ژوندۍ پاڼه, د امریکا او ایران بریدونه: قطر د ایران بریدونه وغندل

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني سېنټکام ویلي، یوه اوونۍ کې پر ایران درېیمه جوپه بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ اهداف په نښه کړي دي. ایران بیا وايي‌ د امریکا د "تېري" په ځواب کې یې په قطر، کویت، بحرین، عمان او اردن کې د دغه هېواد پر پوځي اډوهدف ګرځولې دي

لنډیز

  • د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ وايي پر ایران یې یوه اوونۍ کې درېیم پړاو بریدونه پیل کړي
  • سېنټکام ویلي دغه بریدونه سپاه پاسداران لخوا هرمز تنګي کې پر یوې کښتۍ د برید په ځواب کې شوي
  • ورمخکې سپاه پاسداران اعلان کړی و چې هرمز تنګی یې تر بلې اطلاع تړلی دی
  • مجتبی خامنه‌اي په یوه پیغام کې ویلي چې د خپل پلار د وژلو "غچ" به "خامخا" اخلي
  • ایران پر بنسټیزو تاسیساتو د هر برید بدل کې پر اسرائیل د برید ګواښ کړی
  • اسرائیل امریکا ته خبر ورکړی چې ایران د ټرمپ د 'وژلو' هڅه کوي

ژوندی پوښښ

  1. عمان د سپاه د بریدونو په غبرګون کې د ایران سفیر احضار کړ

    عمان پر خپلې خاورې د ایران د بریدونو په اعتراض کې په مسقط کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، موسی فرهنګ، احضار کړی دی.

    د عمان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ''مسندم او باطنه ولایتونو پر ضد د بې‌پیلوټه الوتکو د برید'' له امله د اعتراض رسمي یادښت د ایران سفیر ته سپارل شوی دی.

    د خبرپاڼې له مخې، عمان د دغو ''غیرمسؤلانه اقداماتو'' په اړه خپله ''ناخوښي او اندېښنه'' د ایران سفیر ته څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې باید د هېوادونو ملي حاکمیت، ښه ګاونډیتوب، په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، او د دواړو ګاونډیو هېوادونو او ملتونو ترمنځ اخلاقي ارزښتونو او دودونو ته درناوی وشي.

    عمان تر دې وړاندې هم پر خپلې خاورې د ایران بریدونه غندلي وو.

    د ایران سپاه پاسداران او پوځ ویلي چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې په قطر، کویت، بحرین، عمان او اردن کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.

  2. د عراق لومړی وزیر واشنګټن ته په رسمي سفر ځي

    د عراق حکومت ویاند، حیدر عبودي په یوه خبري غونډه کې وویل، لومړی وزیر علي زیدي د یوې رسمي بلنې په ترڅ کې سبا د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ واشنګټن ته سفر کوي.

    هغه وویل، ټاکل شوې ده د دې سفر پر مهال عراق او امریکا د نفتو او ګازو په سکټور کې څو د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کړي.

    عراق هڅه کوي چې امریکايي شرکتونه دې سکټور ته راجلب کړي. ویل کېږي چې دغه شرکتونه کولای شي د عراق د نفتو د تولید د ظرفیت په زیاتولو کې مرسته وکړي.

    بلخوا، د عراق لومړي وزیر په ځانګړي ډول د نفتو په صنعت کې د مالي فساد پر ضد پراخ کمپاین پیل کړی او لسګونه دولتي چارواکي یې نیولي دي.

  3. قطر د ایران بریدونه وغندل

    قطر چارواکو پر خپله خاوره او ګاونډیو هېوادونو د ایران بریدونه ''د تاوتریخوالي خطرناک زیاتوالی'' بللی او غندلی یې دی.

    د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اردن، متحده عرب اماراتو، بحرین، عمان او کویت نومونه د هغو هېوادونو په توګه یاد شوي، چې بریدونه پرې شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي:

    ''قطر په خورا سخته سره د ایران اسلامي جمهوریت بریدونه غندي.''

