کونړ او هلمند کې د پاکستان هوايي بریدونه؛ د طالبانو حکومت وايي ۹ ملکي کسان وژل شوي ۱۱ ټپيان دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو حکومت وايي چې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستان د هوايي ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه بریدونه تېره شپه د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسیر په صفار سیمو کې شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې درې کورونه نړېدلي دي.

نوموړي لیکلي: "موږ دغه جنایت غندو او د ټولو منل شوو اصولو خلاف تجاوز او جنایت یې بولو."

ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس پانه ځینې عکسونه هم خپاره کړي چې د وژل شویو ماشومانو مړي پکې ښکاري چې په کټونو کې ایښودل شوي.

بلخوا، د پاکستان حکومت وايي چې په دغو بریدونو کې د وسله والو ډلو مرکزونه او پټنځایونه په نښه شوي او د دوی په وینا ۲۲ "ترهګر" یې وژلي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه د "غضب لیل حق" په نوم د عملیاتو په دوام ترسره شوي.

په اعلامیه کې راغلي پاکستاني جنګي الوتکو د کره "استخباراتي معلوماتو" پر بنسټ د افغانستان په دوو سیمو کې د هغو ډلو دوه مرکزونه په نښه کړي چې اسلام‌اباد یې "فتنه الخوارج" او "فتنه الهندوستان" بولي.

د پاکستان پوځ او حکومت دغه اصطلاحات د پاکستاني طالبان تحریک (ټي‌ټي‌پي) او د بلوڅ ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) لپاره کاروي.

اسلام‌اباد همدا راز یو ځل بیا کابل تورن کړی چې ګوندې هغو وسله والو ډلو ته پناه ورکوي چې د پاکستاني چارواکو په وینا، افغان خاوره پاکستان کې د بریدونو لپاره کاروي.

د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او تل یې ویلي چې په پاکستان کې ناامني او د وسله والو ډلو فعالیتونه د هغه هېواد "کورنۍ ستونزه" ده.

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

شپږ ورځې وړاندې سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې د سپین بولدک ولسوالۍ په کاروانګو سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شاوخوا دوه ساعته نښته شوې وه.

هغه مهال دواړو لورو د دې نښتې د رامنځته کېدو په اړه بېلابېل روایتونه وړاندې کړل.

تر هغې نښتې ورمخکې هم د پاکستان هوايي ځواکونو په کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي وو.

د طالبانو حکومت وايي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي، خو اسلام‌اباد ټینګار کوي چې د بریدونو هدف د وسله والو ډلو مرکزونه او پټنځایونه وو.

د دغو پېښو له امله، د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر هم احضار کړی او خپل رسمي اعتراض‌لیک یې ورته سپارلی دی.