه، Getty Images
"د سهار له پنځو بجو د اولاد دردونه راباندې راغلل ان د ماښام تر اوو بجو همداسې کور کې ورته کړېدم."
کابل ته نږدې د دې په ولایت کې حوزوي روغتون شته خو دغه ځوانه مور چې نه غواړي خپل نوم یې خپور شي او موږ یې په مستعار نوم زرمینه یادوو، وایي، له مرکزه لرې په یوه ولسوالۍ کې ژوند کوي.
"په یو ګڼ کور کې یوو، زموږ د کور ښځې زیږون لپاره روغتون نه وړل کېږي".
زرمینه وایي، په لومړي زېږون کې یې مرګ په خپلو سترګو ولید.
" ماشوم مې د ماښام اوو بجې د تشناب په تورو یخو او کلکو سمنټو پیدا شوه. دومره ډېره خونریزي مې کړې وه چې په وینو کې لته پته وم، جوړه (پلاسنتا) مې نه لوېده، وینې رانه تلې، بیا یې ځنځولۍ روغتون یووړم او د سهار لس بجې زما جوړه ولوېدله".

د عکس سرچینه، Getty Images
" میندواره وم خو د خسر له ډاره روغتونه نه شوای تلی"
زرمینه وایي، له هغې پېښې وروسته اوس په کور کې یې وضعیت بدل شوی او ښځې د ولادت پر وخت روغتون ته وړ کېږي خو کابل کې یوه بله مور بیا وایي، په خسرګنۍ کې یې تر ډېره ورته حالت و.
دغه مور هم نه غواړي چې خپل نوم په ډاګه کړي نو موږ یې په مستعار نوم نادیه یادوو.
نادیه وایي، ۱۷ کلنه وه چې واده شوه او بیا پاکستان ته د یو څه وخته لپاره ګډه شول.
" ما څه نا څه زدکړې کړې وې، خو زما خسرګنۍ کې خلک نالوستي وو".
نادیه وایي، چې د ډېرو نورو ښځو په څېر د کورني تاوتریخوالي ترڅنګ له روغتیايي خدمتونو هم محرومه وه.
"خسر به مې ویل چې مخکنیو ښځو ټول په کورونو کې زيږون کړی، ته هم ډاکټر ته مه ځه، دا چټي خبرې دي".
نادیه وایي، لومړی ماشوم یې چې پیدا کېده نو ۲۴ ساعته یې په کور کې دردونه تېر کړل.
"خسر مې ناپوه و، زه یې نه پرېښودم چې ډاکټر ته لاړه شم، کله چې به دردونه راباندې راتلل له شرمه مې چیغې نه شوای وهلی، خواښې به راته کتل خو ان یوه انساني مرسته یې راسره نه کوله".
د نادیې په خبره کله چې پر دې دردونه له حده ډېر شول نو کورنۍ یې بیا اړه شوه چې دا روغتون ته یوسي.
"زه د زیږون په دردونه کې وم خو روغتون ته یې پیاده روانه کړې وم. ډاکټر ته یې دومره وښولم چې ماشوم څه وخت پیدا کېږي."
د نادیې د خبرو له مخې دا پرېنښودل شوه چې هلته روغتون کې زېږون وکړي.
"ډاکټرې زما خواښې ته وویل چې زه باید روغتون کې ولادت وکړم خو خواښې مې د خسر له ډاره زه بېرته کور ته روانه کړم، یوه زړه ښځه چې ببو نومېده، هغه یې راوسته توره شپه وه بس هغې ولادت راکړ".

د عکس سرچینه، Getty Images
په کور کې د زیږون خطرونه
په کابل کې د نسایي او ولادي یوه متخصصه شینکۍ وردګ وایي، په کور کې که څه هم ځینې کورنۍ به فکر کوي چې زيږون اسانه یا بې لګښته دی خو دا بیا د مور او ماشوم د مرګ په بیه هم تمامېدای شي.
ډاکټره وردګ په کورونو کې د زېږون ځینې خطرونه داسې یادوي:
- له ولادته مخکې د مور په نس کې د ماشوم د زړه ضربان خرابېدل
- د ماشوم د نوم تار پرې کېدل او د ماشوم له غاړې تاوېدل چې بیا د ماشوم د مرګ سبب هم ګرځي
- زېږون پر وخت د مور په نس کې د ماشوم ناسم حالت یا کوزې خوا ته د ماشوم پښې اوښتل
- مخکې له مخکې د جوړې یا پلاسنتا جلا کېدل یا له زېږون وروسته د جوړې نه وتل
- مور ته له حده ډېره خونریزي پیدا کېدل
- د مور د وینې فشار لوړېدل یا ټېټېدل
ډاکټره شینکۍ په ټینګار وایي، چې دا ټول بېړني حالتونه دي او یوازې یوه ډاکټره کولای شي چې په روغتون کې له پوره روغتیايي خدمتونو سره د دغو مخه ونیسي او د مور او ماشوم ژوند وژغوري.
" په کور کې د زېږون پر وخت مور او ماشوم ته هر ډول خطر پېښېدلی شي، نو اړینه ده چې ښځه په وخت باید روغتون ته یووړل شي او هلته زیږون وکړي".

د عکس سرچینه، Getty Images
په کورونو کې د زیږون پر وخت کومو روغتیايي ټکو ته پام وکړو؟
په کابل کې د نسایي ولادي متخصصه شینکۍ وردګ وایي، په لومړي سر کې خو اړینه ده چې هره ښځه باید روغتون کې ولادت وکړي، خو که کومه مور اړ کېږي چې کور کې زیږون وکړي نو د ډاکټرې شینکۍ په خبره دغو ټکو ته باید پام وشي:
- مور ته باید یوه تجربه لرونکې دایه زېږون ورکړي
- د زیږون ځای باید ډېر پاک وي، ځای باید له خاورو او خځلو لرې وي
- کومې ښځې چې مور سره په زېږون کې مرسته کوي باید لاسونه یې پاک وي
- د مور د ځان پاکولو لپاره باید له پاکو ټوتو او مالوچو کار واخیستل شي
- د زېږون پر وخت او له ولادته وروسته باید د مور او ماشوم د حالت سمه ارزونه وشي
- که مور ډېره خونریزي لري یا په حال نه ده نو باید ژر تر ژره روغتون ته یووړل شي
- که زیږون کې ځنډ راځي نو بیا هم باید مور روغتون ته یووړل شي
- یو ساعت ځنډ د مور او ماشوم ژوند له مرګ سره مخامخولای شي
- که زیږون پر وخت یا له ولادته وروسته مور ته شدید زړه بدوالی پیدا کېږي باید روغتون یووړل شي
- د نس او ملا شدیدو دردونو دوام په حالت کې هم باید مور روغتون ته یووړل شي
- له ولادت وروسته که د لمنې لخوا بیا هم اوبه راځي باید مور روغتون ته یووړل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زیږون له کبله مړه کېده
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ادعا کوي چې په تېر یو کال کې په ټول هېواد کې د زیږون پر وخت شاوخوا "۲۲۰" میندې مړې شوې دي.
"مخکې ۶۰۰ داسې سیمې وې چې سپینې سیمې بلل کېدې د روغتیایي خدماتو له نظره یعنې هېڅ روغتیایي خدمتونه یې نه وو اوس تر ۴۰۰ پورته مراکز جوړ شوي او نورو کې هم کار جریان لري".
د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي، وزارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې روغتیايي خدمتونه ډېر کړي، خو بیا هم د ځینو سیمو جغرافیايي موقعیت له کبله یا د کورنیو د پرېکړو له مخې ښځې اړ کېږي چې په کورونو کې ولادت وکړي.
"ځینو سیمو کې کلتوري ستونزې دي او ځینې ځایونو کې عامه پوهاوی کم دی نو ځکه ښځې کورونو کې زیږون کوي".
خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په تېر ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې په هرو سلو زرو ښځو کې ۶۲۰ میندې د زیږون پر وخت یا له ولادته وروسته په څو ساعتونو کې مړې کېدې- یعنې په هرو دوو ساعتونو کې یوې مور د زېږون پر وخت یا د میندوارۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکاوه.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر کم دی.
بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا له شپږم ټولګي پورته پر نجونو او ښځو د زده کړو بندیز او ورسره د قابلګۍ د زده کړو مرکزونو تړل میندو ته د ډاکټرانو لاسرسی لا محدود او سخت کړی دی.
ډاکټران وایي، افغانستان کې ځینې میندې په داسې یو حالت کې مري چې پرمختللي روغتیايي چوپړونه نه غواړي یوازې یوه ډاکټره یا مسلکي قابله کولای شي و یې ژغوري.


