    که څه هم قطر د متحده عربي اماراتو نوم هم یاد کړی، خو د ایران د پوځ او سپاه پاسداران ځواک په اعلامیو کې پر اماراتو د برید یادونه نه وه شوې.

    د اماراتو د دفاع وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ''هغه توغندیز ګواښونه چې نن سهار پېژندل شوي، د هېواد له پولو بهر وو.''

    عمان هم پر خپلې خاورې د ایران بریدونه غندلي دي.

    د ایران سپاه پاسداران او پوځ ویلي چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې په قطر، کویت، بحرین، عمان او اردن کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.

  4. عمان ساحل ته نژدې پر یوه بېړۍ له برید وروسته هند وايي، یو کس یې بې درکه دی

    د هند بهرنیو چارو وزارت وايي، د عمان ساحل ته نژدې د یکشنبې ورځې په لومړیو کې پر یوې بېړۍ (جي ایف ګلکسي) له برید وروسته یو هندی وګړی تری تم دی.

    یاد وزارت دا پېښه غندلې او په اعلامیه کې زیاتوي: ''په بېړیو کې د ټولټال ۱۱ هندي وګړو له ډلې تر اوسه پورې ۱۰ کسان ژغورل شوي دي او یو هندی وګړی لا هم بې درکه دی.''

    د هند بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، چې په عمان کې د دوی سفارت چارواکي له عماني چارواکو سره په همکارۍ د ژغورنې عملیاتو هڅې کوي.

    له دې څو ساعته مخکې د ایران سپاه پاسداران ځواک ویلي و، چې هغه یوه بېړۍ چې ''له غیر قانوني لارې یې سفر کاوه، اخطارونو او یادونې ته یې توجه نه کوله، د خبرداري ډزو هدف شوه او له حرکته وغورځېده.''

  5. بقائي مسقط ته د عراقچي د سفر په اړه وايي: ایران او عمان د هرمز تنګي کې د تګ راتګ مدیریت په اړه بحث وکړ

    د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي د عباس عراقچي او د عماني چارواکو ترمنځ د پرونيو خبرو په اړه وويل چې د دې خبرو موخه په هرمز تنګي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دې مهمې سمندري لارې په اوږدو کې بېړیو تګ راتګ د څرنګوالي په اړه همغږي رامنځته کول وو.

    هغه دې ته په اشارې سره چې د دواړو هېوادونو حقوقي او تخنيکي پلاویو هم په دې مذاکراتو کې ګډون کړی و، وويل، ''هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې د امنيت او خونديتوب د تامين، د دواړو ساحلي هېوادونو د حاکميتي حقونو او نړيوالو قوانينو د درناوي، او دغه راز د اسلام‌ اباد د تفاهم‌ ليک د پنځم بند د احکامو په پام کې نيولو سره، بحث او د نظرونو تبادله وشوه.''

    ښاغلي بقايي دغه راز وويل، ايران اعلان کړی چې د هرمز تنګي د تګ راتګ د مديريت لپاره د نويو ترتيباتو جوړول بايد د دواړو ساحلي هېوادونو ترمنځ د مشورو په چوکاټ کې او د تېرو څو مياشتو د تحولاتو، په ځانګړي ډول د جګړې او د دې سمندري لارې پر بېړۍ چلوونه د هغې د امنيتي اغېزو په پام کې نيولو سره، ترسره شي.

  6. سېنټکام‌: ایران کې مو شاوخوا ۱۴۰ پوځي اهداف په نښه کړي

    د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ اعلان کړی چې پر ایران یې تازه بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ پوځي اهداف په نښه کړي دي.

    د سېنټکام اعلامیه کې راغلي چې دغه بریدونه په وچه او اوبو کې د ځای پر ځای جنګي الوتکو، ډرونونو او کښتیو په مټ ترسره او دا چې د ایران د توغندیو او ډرونونو سایټونه، سمندري وړتیاوې، د مهماتو زېرمې او د ساحلي سیمو د څار او اړیکو شبکې پکې په نښه شوي دي.

    د امریکا پوځ وايي، د یوې اوونۍ په لړ کې د بریدونو په دغو درېیو جوپو کې یې، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر هرمز تنګي کې پر کښتیو د ایران د بریدونو د وړتیاو کمولو په موخه شوې، تر ۳۰۰ ډېر اهداف په نښه کړي.

