د خوند احساس (ذایقې) په اړه څومره پوهېږئ؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

له پخوا کلونو موږ ته دا ښودل شوي وو چې زموږ د خوند اخیستلو (ریسپټوران) د ژبې په ځانګړو برخو کې راټولې شوې دي، خو دا خبره د حقیقت کره او بشپړ انځور نه وړاندې کوي.

دې کې ښايي تاسو ته د ښوونځي د دورې د ژبې هغه انځور یاد وي، چې ژبه گلابي ښودل شوې وه او بېلابېل اړخونه یې نښه شوي وو چې هر یو یې یو ځانګړی خوند معلومولی شو؛ د تریخ خوند برخه د ژبې په شاته برخه کې، د خواږه خوند برخه د ژبې په مخکې برخه کې، د مالګین خوند برخه د ژبې د مخکینیو اړخونو په غاړو کې، او د تروه یا تروش خوند برخه د ژبې د شاتنیو اړخونو په غاړو کې ښودل شوې وه.

زه اوس هم د بیولوژي هغه درس په یاد لرم کله چې به موږ د بورې او مالګې ګډولې (محلولونه) جوړ کړل او د هغو څو څاڅکي مو د خپلې ژبې په بېلابېلو برخو کې وڅڅول چې په عملي ډول یې تجربه کړو. په هغه وخت کې دا خبره منطقي برېښېده، خو وروسته څرګنده شوه چې دا مسله هومره ساده نه هم ده هغسې چې یې موږ تصور کاوه.

د ژبې دغه تمثیلي انځور په سلګونو درسي کتابونو کې د لسیزو لپاره پرله پسې چاپ شو. ځینې وختونه د دې خبرې ملامتي پر هغه اکاډمیکه مقاله اچول کېږي چې په ۱۹۰۱ کال کې د 'ډیوډ پولي هانیګ' په نوم یوه الماني ساینس پوه لیکلې وه. هانیګ د یو شمیر خلکو د ژبې پر سر د بېلابېلو خوندونو بېلګو په اېښودلو سره کشف کړه چې د خوند غوټۍ (Taste buds) چې د ژبې پر بهرنۍ سطحه ویشل شوې "حسي حجرې" دي، او له یوې سیمې بلې ته توپیر لري. هانیګ دې پایلې ته ورسېد چې د ژبې سر او اړخونه د خوړو خوندونو ته ترټولو حساسې سیمې دي، خو هغه هیڅکله دا ادعا ونه کړه چې دا حساسیت پخپله د خوند په ډول پورې تړلی دی. کله چې هغه دا معلومات د یو تمثیلي انځور په بڼه خپاره کړل، خلکو ترې دا انګېرنه واخیسته چې د ژبې هره برخه یوازې د یوه ځانګړي خوند د ځوابولو دنده لري. د فلوریډا په پوهنتون کې د خوند حاسې پېژندنې نامتو ساینس‌پوه سټیفن مانګر پر دې باور دی چې د هانیګ لخوا ایستل شوې نقشه د پیژندل شوي ارواپوه ایډوین بورینګ د ځينو تفسیرونو له درکه وه وه چې یو ډول ناسم پوهاوی شوی وه.

بورینګ یو شمېر داسې څېړنې ترسره کړې چې "غیر روایتي او له بېزارۍ لرې" بلل کیږي. له هغې شمېرې یوه څېړنه وه چې په ۱۹۱۷ کې یې له خپلې مېرمنې سره یوځای ترسره کړه، چې په هغې کې به یې د څېړنې ګډون‌وال د شپې په ناڅاپي وختونو کې راویښول چې وګوري، دوی اټکل کولی شي چې په دې وخت کې "څو بجې دي".

دې جوړې وویل چې ډېرو برخه والو له یوې دقیقې تر ۱۵ دقیقو په توپیر سره سمه ځواب ورکړ. بورینګ د ادراک او حواسو په اړه یو کتاب ولیکه چې د ژبې د بېلابېلو برخو او د هرې برخې د ځانګړي خوند روښانه تفصیل او د ژبې نقشه بڼه تصویر په کې و، څه چې تاسو ښایی تر ننه په ځینو کتابونو کې ګورئ.

ایا د بورې بدیلونه واقعا روغتیا ته زیان رسوي؟

نن ورځ موږ پوهیږو چې د ژبې بېلابېلې برخې کولی شي څلور واړه پېژندل شوي خوندونه وپیژني، خو موږ د خوند غوټۍ (Taste buds) په نورو ځایونو کې هم موندلی شو، چې د ژبې ټوله سطحه او ستونی په کې دي.

د څلورو اصلي خوندونو پېژندلو ترڅنګ، د خوند هره غوټۍ کولی شي وروستی کشف شوی پنځم خوند هم وپېژني چې د "امامي" (Umami) په نوم یادیږي، دا یوه جاپاني کلیمه ده چې معنا یې "خوندور" دی. دا پنځه خوندونه په یوه بڼه نه پېژندل کیږي، له ډېرې مودې دا انګېرنه وه چې د خوند په غوټیو کې دننه (حسي ریسپټوران) کولی شي هر ممکنه خوند وپېژني، خو دا مفکوره د سان ډیاګو د کیلیفورنیا پوهنتون د یوه طبیعي لابراتوار مدیر چارلس زوکر لخوا رد شوه.

د کلونو کار په ترڅ کې، زوکر او د هغې همکارانو وکولی شول هغه ریسپټوران وټاکي چې خوږ، تریخ، تریو یاتروش او امامي خوندونه بېلوي؛ خو مالګین خوند د کاري ډلې د کار بشپړولو مخه نیولې وه. په ۲۰۱۰ کال کې، ټیم وتوانېد چې د مالګین خوند مسول ریسپټوران کشف کړي. د هر خوند لپاره ځانګړي پیغامونه د اعصابو له لارې چې د "کپال اعصاب" (Cranial nerves) په نوم یادیږي مغز ته لېږل کېږي، چې یو عصب د ژبې په شاته برخه کې او بل د هغې په مخکې برخه کې موقعیت لري. څېړنو ښودلې چې که د ژبې مخکینی عصب بې حسه هم شي، موږ به بیا هم وکولی شو خوږ خوند وپېژنو، چې مرکز یې د ژبې په سر کې دی.

معلومه ده چې موږ شاوخوا ۸۰۰۰ د خوند غوټۍ لرو، چې هره لاره یې د دې حسي ریسپټورانو مخلوط او ګډوله لري چې هغې ته اجازه ورکوي د دې پنځو خوندونو هر یو وپېژني. دا ابهام هم و چې مغز څنګه دا پیغامونه چې د کپال اعصابو له لارې لېږل کېږي ډ‌ي‌کوډ کوي خو په ۲۰۱۵ کې د کولمبیا پوهنتون یوې څېړنیزې ډلې موندلې چې موږکان ځانګړې مغزي حجرې لري چې د بېلابېلو خوندونو هر ډول ته ځواب ورکوي. له همدې امله، موږ کولی شو ووایو چې موږ د هر خوند لپاره ځانګړي وسایل (سیستمونه) لرو، خو د دې پرځای چې دا یوازې د ژبې په یوه ټاکلې برخه کې د راټولو شویو خوند غوټیو یوې ډلې پورې محدود کړو، موږ کولی شو دا داسې سیستمونه وګڼو چې په ژبه کې ځانګړي ریسپټوران لري، او په مغز کې ورسره همغاړي اعصاب لري، چې هر یو یې له یوه ځانګړي خوند سره همغږی دی. د مغز بېلابېلې برخې کولی شي هرڅه وڅکي، که څه هم ځینې برخې ځینو خوندونو ته لږ څه ډېر حساسیت لري، دا توپیرونه د سټیفن مانګر په وینا "خورا واړه" دي.