BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, د امریکا او ایران د بریدونو دوام: په بوشهر او بندر عباس کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي
په ایران کې سیمه ییزو چارواکي وايي، د بوشهر ښار په څلورو بېلابېلو ځایونو کې توغندي لګېدلي دي. دغه راز، د ایران دولتي ټلویزیون (صدا و سیما) په خپل راپور کې وايي، د بندرعباس په لوېدیځه برخه کې د پنځو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. دغه چاودنې د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو بریدونو د یوې نوې څپې له پیل وروسته رامنځته شوې.
ګرم چای که سوړ څښاک؛ ګرمۍ کې د تندې ماتولو لپاره کوم یو غوره دی؟
په اوړي کې د ګرمۍ کمولو او د تندې د ماتولو لپاره تر ټولو ښه لاره څه ده؟ ګرم چای وڅښو که یخ څښاکونه؟ کېدای شي په ګرمه هوا کې د ګرم چای څښل عجیبه نظر ښکاره شي، خو ځینې معلومات ښيي چې دا کار له بدن سره د لوړې تودوخې په زغملو کې مرسته کوي. ګرم څښاک د وینې رګونه پراخوي او له همدې امله د بدن د تودوخې په کمولو کې مرسته کوي.
د فوټبال نیمه پایلوبو کې څوک غښتلي دي؟
د فوټبال نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې به نن شپه ( سه شنبه د جولای ۱۴ مه ) د اروپا دوه پیاوړې لوبډلې، اسپانیا او فرانسه، له یو بل سره بخت ازمویي.
د کرېکټ نړیوالې شورا د افغان کډوالو ښځينه کرېکټ لوبغاړو د ملاتړ پروګرام وغځاوه
د کرېکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) په خپله کلنۍ غونډې کې پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو ښځینه کرېکټرانو مالي او تخنیکي ملاتړ ته به دوام ورکوي. دا غونډه تېره اوونۍ د سکاټلنډ پلازمېنه اېډېنبرا کې جوړه شوې وه. د بيبيسي سپورت څانګې لا مخکې د سرچینو په حواله ویلي وو چې د ایسيسي غونډه کې به د دغه پرواګرام د غځېدو پرېکړه وشي.
افغان ځوان څنګه د ایران په تېرو اعتراضونو کې ووژل شو؟
شپږ میاشتې مخکې د ایران په وروستیو اعتراضونو کې یو افغان ځوان وژل شوی، خو د ایران د حکومت په رسمي شمېرو کې د افغانانو د مړینې او ټپي کېدو هیڅ یادونه نه ده شوې. د روغتون او عدلي طب اسناد او په ایران کې د ښاروالۍ د ښخولو جواز چې د بي بي سي افغانستان د حقیقت موندنې برخې ته رسېدلي، ښيي چې دغه افغان د مرغومي (جدي) په ۱۹مه "پر سر د مرمۍ لګېدو" له امله ټپي شوی او پنځه ورځې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د طالبانو حکومت: پاکستان کې د ښځو پر وضعیت د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته نه دي ورغلي
د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) په پاکستان کې خپله نهمه نوبتي غونډه وکړه. دا ناسته د ښځو وضعیت ته ځانګړې شوې وه، په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، دې غونډې ته "بلل شوي" دي، خو له دوی څوک نه دي ورغلي. د دغې غونډې موخه په اسلامي نړۍ کې د ښځو د حقونو پیاوړتیا، زدکړه، روغتیا او اقتصادي مشارکت ته وده ورکول بلل شوي. افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي " موږ ته بلنه راکړل شوې وه خو غوره وګڼل شوه چې دې ناستې ته کوم استازی ونه لېږو."
طالبانو حکومت له کانونو پرته د نورو ټولو کاروبارونو او افرادو پر عایداتو پنځوس سلنه مالیه کمه کړه
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، له کانونو پرته د نورو ټولو شرکتونو او دوکانونو پر عایداتو پنځوس سلنه مالیه کمه کړې ده. چارواکي وايي، د دې ګام موخه پر سوداګرو او خلکو د فشار کمول او د بیو را ټیټول دي. دا په تېرو کلونو کې دویم ځل دی چې د طالبانو حکومت په ځینو برخو کې مالیات کموي او یا د ځینو برخو مالیات معافوي.
د جرمني هغه ډاکتر چې ۱۵ ناروغان یې وژلي: "فکر مې کاوه له هغوی سره ښه کوم"
جرمني کې یو ډاکتر د خپلو ۱۵ ناروغانو د وژلو په جرم په عمري بند محکوم شوی دی. د برلین یوې محکمې د دې قضیې په تړاو د پرېکړې اورولو پر مهال ویلي چې "۴۱ کلن جوهانس ایم (مستعار نوم) د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې په لوی لاس ۱۲ ښځینه او درې نارینه ناروغان وژلي دي." چارواکو زیاته کړې چې دا وژنې ښايي د یوې لویې دسیسې یوازې یوه کوچنۍ برخه وي. د دې قضیې څارنوال ویلي، په لسګونو نورو مشکوکو پېښو کې هم د جوهانس اېم د احتمالي ښکېلتیا په تړاو څېړنې روانې دي.
یو هندی فلمي ستوری راج پال یادوف په درېیو میاشتو بند محکوم شوی
د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې عالي محکمې (های کورټ) د هندي فلمونو ټوکمار اداکار راج پال یادو د یوه فلمي شرکت n پور نه پرې کولو له امله په درېیو میاشتو بند محکوم کړی دی. د راج پال یادو په خلاف د دوسیې وړاندې کوونکې کمپنۍ وکیل ویلي، " د محکمې قاضي سورنا کانټا د "چېک باونس په قضیه کې " په نوموړې د ملامتیا پخوانۍ پرېکړه بیا وکړه او راج پال یادو ته یې حکم وکړ چې شکایت کوونکې کمپنۍ ته خپلې پیسې زر ور وګرځوي."
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۵ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۴ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۴ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۴ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