    د سېنټکام اعلامېه کې راغلي چې د هرمز تګي له لارې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ دوام لري او دا چې د دوی ځواکونو د می میاشتې له لومړیو راهیسې له دې سمندري لارې له ۸۰۰ د زیاتو سوداګریزو بېړیو او ۴۰۰ میلیون بېرله اومه تېلو په تېرېدو کې مرسته کړې ده.

  7. سپاه پاسداران: اردن او عمان کې مو د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

    د ایران سپاه پاسداران وايي، هوايي ځواکونو یې د "د امریکا د تېري" د ځوابولو په درېیم پړاو کې د عمان په دُقم بندر کې د امریکا د سمندري ځواکونو اړوند د جنګي کښتیو د تېلو او لوجستیکي ملاتړ مرکزونه په نښه کړي دي.

    سپاه پاسداران همدا راز زیاته کړې چې د اردن په پرنس حسن هوايي اډه کې یې هم مهم پوځي تاسیسات او زېربناوې د بالیستیک توغندیو هدف ګرځولي دي.

  8. وروستی, سپاه پاسداران وايي په قطر، عمان، اردن کې یې هم پر امریکايي اهدافو بریدونه کړي

    سپاه پاسداران ځواکونه وايي، د ایران په څو سویلي ښارونو کې یې د امریکا د تېرې شپې د بریدونو په ځواب کې په هرمز تنګي کې یوه بله کښتۍ هم په نښه کړې او له حرکت غورځولې ده.

    په دې تړاو خپاره شوي بیان کې راغلي: "د بل مثله مقابلې دویم پړاو کې په قطر کې د امریکا العدید هوايي اډه د بالیستیک توغندیو هدف وګرځېده چې د جنګي الوتکو د ترمیم او ساتنې مرکز او همدارنګه د دې اډې د قوماندې او کنټرول مرکز یې ویجاړ کړي دي."

  9. وروستی, د ایران پوځ: کویت او بحرین کې مو د امریکا پوځي اډې او تجهیزات په نښه کړي

    د ایران د پوځ د عامه اړیکو څانګې اعلان کړی چې د امریکا د تېرې شپې د بریدونو په ځواب کې یې د چاودېدونکو ډرونونو په مټ "کویت کې د امریکا پوځ یو پاټریوټ دفاعي سیستم، د مهماتو یو زېرمتون او د رادار یو سایټ" هدف ګرځولي دي.

    د ایران پوځ زیاته کړې چې په بحرین کې یې هم د ډرون بریدونو په تازه څپه کې د امریکا اړوند د اړیکو سیستم او د رادار یو سایټ په نښه کړي دي.

    په دې تړاو خپاره شوي بیان کې ګواښ شوی چې که امریکا پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو تر دې لا سخت ځواب به وګوري.

    کویت، بحرین او امریکا تر اوسه د ایران د دغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

  10. وروستی, له قطر، بحرین او اماراتو د ایران د توغندیو او ډرونونو د مقابلې خبر ورکړ شوی

    د متحدو عرب اماراتو دفاع وزارت اعلان کړی چې د هوايي دفاع سیستمونه یې د ایراني توغندیو او ډرونونو په مقابله بوخت دي.

    تر اوسه مالومه نه ده چې دغو بریدونو مرګژوبله او زیان هم اړولی که څنګه.

    د قطر له پلازمېنې دوحې هم د چاودنو غږونو د اورېدل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

    د فرانسې خبري اژانس وايي، دغلته هم د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي او د توغندیو مقابله کوي.

    د دوحې اوسېدونکو ته په استول شویو پیغامونو کې سپارښتنه شوې چې په کورونو او خوندي ځایونو کې پاتې شي.

    هممهاله په بحرین کې هم د هوايي بریدونو د خطر زنګ وهل شوی دی.

    دغه هېواد کې خلکو ته ویل شوي چې وارخطا نه شي او نږدې خوندي ودانیو ته پناه یوسي.

    ایران دغه بریدونه تر هغې وروسته کوي چې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان وکړ چې هرمز تنګي کې یې پر یوې بېړۍ له برید وروسته په ایران کې ځوابي‌ بریدونه کړي دي.

  11. وروستی, د امریکا بریدونو کې کوم اهداف په نښه شوي؟

    ایرانۍ رسنۍ وايي د امریکا پوځ په تازه بریدونو کې په بندر عباس، سیریک، جاسک، چابهار، کنګان، دیر او عسلویه بندرونو کې ځینې اهداف په نښه شوي دي.

    د ایران صداوسیما خبري اژانس د خوزستان سویل کې په شاه‌عبدالله کلي او د بوشهر دیلم ولسوالۍ کې هم د چاودنو د اورېدل کېدو خبر ورکړی، خو وايي مرګ‌ژوبله یې نه ده اړولې.

    بوشهر کې یوه چارواکي ویلي، د دغه ولایت له عسلویه هم تر اوسه د تلفاتو رپوټ نه دی ترلاسه شوی.

    صداوسیما په بندرعباس، سیریک او جاسک کې هم وضعیت ارام بللی دی.

    په خوزستان کې چارواکو ویلي، چې په هندیجان، ماهشهر او ابادان کې بریدونه شوي خو دقیق جزییات یې لا نشته.

  12. سپاه پاسداران: هرمز تنګی تړل شوی

    هرمز تنګی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو اعلان کړی چې هرمز تنګی یې تړلی او دا چې کښتۍ د دوی "تر بلې اطلاع او د امریکا د مداخلو تر پای ته رسېدو پورې" له دې لارې د تېرېدو اجازه نه لري.

    په دې تړاو خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې څو کښتیو "د پردیو په لمسون" هڅه وکړه چې هرمز تنګي کې له هغه مسیره تېرې شي، چې دوی یې غیر قانوني ګڼي. سپاه پاسداران ویلي، دغو کښتیو د خپل لوري بدلون لپاره د دوی د خبرداريو پروا ونه ساتله.

    ایراني ځواکونو زیاته کړې، یوه کښتۍ چې د څارنې سیستم یې بند او د دوی په وینا په دې توګه سمندري امنیت له خطر سره مخامخ کړی و، د "خبرداري ډزو" سره ودرول شوه.

    سپاه سداران په خپله اعلامیه کې دا ګواښ هم کړی و چې که امریکا او متحدان یې دا پېښه د بل پوځي اقدام لپاره پلمه کړي، نو "سخت ځواب" به وګوري او په سیمه کې به نورې پوځي اډې هدف وګرځول شي.

    ایراني ځواکونو ویلي و، چې د هر ډول احتمالي مداخلې د ناوړه پایلو پړه به د امریکا، اسرائيل او هغو هېوادونو پر غاړه وي، چې امریکا ته یې پوځي اډې په واک کې ورکړې دي.

  13. پیت هګسېټ: ایران بد انتخاب کړی، اوس یې تاوان پرې کوي

    د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر پیت هګسېټ پر اېکس خواله رسنۍ پر ایران د درېیم پړاو بریدونو په تړاو د سېنټکام د علامیې له شریکولو سره ویلي، "ایران بد انتخاب کړی، اوس یې بیه پرې کوي."

    سېنټکام خپله اعلامیه کې لیکلي، چې پر ایران یې له دې کبله یوه اوونۍ کې درېیم پړاو بریدونه پیل کړل، چې هرمز تنګي کې یې پر یوې سوداګریزه کښتۍ برید کړی و.

    هممهاله د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی، چې هرمز تنګی به "تر بلې اطلاع او د امریکا د مداخلو تر پای ته رسېدو" پورې تړلی وي.

    سپاه پاسداران زیاته کړې، چې هېڅ کښتۍ له دې لارې د تېرېدو اجازه نه لري.

  14. وروستی, سېنټکام وايي پر ایران یې درېیم پړاو بریدونه پیل کړي

    د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني سېنټکام ووايي، هوايي ځواکونو یې روانه اوونۍ کې پر ایران د بریدونو درېیمه جوپه پیل کړې ده.

