دوو پرلپسې زورورو زلزلو وینزویلا ولړزوله؛ پلازمېنه کې ودانې ونړېدې

وینزویلا

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په وینزویلا کې د چهارشنبې په ماښام، له یوې دقیقې هم لږ وخت کې د دوو زورورو زلزلو له امله د زرګونو کسانو د مړینې وېره څرګندېږي.

لومړنۍ زلزله چې شدت یې د ریهکټر په کچه ۷.۲ درجې و، په کارابوبو ایالت کې رامنځته شوه او مرکز یې له پلازمېنې کراکس نه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لېرې و.

د امریکا د جیولوجیکي سروې (یو اېس جي س اېس) په وینا، یوازې ۳۹ ثانیې وروسته تر دې هم زوروره دوهمه زلزله راغله چې شدت یې ۷.۵ ثبت شو.

د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي رودریګز تازه ویلي چې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه شوي او شاوخوا ۷۰۰ نور ټپیان دي.

دا هغه لومړني شمېرې دي چې هغې د مړو په اړه خپرې کړې دي.

د (یو اېس جي س اېس) رپوټ له مخې، د پراخې مرګژوبلې او لویې ویجاړۍ احتمال شته، او اټکل کېږي چې له دوهمې زورورې زلزلې وروسته ۴۴ سلنه احتمال شته چې د مړو شمېر له ۱۰ زرو واوړي، او ۳۰ سلنه احتمال څرګندېږي چې دا شمېر حتی له ۱۰۰ زرو څخه هم زیات شي.

په کراکاس کې هم سخت ټکانونه محسوس شوي، ودانۍ نړېدلې دي، د تېلو رسونه بنده شوې ده، او تر خاورو، خځلو لاندې بند پاتې خلک د مرستې غوښتنه کوي.

د کورنیو چارو وزیر له خلکو غوښتي چې خپل کورونه پرېږدي او بهر ووځي.

زلزله

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ځايي چارواکو له خلکو غوښتي، چې له کورونو بهر ووځي.

د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي رودریګز د دې هېواد پر ملي تلویزون خپله وینا کې په ټول هېواد کې د بېړني حالت اعلان وکړ.

هغې وویل: ''زموږ لومړنی پیغام خلکو ته دا دی چې د ژوند ژغورنې لپاره متحد پاتې شي.''

ولسمشرې زیاته کړه چې د اوونۍ د پاتې ورځو لپاره به ټولې تعلیمي ادارې تړلې وي، او له اړینو خدمتونو پرته به ټول فعالیتونه ودرول شي.

رودریګز له ډاکټرانو او نرسانو وغوښتل چې سمدلاسي روغتیايي مرکزونو ته حاضر شي.

د وینزویلا مرکزي نړیوال هوايي ډګر مایکیتیا د زلزلې له امله د ''سختو زیانونو'' له کبله تړل شوی دی.

د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي رودریګز په ملي ټلویزیون خپله وینا کې تائید کړه چې د زلزلې له امله د هوايي ډګر ترمینل ته جدي زیان اوښتی او له همدې امله تړل شوی دی.

له دې وړاندې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د زلزلې پر مهال خلک د هوايي ډګر په دهلېزونو کې منډې وهي، او له چتونو خاورې، خځلې ښکته پرېوځي.