له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو اسیا جام: افغانستان بنګله‌دېش ته ۲۳۲ منډې هدف ټاکلی

Cricket
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان او بنګله‌دېش له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو کرېکټ لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال په اسیا جام سیالیو کې لوبه روانه ده.

د کرېکټ اسیايي شورا دا یو ورځنۍ سیالۍ همدا نن (پنجشنبه د نومبر ۵مه) د عمان د مسقط په العامرات ښار کې پیل شوې.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د روانې لوبې پچه (ټاس) بنګله‌دېشي لوبډلمشر فرید حسن وګټله او پخپله یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان له اړخه په نننۍ سیالۍ کې د سهیل خان تر مشرۍ لاندۍ لوبډله کې فرید الله احساس، سبحان زاخېل، نعمان سالارزی، شاه فیصل رحیمي، عابد‌الله عابد، طاهر سروري، امیر حمزه، لطف‌الله محمدی، نور علي نیازی او سمیع‌ مبارز لوبه کوي.

د افغانستان او بنګله‌دېش له نوولس کلونو د کم‌عمره ځوانانو ترمنځ له پنځو وروستیو سیالیو دوه افغان لوبډلې او دوه بنګله‌دېش ګټلې او یوه مساوي شوې، چې وروسته بیا بنګله‌دېشي زلمیو په سوپر اوور کې ګټلې وه.

دا د کرېکټ اسیايي شورا له نوولس کلنو د کم‌عمره ځوانانو د اسیا جام دیارلسم پړاو سیالۍ دي.

دغه سیالۍ لومړی ځل په ۱۹۸۹ کال د بنګله‌دېش په کوربتوب شوې او هند ګټلې وې. دویم پړاو یې بیا ۱۴ کاله وروسته په ۲۰۰۳م کال پاکستان کې وشوې، چې هندي ځوانانو پکې د خپلې اتلولۍ بریالۍ دفاع وکړه.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو د اسیا جام شپږم پړاو سیالۍ په ۲۰۱۷ کال مالیزا کې وې، چې افغانستان وګټلې.

او وروستی پړاو یې تېر کال په متحدو عرب اماراتو کې و چې پاکستان وګاټه.

اته لوبډلې او یو اتل

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو د اسیا جام په سږنيو سیالیو کې چې د نومبر له پنځمې تر څوارلسمې دوام کوي، ټولې ۸ لوبډلې شاملې دي او په دوو جلا ګروپونو کې له یو بل سره سیالي کوي.

افغانستان، بنګله‌دېش، شري‌لنکا او مالیزیا په بي‌ (ب) ګروپ کې لوبېږي. همدا نن د دغه ګروپ د دوو نورو لوبډلو (شري‌لنکا او مالیزیا) ترمنځ هم سیالي روانه ده.

د هند، پاکستان، نیپال او متحدو عرب اماراتو لوبډلې په اې (الف) ګروپ کې دي. له دوی به هند سبا له نیپال او پاکستان له متحدو عرب اماراتو سره د سیالۍ ډګر ته کیوځي.

د ګروپي پړاو دا سیالۍ ځکه مهمې دي، چې هره لوبډله په خپل ګروپ کې له نورو شاملو لوبډلو سره یوازې یوه-یوه سیالي لري او د دوی له منځه به د ګروپونو د سر دوه - دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي.