BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې؛ ایران: د هوکړې لاسلیک د وخت په اړه ادعاوې یوازې اټکلونه دي
ډونلډ ټرمپ له هغه وروسته چې خبریالانو ته یې وویل له ایران سره تفاهم نهایي شوی، په یوه ټاکنیزه غونډه کې چې له لېرې یې ګډون پکې کاوه، ته وویل: ''تاسو خبر یاست، موږ نن له ایران سره جګړه پای ته ورسوله.'' هغه دغه راز په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د نوموړي مرستیال، جي ډي وېنس، ښايي په څو راتلونکو ورځو کې په یوه اروپايي ښار کې د دې تفاهم د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي. خو د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د دې تفاهم مواد او جزئیات لا هم د ''نظام په بېلابېلو برخو کې'' تر ارزونې لاندې دي، او د دې تفاهم د لاسلیک د وخت او ځای په اړه هر ډول خبرونه یوازې اټکلونه دي.
د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په مکسیکو کې په جشن او سندرو پیل شوې
د فوټبال ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالۍ رسماً په مکسیکو سیټي کې پیل شوې او د پرانیستې مراسمو کې رنګونه، کلتوري نندارې او د نړیوالې موسیقۍ د ستورې شکیرا سندرې شاملې وې.
د مسلمان شوي هندي ځوان ښځه او خسر ولې پولیسو نیولي؟
پولیسو هغه دواړه په دې تور نیولي چې دغه ځوان یې په زوره د مذهب بدلولو ته اړ کړی دی.
د کډوالۍ نړیوال رپوټ: ملګري ملتونه وايي د ۷۰ سلنه کسانو جلاوطني له ۵ کلونو اوږده شوې
نوي مالومات ښيي چې په تېره یوه لسیزه کې په لومړي ځل نړۍ کې له خپلو اصلي سیمو بې ځایه کېدو ته د خلکو د اړوتلو یا جبري بې ځای کېدو کچه ټیټه شوې ده. خو ملګري ملتونه وايي، دمګرۍ په هرو لسو کې د اووه کسانو (۷۰ سلنه خلکو) کډوالي کلونو ته غځېدلې، د خپلې راتلونکې کنټرول یې له لاسه وتلی او په نورو هېوادونو کې د فقر تر کرښې لاندې په بشري مرستو ژوند تېروي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د افغانستان الف لوبډلې د کرېکټ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې هندوستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان الف (ابدالیان) لوبډلې په شریلنکا کې د کرېکټ په درې اړخیزه سیریز کې د هند الف لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړه. دا لوبه څو ځله د باران له امله وځنډېده، خو په پای کې د ډي ایل ایس د اصولو له مخې افغانستان وګټله.
ملګرو ملتونو د پاکستان بریدونو کې د ۱۳ ولسي افغانانو وژل کېده ثبت کړي
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) پر دغه هېواد د پاکستان وروستي بریدونه د اندېښنې وړ بللي او د کړکېچ ژر پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
هغه څلور دلیلونه چې ایران او امریکا ته یې د اوربند ساتل ګران کړي دي
د اوربند هغه هوکړه چې د تېرې اپرېل میاشتې په لومړیو کې د امریکا او ایران ترمنځ وشوه، اوس داسې ښکاري چې په سيمه کې د بریدونو له یوې نوې څپې وروسته له زیاتېدونکي فشار سره مخ ده. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او لوړ پوړو ایرانیو چارواکو له تازه بریدونو وروسته یوه بل ته نوي ګواښونه کړي دي.
امریکايي محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان په ۴۲ کاله بند محکوم کړی
د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې د طالبانو یو پخوانی قوماندان یې د هغو پخوانیو ترهګرۍ اړوندو تورونو له کبله چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې د یوه امریکايي خبریال او دوو افغانانو یرغمل کولو کې برخه لرله، په ۴۲ کلونو بند او پنځو کلونو بند محکوم شوی دی.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۱ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۱ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۱ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