    د سېنټکام اعلامیه کې راغلي، چې دغه بریدونه یې د ایران د سپاه پاسداران لخوا په هرمز تنګي کې پر یوې قبرسۍ کښتۍ "جي‌اېف‌اېس ګلکسي" د برید په ځواب کې کړي.

    د سېنټکام په وینا د ایران له برید وروسته د دې کښتۍ د عملې یو ملکي غړی بې‌درکه شوی او دا چې کښتۍ اور اخیستی، له حرکت پاتې ده.

    د سېنټکام بیانیه کې راغلي چې ایران پر سوداګریزو کښتیو له مخکینیو بریدونو وروسته د دې فرصت درلود چې د اوربند هوکړې ته ژمن پاتې شي، خو بیا یې سرغړونه وکړه.

    سېنټکام ویلي، امریکا هڅه کوي هرمز تنګي پر سوداګریزو کښتیو او ملکي ماڼوګانو د ایران د بریدونو وړتیا راکمه کړي.

    دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر ترسره کېږي.

  15. وروستی, مشهد کې د بسیج نیمه‌پوځي ځواک دوه غړي په ډزو وژل شوي: سپاه پاسداران

    بسیج

    د عکس سرچینه، LightRocket via Getty Images

    د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د امام رضا قول اردو د عامه اړیکو څانګې ویلي چې مشهد ښار کې د دوی تر امر لاندې د بسیج نیمه‌پوځي ځواک دوه غړي وژل شوي دي.

    د امام رضا قول اردو په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه هغه مهال د مشهد د سرافرازان څلورلارې ته نژدې په نښه شول، کله چې په ګزمه بوخت وو.

    د راپور له مخې، په دې پېښه کې یو لاروی هم ټپي شوی، چې روغتون ته لېږدول شوی دی.

    د ډزو د کوونکو په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

    تر دې مخکې د خراسان رضوي ولایت د امنیتي چارو مرستیال امیرالله شمقدري دا خبره رد کړې وه چې دا یوه امنیتي پېښه ده. هغه ویلي وو چې ډزې د شخصي شخړې له امله شوې دي او له ترهګرۍ یا امنیتي موضوعاتو سره هېڅ تړاو نه لري.

    سرافرازان بولوار، چې دا د ډزو پېښه پکې شوې، د مشهد ښار په لوېدیځ کې موقعیت لري او د امام رضا له زیارته شاوخوا ۱۷ کیلومتره لرې دی.

  16. وروستی, مجتبی خامنه‌اي په یوه پیغام کې ویلي چې د خپل پلار د وژلو "غچ" به "خامخا" اخلي

    مجتبی خامنه اي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په یوه لیکلي پیغام کې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشر مجتبی خامنه‌اي په نوم خپور شوی، ویل شوي چې د هغه د پلار "غچ" باید واخیستل شي. د هغه پلار د جګړې په لومړۍ ورځ د اسرائیلو او امریکا په بریدونو کې وژل شوی و.

    په دې پیغام کې چې د علي خامنه‌اي د جنازې په مراسمو کې د ګډون کوونکو د مننې په موخه خپور شوی، ویل شوي:

    "ژمنه کوو چې ستاسو او د دغو دوو جګړو د ټولو شهیدانو د پاکې وینې غچ به له جنایتکارو او بې‌عزته قاتلانو اخلو. دا غچ زموږ د ملت غوښتنه ده او خامخا باید واخیستل شي."

    مجتبی خامنه‌اي، چې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د هغه ځایناستی شو، تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی؛ د پخواني اسلامي جمهوریت د مشر د جنازې په مراسمو کې هم نه و ښکاره شوی، نه یې کومه ویډیويي یا غږیزه وینا کړې او یوازې لیکلي پیغامونه د هغه په نوم خپرېږي.

    په هغه تازه پیغام کې چې د هغه په نوم خپور شوی، ویل شوي:

    "دا جنایتکاران چې د هغوی نوملړ له سره تر پایه موجود دی، د ارامې او په بستر کې د مرګ هیله به له ځان سره قبر ته یوسي. هغوی باید پوه شي چې دا موضوع یوازې زما یا نورو چارواکو په شتون پورې تړلې نه ده. که موږ یو او که نه یو، دا کار به ترسره کېږي او ډېر ژر به د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ازاد فکره کسان، هر یو، د دې الهي دندې یوه برخه ترسره کړي."

    هغه په دې پیغام کې ویلي:

    "زموږ ملت د حسین د وینې غوښتونکی دی. دې ستر ملت کلونه کلونه خپل اولادونه د حسین په لاره او د حسین د دوښمنانو او د حسیني مکتب پر وړاندې په جګړو کې قرباني کړي دي. او اوس هم د هغه او د اوسني وخت د حسینیانو د وینې غوښتونکی دی."

    تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران حکومت ګواښلی و چې که د هغه د وژنې لپاره اقدام یا هڅه وشي، متحده ایالات به پر ایران پراخ بریدونه ترسره کړي.

  17. وروستی, د جي‌ډي ونس په مشرۍ عمان ته د امریکا د یوه پلاوي د سفر احتمال

    جي‌ډي ونس

    د عکس سرچینه، Getty Images

    عمران ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سفر سره هم‌مهاله، تمه کېږي چې د امریکا یو پلاوی به د امریکا د مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس په مشرۍ، چې پکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د ډونلډ ټرمپ زوم جرد کوشنر هم دي، د شنبې په ورځ په عمان کې خبرو اترو ته دوام ورکړي.

    په دې اړه تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

  18. وروستی, پر ایراني پوځي کښتیو د امریکا له بریدونو وروسته د اور لمبې

    د ویډیو تشریح، پر ایراني پوځي کښتیو د امریکا له بریدونو وروسته د اور لمبې
  19. وروستی, د ایران د روغتیا وزارت: د امریکا په وروستیو بریدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي

    د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو مشر ویلي چې د امریکا د وروستیو بریدونو له امله پر شپږو ښارونو ۱۷ کسان وژل شوي، چې یوه پکې ښځه هم ده.

    حسین کرمانپور ویلي، د چنګاښ د ۱۷مې او ۱۸مې نېټې (د جولای ۸ او ۹) د امریکا په بریدونو کې ۱۱۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

    د هغه په وینا، یو شمېر ټپیان له درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي.

    امریکا وروسته له هغې چې په هرمز تنګي کې درې بېړۍ په نښه شوې، د ایران په بندرعباس، قشم، سیریک، چابهار او بوشهر کې پر ځینو هدفونو هوايي بریدونه ترسره کړل.

  20. وروستی, له ایران سره د کړکېچ له ډېرېدو وروسته امریکا کې د پټرولو بیې لوړې شوې

    USA

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له بیا ډېرېدو او د تېلو د نړیوالو بیو له لوړېدو سره، په امریکا کې د څو اونیو له پرله‌پسې کمښت وروسته د پټرولو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي.

    د امریکا د موټرو ټولنې (AAA) د معلوماتو له مخې، د روانې اونۍ په ترڅ کې د پټرولو اوسطه بیه شپږ سنټه لوړه شوې او هر ګیلن ۳ ډالرو او ۸۸ سنټو ته رسېدلې ده. دا د مې میاشتې له نیمایي راهیسې تر ټولو لویه اونیزه بیه‌لوړېدنه بلل کېږي.

    په هرمز تنګي کې پر څو نفت‌لېږدوونکو بېړیو بریدونو او د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو تبادلې، د برېنټ خامو نفتو بیه د نژدې ۵.۵ سلنه اونیز زیاتوالي پر لور بیولې ده. همداراز، د هرمز تنګي له لارې د نفتو لېږد لا هم د شخړو له پیل مخکې کچې څخه د پام وړ ټیټ پاتې دی.

    د اوړي د سفرونو په موسم کې د سون‌توکو د بیو لوړېدل د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره په یوې سیاسي موضوع بدل شوي دي. نوموړي د تېلو شرکتونه د بیو په ناعادلانه لوړولو تورن کړي او د هغه حکومت د دې موضوع د څېړنې غوښتنه کړې ده.